د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان کې د طالبانو حکومت د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د پاکستان پر سفر


د طالبانو د حکومت د لوړو زده کړو سرپرست وزیر عبدالباقي حقاني: انځور له ارشيفه
د طالبانو د حکومت د لوړو زده کړو سرپرست وزیر عبدالباقي حقاني: انځور له ارشيفه

افغانستان کې د طالبانو د حکومت د لوړو زده کړو سرپرست وزیر عبدالباقي حقاني د پاکستان د لوړو زده کړو کمیشن (اېچ اي سي) له چارواکيو سره ملاقات کړی دی.

د پاکستان هاير اېجوکېشن کمیشن يو چارواکي مشال راډیو ته ويلي چې دا ليدنه نن (ډېسېمبر پر شپږمه) په اسلام اباد کې شوې چې پکې د کمیشن يوې چارواکې ښايسته سهېل د پاکستان له خوا افغان زده کوونکو ته د سکالر شپونو په اړه معلومات ورکړل.

چارواکي زياته کړه چې پر دې مهال افغان پلاوي افغان زده کوونکو ته د سکالرشپونو يوه نوې طرحه هم وړاندې کړه خو هغه دا ونه ویل چې په دې کې څه ول؟

پاکستان وار له مخه د علامه اقبال سکالر شپ له مخې هرکال ۳،۰۰۰ افغان زده کوونکيو ته سکالر شپونه ورکوي او دوه نور هم شته چې اوس يې موده ختمه شوې ده.

په پاکستان کې میشت افغان کډوال هم د هغه هېواد په تعلیمي ادارو کې زده کړې کوي او له افغانستانه نور زده کوونکي هم هلته ورځي. اخوا د افغانستان پخواني حکومت هم د قبایلي سیمو زده کوونکو ته په طب، انجینرۍ او نورو څانګو کې بورسونه ورکوي.

عبدالباقي حقاني د ډېسېمبر پر پنځمه نېټه له یوه څلور کسیزه پلاوي سره پاکستان ته تللی وو. افغان او پاکستاني چارواکي وايي، د دې سفر موخه د لوړو زده کړو په برخه کې د دواړو لوریو ترمینځ د همکاریو زیاتول دي.

د اګست په نیمايي کې طالبان پر افغانستان واکمن شول او د سېپټېمبر په لومړۍ اوونۍ کې یې خپل لنډمهالی حکومت جوړ کړ چې د پاکستان په ګډون د نړۍ هېڅ هېواد هم لا په رسمیت نه دی پېژندلی.

XS
SM
MD
LG