د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان د طالبانو حکومت تسلیمولو ته ولې زړه نا زړه دی؟


طالبانو د اګست پر ۱۵مه نېټه پر افغانستان له واکمنېدو را وروسته په پرلپسې پر نړیوالو غږ کړی چې د دوی حکومت په رسمیت وپېژني او همکاري ورسره وکړي. (انځور: ارشیف)
طالبانو د اګست پر ۱۵مه نېټه پر افغانستان له واکمنېدو را وروسته په پرلپسې پر نړیوالو غږ کړی چې د دوی حکومت په رسمیت وپېژني او همکاري ورسره وکړي. (انځور: ارشیف)

په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ تر څلور میاشتو زیات وخت وشو خو لا هم په نړۍ کې هیڅ یوه هیواد د دوی حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.

طالبانو د اګست پر ۱۵مه نېټه پر افغانستان له واکمنېدو را وروسته په پرلپسې پر نړیوالو غږ کړی چې د دوی حکومت په رسمیت وپېژني او همکاري ورسره وکړي.

د دوی په وینا، هغه شرایط یې ټول پوره کړي چې نړۍ ورسره د یو قانوني حکومت په څېر چلند او اړېکې وساتي.

خو د افغانستان د ګاونډیو په ګډون د نړۍ یو هیواد لا هم دې ته نه دی تیار شوی چې طالبان د افغانستان قانوني واکمن تسلیم کړي.

د سیاسي او سیمه ییزو چارو شنونکي وايي، په دې لړ کې تر نورو هیوادونو پاکستان ته ډېر مخ ور اوړي کوم چې د دوی په وینا، تل د طالبانو لپاره کمپاین کړی دی.

د سیاسي چارو پوه ډاکټر عبدالشکور وايي، طالبانو چې کله افغانستان ونیوی نو پاکستان ډېر فعال وو خو اوس هغسې نه ښکاري.

د ده په وینا، د دې لامل دا دی چې نړۍ او په ځانګړې توګه ځواکمن هیوادونو لا تر اوسه پرېکړه نده کړې چې له طالبانو سره به څه کوي.

ده وویل، "زما په خیال خو پاکستان اوس په دې پوه شوی دی چې که دوی یوازې د طالبانو حکومت په رسمیت وپېژني هم نو دا به طالبانو ته د منلو وړ وي خو نړیوالو ته به د منلو وړ نه وي، نو اوس پاکستان په خپله پوه نه دی چې مخکې به څه کوي."

د سیاسي او سیمه ییزو چارو پوه ډاکټر منظور اپرېدی وايي، پر پاکستان له دې کبله ډېرې نیوکې شوې وې چې له سعودي عرب او متحده عرب اماراتو سره یې له ۱۹۹۶م څخه تر ۲۰۰۱م کاله د طالبانو حکومت تسلیم کړی وو.

د ده په وینا، پاکستاني واکمن اوس د داسې ګام نه اخیستلو هڅه کوي چې نړۍ ورباندې په سفارتي کچه فشار واچوي.

نوموړي وویل، "زما په خیال خو پاکستان دا ځل دې افغان مسلې ته د یو سیمه ییز حل له نظره ګوري یانې له سیمه ییزو قوتونو سره څنګ پر څنګ تلل غواړي او که پاکستان په خپل سر د طالبانو حکومت تسلیم کړي‌ نو بیا داسې کېدای شي چې امریکا او نور نړیوال قوتونه د پاکستان پرضد یو سخت دریځ خپل کړي."

د سیاسي چارو پوهان وايي، د طالبانو حکومت تسلیمول او له افغان ولس سره بشري مرستې کول دوې بېلې خبرې دي.

اوس پوښتنه دا ده چې ایا پاکستان پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو را وروسته له دې هیواد سره هغسې بشري مرستې کړې دي که نه لکه څنګه چې په کار وې؟

ډاکټر عبدالشکور وايي، پاکستان ښايي له افغانستان سره بشري مرستې کول غواړي خو د ده په وینا، د نه کولو وجه یې دا ده چې پاکستان په خپله د اقتصادي بې ثباتۍ ښکار دی.

هغه زیاته کړه، "پاکستان په افغانستان کې د بشري بحران مخنیوي لپاره هم کوټلي ګامونه نه دي پورته کړي، د هغه وجه دا ده چې د پاکستان خپل اقتصاد د لا خرابۍ پر لور روان دی او د افغانستان حالات ورباندې لا نور فشار اچوي. نو ځکه پاکستان په یوازې افغانستان ته اوږه نشي ورکولای او له نړۍ غواړي چې له افغانستان سره مرستې وکړي. زما په خیال خو چې دا اوسنی حالت څومره غځېږي هغومره به پر پاکستان فشار زیاتېږي."

ډاکټر منظور اپرېدی وايي، د پاکستان یو شمېر غیرحکومتي ادارو افغانستان ته بشري مرستې ورکړې دي خو په خپله حکومت دا کار ښايي له دې کبله نه وي کړی چې خپل لاس یې تنګ دي.

د پاکستان په قومي اسمبلۍ کې د سرحدي چارو قایمه کمېټۍ مشر او د واکمن تحریک انصاف ګوند غړی ساجد خان مومند وايي، پاکستان بشري مرستې کړې دي‌ خو د ده په وینا، هغې غاړې ته رویه سمه نه ده.

د ده په وینا، تر څو چې طالبانو نړۍ ته په ځان کې د بدلون باور نه وي ورکړی تر هغه وخته ورسره هیڅوک منل شوی سفارتي چلند نشي کولای.

ساجد خان مومند وویل، " چین، پاکستان او نورو ګاونډیو هیوادونو دا دریځ دی چې لومړی طالبان وګوري چې ایا هغوی له نورې نړۍ سره د چلېدو دي‌ او که نه، تر کومه چې دوی نړۍ ته دا باور نه وي ورکړی تر هغه وخته پاکستان او نور ګاونډي هیوادونه د دوی په اړه یو څرګنده تګلاره نشي خپلولای."

دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو په ګډون د یو شمېر نړیوالو ادارو په وینا، په افغانستان کې حالات په داسې وخت کې د یو بشري ناورین پر لور روان دي چې په دې هیواد کې د طالبانو د واکمنۍ تر څلور میاشتې زیات وخت شوی خو لا هم هیڅ نړیوال مشروعیت نه لري.

XS
SM
MD
LG