د لاسرسي ځای

تازه خبر

ستانکزی: د افغانانو یووالی او نړیوالو سره اړیکې جوړول راته ننګونې دي


د طالبانو د حکومت لوړپوړي چارواکي‌ عباس ستانکزي ویلي چې دوی له نړۍ سره ښو اړیکو ته اړتیا لري.
د طالبانو د حکومت لوړپوړي چارواکي‌ عباس ستانکزي ویلي چې دوی له نړۍ سره ښو اړیکو ته اړتیا لري.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال عباس ستانکزی وايي، په کوردننه د افغانانو ترمنځ یووالی او له نړیوالې ټولنې سره د ښو اړیکو جوړول یې د حکومت پر وړاندې دوې سترې ننګونې دي.

عباس ستانکزي دا څرګندونې د ډېسمبر پر ۲۶مه په کابل کې هغې غونډې ته کړې دي چې د اهل‌تشیع د مشرانو له خوا د طالبانو د حکومت ملاتړ اعلانولو لپاره جوړه شوې وه.

د طالبانو د حکومت دې لوړپوړي چارواکي‌ عباس ستانکزي زیاته کړې چې دوی له نړۍ سره ښو اړیکو ته اړتیا لري.

نوموړي ویلي، نور هېوادونه د دې اړیکو د جوړېدو لپاره پر دوی شرایط ږدي، خو د ده په خبره، دوی به په خپلو ارزښتونو معامله و نه کړي.

ده وویل، "موږ مجبور یوو چې له نړیوالې ټولنې سره اړیکې او ترتیب ولرو، څو خپل اقتصاد، سیاست او نور مسایل له دوی سره مخکې یوسو، ځکه په یوازې ځان ډېره ستونزمنه ده چې یو هېواد خپلې ټولې ستونزې حل کړي."


عباس ستانکزی زیاته کړه چې دوی د امریکا په ګډون له نړیوالې ټولنې غواړي چې د افغانستان په کورنیو چارو کې له‌ لاس‌وهنې ډډه وکړي او افغانان پرېږدي چې خپل هېواد خپله جوړ کړي.

نوموړی وايي، حکومت یې د بشري حقونو په ځانګړي ډول د ښځو زده‌کړې او کار ته ژمن دی او ژر به د نجونو پر مخ ښوونځي او په ټول هېواد کې پوهنتونونه پرانیستل شي.

دا په داسې حال کې ده چې تر سل ورځو تېرېدو وروسته لا هم په ډېری ولایتونو کې نجونې له ۶م پورته د زده کړو اجازه نه‌ لري.

عباس ستانکزي له ځوانانو هم وغوښتل چې په افغانستان کې پاتې شي، ځکه د ده په خبره، کډوالي د ستونزو د حل په معنی نه ده.

د یادونې وړ ده چې په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته، دا په کابل کې د اهل‌ تشیع مشرانو له‌ خوا دوهمه غونډه ده چې د طالبانو د حکومت د ملاتړ په موخه جوړېږي.

د ډېسمبر پر ۲۶مه شوې دې غونډه کې ګډون کوونکو هم له طالبانو وغوښتل چې د خلکو د ژوند د ښه کېدو لپاره لاس په کار شي.

خو د دوی په خبره، په افغانستان کې د تلپاتې سولې او ثبات لپاره د افغان کډوالو راستنېدل مهم دي.

د غونډې یو ګډونوال عطاالله صادق مشال راډیو ته وویل، "تر هغه چې په پاکستان او ایران کې د افغان کډوالو کمپونه ونه تړل شي، موږ به د بالقوه جنجالونو سره مخ یوو. په دې باید ژور کار وشي."

طالبان د ۲۰۲۱م کال د اګست پر ۱۵مه پر افغانستان واکمن شو او له هغه راهسې په لسګونه زره داسې افغانان له دې هیواده وتلي چې ډېری پکې ځوانان او مسلکي خلک دي.

XS
SM
MD
LG