د لاسرسي ځای

تازه خبر

اسلام په زوره د مذهب اړولو اجازه نه ورکوي: اشرفي


اشرفي وايي، د نورو ملکونو په پرتله په پاکستان کې د مذهبي اقليتونو مسالې کمې دي.(انځور له ارشیفه)
اشرفي وايي، د نورو ملکونو په پرتله په پاکستان کې د مذهبي اقليتونو مسالې کمې دي.(انځور له ارشیفه)

مذهبي هم اهنګۍ او له منځني ختيځ سره د اړيکو چارو لپاره د پاکستان وزيراعظم ځانګړي استازي حافظ طاهر محمود اشرفي د اتوار پر ورځ په لاهور کې د اقليتونو له مذهبي مشرانو سره په يوه غونډه کې ويلي چې حکومت د کم عمره اقليتي نجونو په زوره د مسلمانولو او ودولو پېښو نه يوازې نوټس اخيستی بلکې په دغه اړه به پلټنې هم کوي.

پاکستانيو رسنيو د لاهور د سينټ انتوني کالج غونډې ته د اشرفي وينا راخيستي چې ويلي يې دي، د اسلام دين د يو چا په زوره مذهب بدلولو ته د اړ کولو اجازه نه ورکوي او دا چې حکومت به پوره کوښښ کوي چې په دې لړ کې د هېواد د غير مسلمه وګړو اندېښنې ليرې کړي.

دا چې حکومت په دې کار کې څومره سنجيده دی او څنګه به يې کوي؟ د دې پوښتنو د ځواب لپاره مو د نومبر پر ۲۳مه حافظ اشرفي ته د هغه پر شخصي موبايل ټيليفون زنګونه ووهل او ليکلی پيغام مو ورته پرېښود، خو په خبرو ورسره بريالي نه شو.

اشرفي البته د لاهور غونډې ته په خپلې وينا کې تسلي ښکاره کړې چې د نورو ملکونو په پرتله په پاکستان کې د مذهبي اقليتونو مسالې کمې دي.

خو په پېښور کې د بشري او هندوانو د حقونو يو فعال هارون سربديال وايي، د خيبر پښتونخوا خلک له خپلو اقليتي وګړو سره ښه دي، خو د هېواد په نورو برخو، په تېره په سیند صوبه کې له هندو نجونو او ښځو سره ډېر زياتي کېږي.

"يوازې خيبر پښتونخوا ده چې که يوه غير مسلمه نجلۍ يا ښځه پکې په زوره تر مسلمانولو او ودواو وروسته بیرته خپلې کورنۍ ته ورکړل شوې ده. پوښتنه دا ده چې داسې په نورو صوبو کې ولې نه کېږي؟ د سیند صوبې ۸۰ لاکه هندوان نن له ژونده وېزاره دي. زموږ وړې نجونه او يا هم واده شوې ښځې تښتول کېږي، ډله يېز جنسي تيري ورباندې کېږي، او چې خبره عدالت ته ولاړه شي نو فيصله د يوه مسلمان پاکستاني په حق کې وشي. زموږ خو يې نسلونه راتباه کړل."

رپورټونه ښيي چې د هندو نجونو په زوره د مسلمانولو او ودولو ډېری پېښې د سېند صوبې په سانګړ، ګوټکي، سکر، خيرپور او ميرپورخاص ضلعو کې کېږي.

روان ۲۰۲۰ز کال په سېند صوبه کې تر اوسه د هندو نجونو په زوره د مسلمانولو او ودولو ۲۰ پېښې رپورټ شوې دي.

د پاکستان د بشري حقونو خپلواک کمېشن يوې غړې زهره يوسف د نومبر پر ۲۳مه مشال راډيو ته وويل، په پاکستان کې د يو چا په زوره مذهب بدلولو ته د اړ کولو مساله ځکه نه حل کېږي چې مذهبي ګوندونه د قانون پر وړاندې خنډ دي.

"زموږ د بشري حقونو وزيرې ويلي وو چې په زوره د مذهب بدلولو خلاف د يوه قانون راوړلو لپاره کار کوي. پر دې موضوع په پارليماني کمېټه کې هم بحث شوی وو. خو وخت ډېر وشو او دا خبره مخ ته نه ځي. د سېند مخکېنۍ اسمبلۍ يو قانون پاس کړی هم وو، خو چې مذهبي جماتونو واوېلا جوړه کړه نو بېرته يې واخيست. تر هغې چې پارليمان د يوه قانون منظورولو په ترڅ کې د پاکستان اقليتي وګړو ته انصاف ور نه کړي، د پاکستان وزيراعظم د سلاکار دا خبره يوازې د يوې ارادې اظهار ګڼل کېدای شي. دا به کتل وي چې که حکومت پارليمان ته يوه قانوني طرحه راوړي نو د مذهبي ډلو فشار به څنګه او تر کومه زغمي؟ هلته به د حکومت سنجيدګي معلومه شي."

خو د پاکستان سينيټ يو غړي انوار الحق کاکړ، چې په زوره د مذهب بدلولو چارو مخنيوي لپاره د پارليماني کمېټې مشر دی، د نومبر پر ۲۳مه مشال راډيو ته وويل چې د کمېټې غړيو د مسالې مذهبي او قانوني اړخونه سنجولي دي او هڅه کوي چې تر راتلونکې مارچ مياشت پورې خپله مسوده بشپړه او اسمبلۍ ته د بحث لپاره وړاندې کړي.

"موږ له اسلامي نظرياتي کونسل وغوښتل چې په دې اړه د منل شويو ديني عالمانو رای معلومه او له موږ سره شريکه کړي. د خوشالۍ خبره دا وه چې موږ ته وويل شول چې په دين کې زور زياتی نشته. هغه څوک چې خپله ديني عقيده پر يو بل چا تپي، د ګناه مرتکب کېږي. د جمعيت علمای اسلام په څېر د مذهبي ګوندونو غړي هم زموږ په کمېټه کې راسره ملګري دي او پوره ملاتړ مو کوي. موږ هڅه کوو چې په مسوده کې مو د ټولو فريقينو نظرونه شامل وي. قانوني اړخونه مو هم سنجولي دي او تمه ده چې تر راتلونکې مارچ مياشت پورې يې اسمبلۍ ته وړاندې کړو."

بلخوا هم په قامي اسمبلۍ کې د بشري حقونو کمېټې غړی محسن داوړ وايي، د اقليتي نجونو په زوره مذهب بدلولو ته اړ کول په پاکستان کې يوه لويه ستونزه جوړه شوې او د حل لپاره يې بايد حکومت عملي اقدامات وکړي.

"دا پېښې په تېرو دوه درو کلونو کې زياتې شوې دي. چارواکي هم وخت په وخت بيانونه ورکوي، خو کيسې روانې دي او ځکه خو خلک خبرې ورباندې کوي. د حکومت له لوري زياته سنجيدګي پکار ده. هر هغه څوک چې د اقليتي نجونو په زوره مسلمانولو پېښو کې ککړ وي، بايد سزا شي. وخت وشو چې زموږ د کمېټې غونډه نه ده شوې. خو هر کله چې وي نو دا موضوع به څېړو او خپل وړانديزونه به ورکوو."

رپورټونه وايي، په پنجاب صوبه کې بيا يو شمېر عيسوي نجونه په زوره مسلمانې او واده کړل شوي دي.

د لاهور د سينټ انتوني کالج د اتوار ورځې په غونډه کې، چې د مذهبي هم اهنګۍ لپاره د پاکستان وزيراعظم ځانګړي استازي حافظ طاهر اشرفي ورته خبرې وکړې، د مسلمان ديني عالمانو ترڅنګ د عيسايانو، هندوانو او سېکانو مذهبي مشرانو هم ګډون وکړ.

د پاکستان د کليساو د قومي شورا مشر بېشب ازاد مارشل په خپله وينا کې د اشرفي د خبرو هرکلی کړی او هيله يې ښوولې چې حکومت به د اقليتي نجونو په زوره د مسلمانولو او ودولو ستونزې يوه موثره حل پيدا کړي.

XS
SM
MD
LG