د لاسرسي ځای

تازه خبر

له طالبانو د محمود خان اڅکزي غوښتنه: یو ټول‌ګډونه حکومت جوړ کړئ


د پښتونخوا میپ محمود خان اڅکزی د ډیسېمبر پر دویمه نېټه په کوټه کې د ګوند د بنسټښود عبدالصمد خان اڅکزي د ۴۸م تلین په مناسبت جلسې ته وینا کوي
د پښتونخوا میپ محمود خان اڅکزی د ډیسېمبر پر دویمه نېټه په کوټه کې د ګوند د بنسټښود عبدالصمد خان اڅکزي د ۴۸م تلین په مناسبت جلسې ته وینا کوي

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي له طالبانو غوښتي چې له افغان سیاستوالانو سره کښېني او یو ((پراخ بنسټه)) او ټولګډونه حکومت جوړ کړي.

نوموړي د ډیسېمبر پر دویمه نېټه په کوټه کې د ګوند د بنسټښود عبدالصمد خان اڅکزي د ۴۸م تلین په مناسبت جلسې ته په وینا کې وویل، په تېرو څه د پاسه څلور لسیزو کې په افغانستان کې تاوتریخوالي او بې ثباتۍ تر ټولو زیات افغانان ځپلي دي. ده وویل، اوس باید ټول افغانان د هېواد خپلواکي وساتي.

نوموړي وویل: ده وویل: "وه ملا طالبه! وه ملا پلانی اخونده! وه کرزی صاحبه! لاس به ورکوو د افغانستان استقلال به خوندي ساتو. داسې یو حکومت، پراخ بنسټه حکومت چې په‌کې ټول افغانان ازبک او تاجک دا ټول جمع وي."

محمود خان اڅکزي دا څرګندونې پر داسې مهال کړې دي چې د اګست په نیمايي کې پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ راهیسې نړیوالو هم هلته د ټولشموله حکومت پر جوړېدو ټینګار کړی دی. طالبان وايي، حکومت یې لنډمهالی دی. د نړۍ هېڅ یوه هېواد هم تر اوسه د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.

طالبان سره له دې چې اوسنی حکومت لنډمهالی بولي، خو وايي چې حکومت‌یې ټول‌شموله دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG