د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کې لږکيان د بشري حقونو ورځ د تورې ورځې په توګه لمانځي


د ارشیف انځور کې د باړې سیکان وینئ.
د ارشیف انځور کې د باړې سیکان وینئ.

په پاکستان کې د مذهبي اقليتونو ځينو تنظيمونو اعلان کړی چې د ملک په مختلفو ښارونو کې به د مظاهرو له لارې د بشري حقونو ورځ د تورې ورځ په توګه ولمانځي.

په خيبر پښتونخوا کې د مذهبي اقليتونو داتحاديې يو مشر غړي، اشون کمار د دېسېمبر پر ۱۰مه مشال راډيو ته وويل چې قانون ورته حقونه ورکړي خو حکومتونه پرې عمل نه کوي نو ځکه یې ژوند سخت دی.

خو د اقليتونو په چارو کې د خيبر پښتونخوا د وزیراعلا سلاکار، وزیرزاده په همدغه ورځ مشال راډيو سره په خبرو کې ادعا وکړه چې د مذهبي لږکيوو ژوند یې خوندي کړی دی.


د مذهبي ازادۍ په اړه د امريکا بهرنيوو چارو وزارت له خوا هر کال خپريدونکي راپور کې راغلي چې دا کال هم په پاکستان کې مذهبي اقليتونو ته پوره مذهبي ازادي نه ده ترلاسه او ژوند ته یې خطر دی.

پاکستان دا راپور رد کړی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG