د لاسرسي ځای

تازه خبر

د لږکیو د حقونو فعال د ګواښونو له کبله پاکستان پرېښود


رادېش سېنګ ټوني وايي له هېواده بهر هم ګواښل کېږي
رادېش سېنګ ټوني وايي له هېواده بهر هم ګواښل کېږي

پراګ - په پاکستان کې پر حکومتي دعوو سربېره، مذهبي لږکي له توپیري چلند، تاوتریخوالي، وېرونو او ګواښونو شکایتونه کوي.

د دې پېښو تازه بېلګه د خیبر پښتونخوا د لږکیو د حقونو فعال او سیاستوال رادېش سینګ ټوني ده چې د مرګ ګواښونو له وجې یې روانه میاشت (جنوري) له ښځې او درو زامنو سره یو ځای پاکستان پرېښود.

نوموړي د جنورۍ پر ۲۳مه له نامعلوم ځایه په ټېلېفون او تر دې یوه ورځ مخکې یې مشال راډیو ته استولې ویډیو کې وویل، د ۲۰۱۸ز کال په جولای کې تر انتخاباتو وروسته یې په پېښور کې ژوند دومره تریخ شوی وو چې لاهور ته په کډه شو.

رادېش سېنګ ټوني د صوبايي اسمبلۍ څوکۍ ته خپلواک (ازاد) نوماند وو.

ټوني وايي، د ۲۰۱۹ز کال په پیل کې چې لاهور ته ولاړ نو سمدستي له یو لړ ستونزو سره مخامخ شو.

لومړی له یوه ملګري سره اوسېده او بیا یې چې د کرایې کور لټون پیل کړ نو نه ورته سیکانو کور ورکاوه، نه مسلمانانو او نه عیسویانو.

زه بار، بار خپل وټس ایپ بندوم ځکه چې ما ته له پاکستانه فونونه راځي.
رادېش سېنګ ټوني

دی وايي، وروسته د لاهور د کچه جېل روډ په سیمه کې ورته یوې خیراتي ادارې کور ورکړ.

د ټوني په خبره، د ډېسېمبر پر اوومه ماخوستن مهال په هم هغه سیمه کې له ۱۶ کلن زوی بلوېندر سېنګ سره د کور پر لوري روان وو چې ځینو کسانو ورباندې حمله وکړه:

"له ما سره زما کشری زوی وو، موږ دواړه کور ته [تللو] چې څلورو هلکانو په لار کې [ودرولو] او څپېړۍ یې راکړې، ګوزارونه یې وکړل، [په لغتو] یې ووهلو او ښکنځل یې هم وکړل. موږ له هغوی ډېر تپوسونه وکړل چې 'اخر څه وجه ده چې تاسو موږ وهئ؟' خو هغوی همدا ویل چې 'موږ به مو له دې ځایه شړو'."

ټوني وايي، پر ټوېټر یې د پېښې په اړه ولیکل او مرسته یې وغوښته خو د ځینو مذهبي ډلو کسانو ورته ګواښونه لا زیات کړل او مجبوره شو چې راولپېنډۍ ته ولاړ شي او هلته له یوه ملګري سره واوسي.

پر ټوېټر د رادېش سېنګ ټوني بیان

ټوني د ۲۰۲۰ز کال د جنورۍ پر ۱۰مه د لاهور کوټ لکپت تاڼې ته درخواست ورکړ خو وايي، پولیسو د پېښې پلټنې ونکړې او د ده د ساتنې لپاره یې هم اقدامات ونکړل چې له وجې یې دی هېواد پرېښودو ته اړ شو.

د پولیسو غبرګون

د لاهور د کوټ لکپت تاڼې مشر محمد منور د جنورۍ پر ۲۳مه د غږ نه ثبتولو په شرط مشال راډیو ته وویل، ټوني تر پېښې شاوخوا یوه میاشت وروسته، یوازې پولیسو ته د "معلوماتو ورکولو" په موخه درخواست دایر کړی.

په غوښتنلیک کې د برید په اړه د پولیسو افسر معلومات کټ مټ هغسې ول لکه رادېش سینګ ټوني چې له مشال راډیو سره شریک کړل.

خو اېس اېچ او محمد منور وايي، ټوني د وهلو د پېښې کره والي لپاره له پولیسو سره هېڅ "رابطه ونکړه" او د اوسېدو د "پتې تصدیق" یې هم نه دی کړی.

دی زیاتوي چې ښايي ټوني له هېواده بهر "د پناه اخیستو لپاره د درواغو درخواست" دایر کړی وي ځکه چې پولیس پر نوموړي د "هېڅ تېري او ظلم تصدیق نشي کولای."

خو رادېش سېنګ ټوني د پولیسو د افسر تورونه رد کړل او ویې ویل چې د تشدد د پېښې پلټنه د پولیسو کار وو.

ټوني اوس هم ګواښل کېږي

ټوني دا نه ښيي چې له پاکستانه بهر چېرې تللی، خو وايي، اوس هم چې ټېلېفون پرانیزي په وټس ایپ ورته ګواښونه کېږي:

"زه بار، بار خپل وټس ایپ بندوم ځکه چې ما ته له پاکستانه فونونه راځي. نو هغه کسان چې دي، ډېر خلک د هغوی لپاره کار کوي، زموږ په سیکانو کې هم ډېر [کسان شته]. نو هغوی راته فونونه [کوي] او [دړکې] راکوي چې تا سره به وګورو!! زه خپل فکر نه کوم، زما [په پاکستان کې] نور وورڼه دي، بیماره مور مې ده، د هغوی فکر [اخیستی یم]."

مشال راډیو ته د رادېش سېنګ ټوني استولې ویډیو

د لږکیو د حقونو فعال پاکستان پرېښود
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:26 0:00

پر ۲۰۱۸ز کال، په پېښور کې ټوني ته د ګواښونو بڼه سیاسي خو په لاهور کې مذهبي شوه او په وینا یې مذهبي ډلو او کسانو پر ټولنیزو رسنیو او ټېلېفون ورته دړکې ورکولې.

دی وايي، په ۲۰۱۸ز کال کې ورته ناپېژندلیو کسانو په ټېلېفون ویلي ول چې له انتخاباتي نوماندۍ دې لاس واخلي او بیا ورباندې د کیمپېن پر وخت ډزې هم شوې.

د ټوني په وینا، هغه مهال د پېښور پولیسو ورته ساتونکي ورکول خو ده انکار وکړ.

ټوني وايي، له پاکستانه د وتلو پر وخت ورسره شاوخوا ۳،۰۰۰ ډالر ول چې هغه یې ښايي تر څه وخته د کورنۍ لګښتونو لپاره بس وي، خو د بشپړ حفاظت په موخه له ملګرو ملتونو او د سیکانو له نړیوالو ټولنو څخه مرستې ته اړتیا لري.

لږکیو ته د مساوي حقونو حکومتي ژمنه

پاکستان مسلمان اکثریتي هېواد دی چې پکې ځینې مذهبي لږکي لکه عیسویان، سیکان، هندوان او پارسیان اوسي چې د بشري حقونو ادارو او فعالانو په وینا، له توپیري چلند سره مخامخ او له بشپړې مذهبي ازادۍ بې برخې دي.

د پاکستان حکومت وايي، د ټولو مذهبي لږکیو د اییني حقونو خوندیتوب هڅې کوي او په دې موخه د سېنېټ مشر د ۲۰۱۹ز کال په نومبر کې د اقلیتونو – په ځانګړي ډول د هندوانو او سیکانو – د حقونو د دفاع په موخه یوه پارلېماني کمېټي جوړه کړه.

د پاکستان وزیراعظم عمران خان د ډېسېمبر پر ۲۵مه د عیسویانو اختر په مناسبت په وینا کې ژمنه وکړه چې په خپله واکمنۍ کې لږکیو ته د هېواد د نورو وګړو په څېر مساوي حقونه ورکوي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG