د لاسرسي ځای

تازه خبر

کونړ کې د پاکستانيو طالبانو پر پټنځي برید شوی


د ارشیف انځور
د ارشیف انځور

د افغانستان په کونړ صوبه کې په یو مشکوکه ډرون برید کې د وسله والې ډلې تحریک طالبان پاکستان، د یو مهم مشر په نخښه کېدو ګنګوسې دي.

د پاکستان په قبایلي سیمو کې، استخباراتي سرچینو مشال راډیو ته ویلي، د ډېسېمبر پر ۱۶مه د کونړ د شلتن ولسوالۍ په چوګام سیمه کې بې بیلوټه الوتکو په یو کور ډرون برید کړی. د سرچینو په وینا، دا کور د تحریک طالبان پاکستان د یو مهم مشر استوګن ځای و.

سرچینې وايي، په ډرون برید کې پاکستانيو وسله والو طالبانو ته مرګ ـ ژوبله اوښتې خو کره شمېره یې نه ده معلومه.

تر دې دمه، له ازادو سرچینو دا نه ده تایید شوې چې د برید نوعیت څه و؟ خو افغان اسلامک پرېس د ځايي خلکو په حواله لیکي، له وېجاړۍ معلومېږي چې دا یو ډرون برید و.

ځايي خلکو یاد اژانس ته دا هم ویلي چې له تېرو دوو ورځو راهیسې په دغه سیمه کې د پاکستان لخوا د توغندیو بریدونه هم روان دي.

افغان اسلامېک پرېس په کابل کې د طالبانو د مرستیال ویاند بلال کریمي له خولې لیکي چې په کونړ کې ډرون برید نه دی ترسره شوی. دی وايي، البته دغلته د پاکستان لخوا توغندي ویشتل شوي دي.

دا برید د وسله والو طالبانو لخوا پاکستان سره د ډزبندۍ ختمولو د اعلان یوه اوونۍ وروسته ترسره شوی دی. د نومبر پر نهمه تحریک طالبان ډلې له پاکستان سره یو میاشتنۍ ډزبندي اعلان کړې وه او هغه مهال یې ویلي وو چې مقصد یې د دواړو غاړو ترمنځ د امن خبرې اترې پرمخ بوتلل دي. خو د ډېسېمبر پر نهمه وسله والو طالبانو له حکومت سره د ډزبندۍ د ختمولو اعلان وکړ او دریځ یې دا خپل کړ چې حکومت د هغوی غوښتنو منلو کې پاتې راغلی دی.

بلخوا د دې په ځواب کې د پاکستان د اطلاعاتو وفاقي وزیر فواد چودري وویل، حکومت به یوازې له هغو ډلو سره مذاکرات کوی چې د ریاست واکمني منلو ته غاړه ږدي.

تحریک طالبان وسله واله ډله په ۲۰۰۷ز کال کې د بیت الله مسود په مشرۍ کې جوړه شوې وه. په ۲۰۰۹ کې په یو ډرون برید کې د بیت الله مسود په نخښه کېدو نه پس حکیم الله مسود د دغې وسله والې ډلې مشر وټاکل شو چې وروسته هغه هم د ۲۰۱۳ز کال په نومبر کې په یو ډرون برید کې ووژل شو. وروسته د دغه ناقانونه ګرځول شوې ډلې مشري ملا فضل الله ته وسپارل شوه چې نوموړی وروسته د ۲۰۱۸ز کال په جون میاشت کې په کونړ کې په یو ډرون برید کې ووژل شو.

پاکستان د ۲۰۱۴ز کال په جون میاشت کې په وزیرستان کې د تحریک طالبان پرضد د ضرب عضب په نوم پراخ عملیات ترسره کړي ول او هغه مهال یې دعوه کړې وه چې دغه سیمې یې له وسله والو پاکې کړې دي خو د ځايي خلکو په وینا له تېرو دوو کالو راهیسې وسله والو طالبانو یو ځل بیا په قبایلي سیمو او شاوخوا ضلعو کې خپل حملې زیاتې کړې دي.

XS
SM
MD
LG