د لاسرسي ځای

تازه خبر

له پاکستانه هندوان لا هم په وتو دي



ظفرکریمي مشال ریډیو

کراچۍ : د مذهبي لږکیو د خېر ښېګړې دپاره کارکونکي دغیر سرکاري تنظیم پاکستان هندو کونسل چارواکي وایي د سند صوبې د سکر او جیکب اباد څخه د هندوستان په لور د تلونکو هندو کورنیو د تللو سلسله دوام لري ـ د یاد ګوند مشر رمیش کمار مشال ریډیو ته ویلي دي چې د تېرو دوو میاشتو راهسې د یو نیم سلو څخه زیاتې کورینۍ هندوستان ته تلي دي او ځینې نورې کورینۍ د تللو په هوډ دي ـ د هغه په خبره په دې ورستیو کې د سند صوبې په ځینو برخو کې د هندو مذهبه خلکو دپاره شرایط سخت شوي دي
رمیش کمار وایي:

((هغه هندو مذهبه خلک چې د تللو دپاره وسایل لري هغوي د تللو تابیا کوي لګیا دي ـ ډېر خلک تلي دي ، اوهلته په جود پور کې دیره دي ـ مخکې هم یو وخت دلته د هندوانو دپاره شرایط سخت شوي و، هغه وخت هم خلک کوچیدلي و ـ بیا چې کله په کال ۲۰۰۲ کې حالت سم شول نو تللي خلک بېرته خپلو کورنو ته ستانه شول ـ اوس یو ځل بیا په سکر ډویژن او جیکب اباد کې هندو مذهبه خلک ځان خوندي نه احساسوي ، ددوي لوڼه تښتول کیږي او ددوي په کاروبارونو حملې کیږي ـ ددوي څخه قلنګونه اخستل کیږي او دوي د تاوان دپاره تښتول کیږي ))

د رمیش کمار په وینا که څه هم د امنیت ستونزې په ټول پاکستان کې شتون لري خو د هغه په خبره دغه واردات د لږکیو سره زیات ترسره کیږي ـ

د هندو مذهبه خلکو د خېر ښېګړې یو بل تنظیم هندو پنچایت کونسل د کراچۍ ډویژن مشر امرنات موتو لال بیا وایي د سند صوبې څخه هر کال په ګڼ شمیر کې خلک هندوستان ته ځي ـ د هغه په خبره تللې کورینۍ هندوستان ته د استوګنې نه بلکې د مقدسو ځایونو د زیارت کولو دپاره تللي دي ـ

((هغه هندو مذهبه خلک چې د مذهبي مقدسو ځایونو زیارت ته ځي نو ګاونډي ملک هندوستان هغوي ته مفته ویزه ورکوي ـ دا خلک هر کال ځي ـ او بیا واپس راځي ـ زمونږ خلک د سند په خاوره کې پیدا شوي دي ، ددې وطن سره مینه لري ، دلته کاروبارونه کوي او کورونه لري ))ـ

په زور د مذهب بدلونې د پوښتنې په جواب کې امرنات زیاته کړه چې که یوه پیغله اتلس کلنۍ ته درسیدو روستو د یو چا سره پخپله خوښه واده کوي او یا خپل مذهب بدلوي نو دداسې کولو قانون هغې ته اجازه ورکړې ده او په دې کار هیڅ یو هندو مذهبه سړي ته اعتراض نشته خو تر څو پورې چې په زور د مذهب بدلولو خبره ده نو په دې حقله که ځانګړې قانون جوړ کړی شي نو د بې بنیاده پروپکنډو مخه به ونیول شي ـ

د سند صوبې څخه د هندو مذهبه وګړو د کوچیدلو په بابله مرکزي او صوبایي حکومتونو دوه جدا جدا تحقیقاتي کمیټۍ جوړې کړې وې ـ دغو کمیټیانو د پلټنو روستو خپل رپورټونه اړونده ادارو ته سپارلي دي
خو د پاکستان هندو کونسل مشر رمیش کمار وایي د تحقیقاتو په عرض جوړ شوو کمیټیانو څخه د متاثره خلکو په ستونزو کې هیڅ کمی نه دی راغلی
((پرون نه آبل پرون یوه هندوه پیغله چې دوه ورځې روستو یې واده و ، د سکر څخه تښتول شوې ده ، او لا هم ورکه ده ـ پولیس ایف ایي ار لیکلو ته هم تیار نه دي ـ دا یوه پېښه نه ده ، په دې تېره میاشت کې د پنځه و څخه زیاتې جینکۍ تښتول شوي او په زور مذهب بدلولو ته مجبور شوي دي ))
د سند صوبې د لږکیو د چارو وزیر مکیش کمار چاوله مشال ریډیو ته ویلي ، د سند صوبې له ځینو برخو څخه هندوستان ته ځېنې مذهبي لږکي کوچیدلي دي خو د هغه په خبره ددغو کسانو شمیر ډېر نه دی او دوي فقط یو څو تنه دي ـ

((د جیکب اباد نه صرف ۲۲ کسان تلي و، په هغې کې هم ۱۵ واپس راستانه شوي دي ـ حکومت په دې اړه دوه تحقیقاتي کمیټۍ جوړې کړې دي هغه په دې سلسله کې کار کوي ، مونږ خپل اولني رپورټونه هم مرکزي او صوبایي حکومتونو ته ورکړي دي ـ زه نن هم په همدې سلسله کې جیکب اباد ته روان یم ترڅو په دې اړه له نزدې څارنه وکړم ))

د مکیش چاوله په خبره په زور د مذهب بدلونې په اړه د قانون جوړولو په بابله ورسره مرکزي حکومت ژمنه کړې ده ـ د هغه په وینا چې دغه قانون چې کله هم د قامي اسمبلۍ نه پاس کړی شي د سند اسمبلۍ به یې هم بې له ځنډه منظور کړي ـ

XS
SM
MD
LG