د لاسرسي ځای

تازه خبر

په اسلام اباد کې د هندوانو د مندر جوړېدو پر سر جنجال


لاهور: يوه هندوه جینۍ د ديوالي په مذهبي مراسمو کې
لاهور: يوه هندوه جینۍ د ديوالي په مذهبي مراسمو کې

په پاکستان کې د ټولو هندو وګړو جرګه یا پنچايت هيله لري چې په اسلام اباد کې به یې د مندر د جوړولو ودرېدلی کار ژر پېل شي. د پنچايت مشر او په پارليمان کې د تحريک انصاف غړی لال چند ملهي وايي حکومت له اسلامي نظرياتي‌کونسل څخه مشوره غوښتې چې د مندر لپاره سرکاري پېسې کارېدلی شي او که نه.

لال چند د جولای په نهمه مشال راډيو سره په خبرو کې وويل چې د دوی د اندازې مطابق به د مندر په جوړولو پنځه سوه ميليونه روپۍلګېږي چې دوی یې سل ميليونه له حکومته غوښتې دي. هغه زياتوي اوس د دې مندر سره ځينو هغو اسلامي عالمانو مخالفت ښودلی چې وايي حکومت بايد د غېرمسلمو په نوو عبادتخانو د ټيکس ورکوونکو پېسې ونه لګوي نو ځکه حکومت له اسلامي نظرياتي‌کونسل څخه په دې اړه مشوره غوښتې ده.

په مندر ښايي ۵۰۰ ميليونه روپۍ لګښت راشي. موږ له حکومته سل ميليونه غوښتې دي. پاتې موږ ورکوو خو حکومت بيخي پېسې نه شې راکولی نو بيا به موږ خپله چنده وکړو.
لال چند

نوموړي وويل: ((موږ هم غواړو دې کونسل سره خبرې وکړو او ورته ووايو چې موږ هم پاکستانيان يو او د ځايي مسلمانانو په شان ټول ټيکسونه ورکوو. خو که دوی دا فېصله هم وکړي چې سرکاري پېسې نه شئ کارولی موږ حاضر يو چې پخپلو چندو یې جوړ کړو. بس چې اوس دا مسله ډېره مذهبي او سياسي نه شي. زموږ امېد دا دی چې دا ستونزه به ژر حل شي او د مندر د جوړېدو چارې به پېل شي.))

د هندو پنچايت د معلوماتو ترمخه په ۲۰۱۷ کال کې دې مندر ته د پاکستان بشري حقونو کمېشن په منظورۍ حکومت درې نيم کناله ځمکه ورکړه. لال چند ملهي او ځينو نورو مشرانو د جون په ۲۴مه دې مندر د جوړولو د بنياد تيږه کېښوده.

خو دغه کار تر هغې وروسته ودريد چې ځينو اسلامي مذهبي ډلو او سياستوالو پرې اعتراض وکړ او ځينو کسانو د مندر د ديوال ښختې وغورځولې. د حکمران تحريک انصاف اتحادي ګوند، مسلم لېګ (ق) يو مشر، چوهدري پرویز الهي د جولای په دوهمه په يوه ويډيويي بيان کې وويل چې پاکستان د اسلام په نامه جوړ شوی نو بايد د هندوانو لپاره نوي مندرونه جوړ نه کړي. يو مشهور ديني عالم، مولانا تقي عثمانيهم په همدغه ورځ په يوه فتوه او بيان کې وويل چې د پاکستان حکومت بايد په سرکاري پېسو د مذهبي اقلیتونو عبادتخانې جوړې نه کړي.

د جولای په اتمه په اسلام اباد کې د مندرجوړولو په ملاتړ د بشري حقونو د ځينو فعالانو مظاهره
د جولای په اتمه په اسلام اباد کې د مندرجوړولو په ملاتړ د بشري حقونو د ځينو فعالانو مظاهره

همدا خبره د مذهبي سیاسي ګوندونو اتحاديې، متحده مجلس عمل يو غړي، مولانا عبدالکبر چترالي د جولای په اتمه په پارليمان کې تکرار کړه. ((په پاکستان کې چې کوم موجود مندرونه او کلیسا دي، د مسلمان په توګه يې حفاظت پر موږ فرض دی خو د بېت المال په پېسو یې جوړولو هيڅ ګنجایش نشته.))

مولانا چترالي په پارليمان کې د ماښام اذان په درناوي کې خبرې ودرولې خو چې کله یې تر اذان وروسته خبرې شروع کړي نو سپېکر ورته وويل چې پر دې حساسه مسله دې تقریر نه بلکې لنډې خبرې وکړي.

مولانا چترالي خپله خبره پسې جاري وساتله او وې ويل چې حکومت دې يوازې په هغه ځای کې مندر جوړ کړي چې د هندوانو شمېر پکې ډېر وي. مشال راډيو ته د هندو پنچايت له خوا ورکړل شوو شمېرو ترمخه په سرښار اسلام اباد کې درې زره هندوان مېشته دي. د دوی په وېنا دلته دوه نور مندرونه هم شته چې يو یې د امنيتي وجوهاتو له کبله بند او بل یې د عبادت نه بلکې د سېلګرۍ لپاره پرانيستی دی.

د پاکستان هندو کونسل ترمخه:

  • په ملک کې خوا او شا ۱۳۲ مندورنه او له ۶۰۰ زیاتې وړې عبادتخانې دي
  • د هندوانو ابادي له درې نيم ميليونو زیاته ده
  • تر ټولو ډېر هندوان په سيند صوبه کې اوسي
  • ځيني ډېر زاړه مندرونه د سېلګرۍ لپاره ځانګړې شوي دي

د پاکستان مذهبي چارو وزیر پير نورالحق قادري د جولای په اتمه په پارلمان کې د خبرو پر مهال لومړی په اسلام کې د اقليتونو د حقونو د ملاتړ لپاره د ځينو ايتونو او احادیثو يادونه وکړه او بيا یې وويل چې ځينې مذهبي ډلې او سياستوال دا مسله د حکومت د بدنامولو لپاره کار وي.

زموږ حکومت د مذهبي اقليتونو حقونو ته ژمن دی. موږ غواړو دا مسله په مشوره حل کړو.
پير نورالحق قادري

هغه زیاته کړه چې حکومت یې د مذهبي اقلیتونو د حقونو ورکړې ته ژمن دی: ((ما د هندوانو درخواست وزیراعظم عمران خان ته وړی دی خو تر اوسه د پېسو د ورکړې څه خبره نشته ځکه چې اقتصادي حالت ښه نه دی. ځينو خلکو هسې حکومت ته د زور ورکولو لپاره دا مسله راپورته کړې ده. خو موږ د ديني عالمانو نظر له پامه نه غورځوو. کله چې د دوی بيانونه راغلل نو بيا موږ له اسلامي نظرياتي کونسل څخه مشوره وغوښته چې ایا حکومت کولی شي په سرکاري پېسو مندر جوړ کړي؟ اوسمهال پر مندر کار ولاړ دی. سي ډې اې یې پلان او نقشه نه ده منظور کړې نو ځکه پر مندر کار ودرېدلی دی.))

د هندوانو مشرانو ته د مندر په جوړولو کې د نقشې ستونزه لويه نه ښکاري. په پاکستان کې د هندو پنچایت مشر، لال چند ملهي مشال راډيو ته وويل چې دوی د مندر جوړولو په پلان کې بدلون ته تيار دي‌ او د هغه په وېنا اصلي مسله د مسلمانو عالمانو نيوکې دي چې که اسلامي نظرياتي‌کونسل یې حل نه کړي دوی ته په راتلونکې کې امنيتي ستونزې جوړولی شي.

دا کونسل د ايين ترمخه خپلواکه حکومتي اداره ده چې د پيچلي مسايلو د حل لپاره حکومت ته سلا مشورو ورکولو له جوړه شوې ده. د دې ادارې وياند، ډاکټر اکرام الحق د جولای په نهمه مشال راډيو ته وويل چې د دوی د څيړنو برخه په دې اړه تحقیق کوي چې ایا حکومت په سرکاري پېسو د غېرمسلمو عبادتخانې جوړولی شي کنه.

هغه زیاته کړه: ((زموږ طریقه کار دا دی چې کله داسې متنازعه مسله راشي نو زمو د ریسرچ څانګه پرې څېړنه پېل کړي. دا څانګه بيا خپل يادښتونه د کونسل شلو غړو او مشر ته ولېږي. بيا هغوی هم پرې پوره څېړنه کوي. چې کله له دې هرڅه تېر شي نو بيا به یې حکومت ته لېږي. کېدای شي دا کار د سپتمبر يا اکتوبر پورې پوره شي. خو که له دغه وخته مخکې پوره شو، نو حکومت ته به یې ژر ولېږو.))

د لاهور يو مندر
د لاهور يو مندر

د پاکستان هندو کونسل پر ويب سايټ د خپرو شوو شمېرو ترمخه په ټول ملک کې ۱۳۲ مندرونه او نيزدي شپږ سوه وړې وړې عبادتخانې موجودې دي چې په وېنا یې د دوی د خوا او شا درې نيم ميليونه هندوانو لپاره کافي نه دي.

د امریکې بهرنيوو چارو وزارت د روان کال د اپرېل په میاشت کې خپاره کړي، د مذهبي ازاداۍ په اړه کلني راپور کې پاکستان د اندېښنې وړ ملکونو په لیست کې شامل کړی. په راپور کې ويل شوي چې په ۲۰۱۹ کال کې د پاکستان حکومت د مذهبي اقليتونو د حقونو ساتلو لپاره ځيني ښه ګامونه اخیستي خو لا هم په ځینو ځايونو کې اقلیتونه کافي عبادتخانې نه لري، د ناموس رسالت له قانونه ځورېږي او په ځينو ځايونو کې په زور د خلکو مسلمانول نه دې ودرېدلي.

XS
SM
MD
LG