د لاسرسي ځای

تازه خبر

کرک جرګه: د مسلمانانو استازو له هندوانو د سوځېدلي زیارت لپاره بخښنه غوښتې


په کرک کې د هندوانو ويجاړ شوی زیارت
په کرک کې د هندوانو ويجاړ شوی زیارت

د خېبر پښتونخوا په کرک کې د هندوانو د يو زیارت تر سوځول کېدو وروسته د ځايي مسلمانانو او هندوانو ترمنځ په شوې جرګه کې د مسلمانانو استازو بخښنه غوښتې او په راتلونکي کې یې د داسې پېښو د مخنيوي ژمنه کړې ده.

دا جرګه د خېبر پښتونخوا د وزیراعلی سلاکار، ضيا الله بنګښ په مشرۍ د مارچ په ۱۳مه د کورنيوو چارو د محکمې په دفتر کې شوې ده. د هندوانو د استازو مشري، د حکمران تحريک انصاف د پارليمان غړي او د هندو کونسل مشر، ډاکټر رمېش کمار کوله. د مسلمانانو له خوا ديني‌عالمان او ځيني قومي مشران ناست وو.

جنجالي‌مسلې بايد همېشه د خبرواو جرګو له لارې حل شي
رمېش کمار

تر جرګې وروسته خپره شوې لوظنامه کې ويل شوي چې د کرک ضلعې ديني عالمان په ټېري سيمه کې د دیسمبر په ۳۰مه د ځينو مسلمانانو له خوا د هندوانو د دغه مقدس ځای د سوځولو پېښه غندي او ژمنه کوي‌ چې د اسلامي لارښوونو په رڼا کې به د مذهبي اقليتونو حقونو د ورکړې مخنيوی نه کوي.

د دې زیارت د سوځولو په تور هغه مهال پولیسو د ۱۴۲ کسانو د نيولو خبر ورکړی وو. همداراز د صوبايي حکومت د اطلاعاتو څانګې د جنورۍ پر ۱۴مه په يو بیان کې ویلي وو چې په ياده پېښه کې د ناغېړي یا غفلت په کولو ۱۸ پولیس اهکارو نوکرۍ یې ختمې کړې دي او د ۵۴ نورو پولیس اهلکارو سروس يې د یو کال لپاره ضبط کړی دی.

تر دې مخکې د جنورۍ په پينځمه، د پاکستان سپريم کورټ حکومت ته حکم وکړ چې د زیارت جوړولو لپاره دې له اور وراچوونکو پېسې واخلي او د بیا رغونې کار دې سمدستې پېل کړي.

د دې مقدمې د يوې بلې اورېدنې په مهال د فرورۍ په اتمه، د وقف شویو املاکو د محکمې وکیل اکرام چودري عدالت ته وویل ترې دې دمه د زیارت له سوځوونکو هېڅ پېسې نه دې اخیستل شوې خو حکومت یې بیا ودانولو لپاره درې کروړه یو څلوېښت لکه روپۍ منظورې کړې دي.

چیف جسټس حکم وکړ چې په سمدستي توګه دې پر دې کار پیل شي او عدالت ته دې وخت وښودل شي چې د هندوانو زیارت به څنګه او کله جوړېږي.

د مارچ په ۱۳مه شوې، د هندوانو پر لوظنامې د هندوانو او مسلمانانو د استازو تر څنګ د خېبر پښتونخوا د وزیراعلی محمود خان لاسليک هم شته دی.

د هغه سلاکار، ضياالله بنګښ د مارچ په ۱۴مه، مشال رېډيو ته وويل چې ياده معاهده په پاکستان کې اوسيدونکيو ټولو اقليتونو ته دا پېغام ورکوي چې د پاکستان ايين او اسلامي شريعت لاندې ټول اقليتونه مذهبي ازادي لري. همداراز رمېش کمار ويلي‌چې د مذهبي اقليتونو او اکثريتي مسلمانانو ترمنځ بايد جنجالي‌مسلې د خبرو اترو له لارې حل شي.

XS
SM
MD
LG