د لاسرسي ځای

تازه خبر

د اسلام اباد مندر او بابري جومات: د هند او پاکستان اقدامات څه معنا لري؟


پر پاکستان د لږکیو د حقونو په تړاو اکثر انتقاد کېږي
پر پاکستان د لږکیو د حقونو په تړاو اکثر انتقاد کېږي

د پاکستان پیپلز ګوند پر حکومت غږ کړی چې په اسلام اباد کې دې سمدستي د مندر پر جوړولو کار پیل کړي.

د ګوند د مشر بلاول بوټو زرداري ویاند مصطفا نواز کوکر د اګست پر څلورمه پر ټوېټر په بیان کې ویلي چې که حکومت دا مندر جوړ کړي نو هند ته به مناسب ځواب ورکړای شي.

نوموړي دا څرګندونه پر داسې مهال کړې چې هندي وزیراعظم نرېندرا مودي د اګست پر پېنځمه په ایودیا کې د "بابري جومات" پر ځای د "رام مندر" جوړولو بنسټ کښېښود.

پاکستان د هند د دې اقدام غندنه وکړه.

کوکر وايي، له دې کار سره هندی وزیراعظم د خپل هېواد سیکیولر بڼه زیانمنوي.

دی زیاتوي چې که پاکستان مندر جوړ کړي نو نړۍ ته به پیغام ورکړي چې د لږکیو حقونو ته پام کوي.

دا په داسې حال کې ده چې په اسلام اباد کې د مندر لپاره ځمکه په ۲۰۱۷ز کال کې ځانګړې شوې وه، خو هندوانو یې د جوړولو پیسې نه لرلې.

ځانګړی رپورټ ولولئ: پاکستان کې د مندر جوړولو پر سر جنجال

د پاکستان وزیراعظم عمران خان چې سږکال (۲۰۲۰ز) کې د مندر د ودانۍ چارو لومړي پړاو لپاره د مالي مرستو اعلان وکړ نو موضوع لانجمنه شوه او یو شمېر دیني عالمانو او سیاستوالانو ورباندې انتقاد وکړ.

تر دې وروسته، د جولای پر اتمه د مذهبي چارو وزیر نور الحق قادري وویل، تر نیوکو وروسته یې د مندر چارې درولې دي او له اسلامي نظریاتي شورا (کونسل) څخه یې مشوره غوښتې.

اخوا په هند کې هم د بابري جومات موضوع له ۱۹۹۲ز کال راهیسې لانجمنه ده او په ۲۰۱۹ز کال کې چې اعلا عدالت اجازه ورکړه نو د مودي حکومت وویل چې مندر تعمیروي.

د هند اقدام څه معنا لري؟

په نوي دلي کې د سیمه ییزو چارو پوه اجې شرما وايي، د تاریخي بابري جومات پر ځمکه د مندر جوړولو پرېکړه عدالت کړې نو دا ناسمه ده چې ورسره به په نړۍ کې د هند شهرت زیانمن شي.

خو دی زیاتوي چې د هندي حکومت له اقدام سره ښايي په سیمه کې سختدریځه فکر وده ومومي:

"دا مخکې هم د سختدريځه خلکو د اجنډا برخه وه او اوس به يې بيا د خپلو ګټو لپاره کاروي. په کشمير کې بلکې په ټول هندوستان کې د بابري جومات ړنګولو مسله خورا زیاته یاده شوې وه."

شرما زیاتوي، په ۱۹۹۲ز کال کې چې جومات ړنګ شو نو پر ضد يې ډېر خلک وپارېدل خو اوس چې ورباندې مندر جوړېږي نو غصه په نوي شکل څرګندېدای شي.

د هند سپریم کورټ د ۲۰۱۹ز کال په نومبر کې په پرېکړه کې امر وکړ چې هندوانو ته دې پر هغه ځای د مندر جوړولو اجازه ورکړل شي او په عین وخت کې یې حکومت ته وویل چې یوه برخه ځمکه دې د مسلمانانو د جومات لپاره ځانګړې کړي.

د هند بابري جومات په ۱۶مه پېړۍ کې مغلو جوړ کړی وو خو هندوان وايي، د جومات ځای اصلاً د هغوی د یوه خدای رام د زېږون ځای وو.

شرما د پیپلز ګوند له سېنېټر مصطفا نواز کوکر سره موافق نه دی چې ګواکې د رام مندر جوړولو پرېکړه د هند سیکیولر جوړښت اغېزمنوي.

خو په پېښور کې د سیاسي چارو پوه افراسیاب خټک د هند پرېکړه ناسمه بولي.

دی وايي، په ایودیا کې "د جومات پر ځای مندر جوړول د مذهبي [سختدریځۍ] اظهار دی او دا په ټوله سيمه کې د امن او جمهوري قوتونو روانو هلو ځلو ته تاوان رسوي."

خټک وايي، د کوکر خبره تر یوه بریده سمه ده چې په اسلام اباد کې د مندر جوړول به د هند پرتله پاکستان ته یو ډول "اخلاقي بریا" ورکړي.

اسلام اباد کې مندر او د لږکیو حقونه

خو دی زیاتوي چې پاکستان دې هم په اسلام اباد کې مندر په نړۍ کې د هند شهرت زیانمنولو لپاره نه بلکې د لږکیو د اساسي حقونو خوندیتوب لپاره جوړ کړي ځکه چې د لږکیو د عبادتځایونو وداني د هغوی حق دی.

پر پاکستان اکثر تور پورې کېږي چې د لږکیو د حقونو په خوندیتوب کې پاتې راغلی او د مذهبي ازادیو له پلوه امریکا د اندېښنې وړ هېوادونو په نوملړ کې شامل کړی.

خو حکومت وايي، د اقلیتونو او د هغوی د حقونو ساتنې ته ژمن دی او پر وفاقي او صوبايي سطحو کې د دې لپاره قوانین هم جوړ کړي.

هند او پاکستان کې سختدریځي

د کراچۍ پوهنتون د ژورنالېزم څانګې استاد توصیف احمد له خټک سره همنظره دی خو وايي، یوازې د مندر په جوړولو له پاکستانه د سختدریځۍ ټاپه نشي لیرې کېدای.

توصیف احمد د جولای پر ۲۹مه د پېښور په عدالت کې د مذهب سپکاوي په تور د تورن پاکستاني توکمه امریکايي وګړي طاهر نسیم وژنې پېښه یادوي او وايي، په هېواد کې مذهبي سختدریځه افکار موجود دي.

دی ګڼي چې هند او پاکستان "د سختدریځۍ وسله" کاروي چې "ډېر خطرناک کار دی" او په "پایله کې به یې شخړې زیاتې شي."

توصیف احمد زیاتوي چې په داسې حال کې چې د کورونا وایرس وبا هند او پاکستان ځپلي دي او لاکونه خلک بې روزګاره شوي نو د رام مندر جوړولو او کشمیر پر سر لانجې او د اړیکو ترینګلتیا د دواړو هېوادونو اقتصادونه لا خرابولای شي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG