د لاسرسي ځای

تازه خبر

د هندوو خویندو د مذهب بدلولو تر شا څه کیسه پرته ده؟


کراچۍ کې هندوان هولي لمانځي
کراچۍ کې هندوان هولي لمانځي

پراګ ـ په پاکستان کې د لږکیو استازې کرشنا کماري وايي، حکومت دې د هغو شرخوښو خلاف اقدامات وکړي چې پر لږکیو په زوره مذهب بدلوي.

کرشنا کماري چې د پیپلز ګوند غړې او سېنېټره ده، د مارچ په ۲۴مه یې د غه څرګندونې مشال راډیو ته وکړې.

پاکستاني چارواکي وايي چې د رينا او روينا په نوم د هندو مذهب سره تړاو لرونکې دوه خویندې څو ورځې وړاندې د سيند صوبې له ګوټکي سيمې څخه تښتول شوې او وروسته د پنجاب ناملوم ځای ته وړل شوې دي.

پر ټولنيزو رسنيو يو کس چې ويل کېږي ددې نجونو پلار دی ويډیو خپره شوې چې پکې هغه د پوليس تاڼې مخې ته ناست په چغو چغو له ډېرې ناهيلۍ پر پوليسو غږ کوي چې پر ما ډزې وکړئ.

له دې وروسته د پاکستان د بشري حقونو فعالانو دا موضوع راپورته کړه او وزيراعظم عمران خان يې په نوټس اخېستو سره د سيند حکومت ته د نجونو د پېدا کولو لپاره د پلټنو او نورو اقداماتو حکم وکړ.

که هندوې نجونې، له اسلامه متاثره شوې هم وي نو دغه کسان یې ولې د لور يا خور په حېث له ځان سره نه بوځي؟ ولې يې په دا بله ورځ واده کوي؟
سېنېټره کرشنا کماري

د بشري حقونو د سازمان هيومن رايټس کمیشن اف پاکستان د سيند څانګې مشر امداد چانډیو د مارچ پر ۲۴ مه مشال راډیو ته وويل، دا پېښې د هېواد په نورو برخو کې هم کېږي خو په سيند کې ځکه په پرتليزه توګه زياتې دي چې دلته د هندوانو شمېر زيات دی.

کرشنا کماري وايي ګوټکي او مير پور خاص کې د ځايي پيرانو مشخصې ډلې د هندوو نجونو په زوره د مسلمانولو د عمل ملاتړ او مرسته کوي.

هغې زياته کړه،

"هغه جينۍ چې تر ۱۸ کلونو يې عمر کم وي او وتښتول شي او ( تښتونکي) يې په بله ورځ نکاح نامه هم ترلاسه کړي، هغه ماشومانې چې کله يې هم د اسلام تعليمات نه وي لوستي نو هغه څنګه له اسلام څخه متاثره کېدلی شي؟ فرض کړه، هغه له اسلامه متاثره هم شوې نو بيا يې ولې دغه کسان د لور يا خور په حېث له ځان سره نه بوځي؟ ولې يې په دا بله ورځ واده کړي؟"

د هندوو نجونو د تښتولو او په زوره د مذهب بدلولو په اړه د اقليتي ډلو پرته د پاکستان نور سياسي ګوندونه څه خاص احتجاج نه کوي. امداد چانډيو ددې وجه وېره يادوي.

هغه زياتوي:

"چې يو څوک په يو چا په زوره مذهب بدلوي نو پر هغه د ټولنې له خوا چې کوم تنقيد کول پکار وي هغه نه کېږي دا ځکه چې مذهبي انتهاپنسده ډلې خلکو ته د رايې د اظهار ازادي نه ورکوي او ورباندې د کفر فتوې لګوي."

دا پېښې په نورو سیمو کې هم کېږي، خو سېند کې هندوان ډېر دي نو ځکه دلته ډېرې ښکاري.
د هيومن رايټس کمیشن اف پاکستان د سېند څانګې مشر امداد چانډیو

کرشنا کماري وايي، د مذهب بدلو شاته د ولاړو ډلو پرضد کاروايي او په دې اړه قانون سازي د دې پېښو موثره مخنيوی کولی شي.

هغه زياتوي:

"حکومت ته پکار ده د دغو شرخوښو پر ضد کاروايي وکړي نو بيا کېدای شي دا کنټرول شي. بل پکار ده حکومت په زوره د مذهب بدلولو پرضد قانون جوړ کړي چې له مخې يې د هغه چا پرضد کاروايي وشي چې په يوه بل چا په زوره مذهب بدلوي."

په زوره د مذهب بدلولو د پېښو د مخنيوي لپاره د سيند اسمبلۍ په ۲۰۱۶ مه کال کې يو قانون منظور کړی وو چې د مذهبي ګوندونو د دړکو وروسته د پيپلز پارټۍ حکومت بېرته واخيست.

دا لومړی ځل نه دی بلکې تردې وړاندې هم په سيند صوبه کې هندوې نجونې تښتول شوي، په زوره يې مذهب وربدل کړل شوی او بيا ودونه ورسره شوي دي.

XS
SM
MD
LG