د لاسرسي ځای

تازه خبر

په شل اوریز نړيوال کرکټ جام کې افغان لوبډله تر کوم پړاوه رسېدلی شي؟


د افغان کرکټ‌لوبډله
د افغان کرکټ‌لوبډله

د افغانستان کرکټ ملي لوبډله د اکتوبر په ۲۵مه په نړيوال شل اوریز کرکټ کپ کې خپله لومړۍ لوبه کوي. دوی له شپاړسو نورو هغو ده چې د ۲۰۲۱ کال د شل اوریز نړيوال کرکټ کپ د ګټلو په هيله عمان او متحده عرب اماراتو ته رسېدلي دي.

د افغان لوبډلې لوبډلمشر محمد نبي دی چې د خپل ورو باولينګ او تېز بېټينګ لپاره مشهوره دی.۳۶ کلن محمد نبي ۸۱ نړیوال شل اوریز مېچونه کړي. په دوی کې یې څلورو پنځوسیزو (فيفټيز) په مرسته ۱۳۹۶ منډې جوړې کړې دي. هغه په دغو سیالیو کې په باولينګ کې ۷۲ ويکټې اخیستې. نوموړی نن سبا د کرکټ د نړیوالې شورا په درجه بندۍ کې د الراونډرانو په کتار کې په لومړي نمبر دی.

دې تجربې او بریاليتوب ته په کتو یې د کرکټ پوهان، هغه د افغان لوبډلې د ملا تير بولي. د افغانستان کرکټ ملي ټېم پخواني لوبغاړي، کريم صادق د محمد نبي او په ټوله کې د نړيوال کپ لپاره د افغان لوبډلې په اړه مشال رېډيو ته وويل چې ډېرې هیلې د لومړي سر له بېټسمینانو او سپينر بالرانو دي:

"زموږ لوبډله ډېره مضبوطه ده. شهزاد، حضرت الله ځاځی، رحمان الله ګربز، کريم جنت، نوين الحق، محمد نبي،‌ راشد خان او مجيب ځدران غوندې لوبغاړي لرو. دا وروستي درې خو ډيره زیاته نړيواله تجربه لري. زموږ لوبډله د عرب اماراتو له میدانونو سره هم ښه بلده ده ځکه چې دغلته زموږ کورني ميدانونه دي‌ يعنې موږ چې نورې لوبډلې راغواړو دغو ميدانونو ته یې راغواړو."

د افغانستان لوبډله ځوانه خو ډيره بااستعداده ده. ښو ټېمونو ته هم ماتې ورکولی شي
کريم صادق

د شل اوریز نړيوال کرکټ کپ لپاره د افغانستان په ملي لوبډله کې له مهمو او تجربه کارو لوبغاړو، اوپننګ بېټسمېن محمد شهزاد هم دی. شهزاد په ۶۵ نړيوالو شل اوریزو سیاليو کې د يوې سلیزې (سېنچري) او ۱۲ پنځوسیزو (فيفټيز) په وهلو سره ۱۹۳۶ رنزونه کړي دي. هغه د خپل تېز بېټينګ لپاره پيژندل کېږي.

د افغانستان په توپوهونکو کې يو بل مشهور نوم د حضرت الله ځاځي دي. ځاځی ځوان لوبغاړی دی چې په ۱۵ شل اوریزو نړيوالو سیاليو کې یې د يوې سينچرۍ او دوو فيفټيو په مټ ۵۷۰ رنزونه کړي. په هر مېچ کې د هغه اوسط رنزونه څلويښت اعشاريه يو دي چې په شل اوریزو سیاليو کې ډير لوړ ګڼل کېږي. خو د هغه د شهرت وجه د هغه تېز بېټينګ او د شپږيزو وهلو وړتيا ده.

د شل اوریز نړيوال کپ لپاره افغان لوبډله په داسې مهال میدان ته وځي چې د سږني کال د اګست له ۱۵مې نېټې په افغانستان کې د منتخب ولسمشر محمد اشرف غني حکومت ختم او پرځای یې طالبان واکمن دي.

د اسټريليا ټېم له دې امله چې طالبان افغان ښځې لوبو ته نه پريږدي، د افغانستان د نارينه وو لوبډلو سره هم خپل ټيسټ ځنډولی دی.

همداراز د کرکټ نړيوالې شورا ويلي چې تر نړيوال کپ وروسته به د افغانستان ملي ټېم د راتلونکې په اړه يوه ځانګړې غونډه کوي چې پکې د رسنيو ترمخه پر دې بحث کېږي که د طالبانو حکومت په نړيوال رسميت نه وي پيژندل شوی، ایا لوبډلې ته یې په نړيوالو سیالیو کې د ګډون اجازه ورکړل شي که نه!

ځاځی او شهزاد
ځاځی او شهزاد

د افغان کرکټ په چارو پوه، بختیار ساحل وايي دا حالت پر افغان لوبغاړو بده اغېزه کولی شي او پکار ده چې دوی خپل ټول پام په نړيوال شل اوریز کپ کې ښه کارکردګۍ ته واړوي. هغه زیاته کړه چې د دې لوبډلې کاميابي تر ډېره پورې په سپينر يا ورو بالرانو تړلې ده چې د هند په غوره ليګ يا انډين پريمير ليګ کې ښه ځليدلي دي.

د افغانستان کرکټ تر ټولو مشهوره څېره چې په نړۍ کې يې لوی نوم کړی، راشد خان دی. ۲۳ کلن راشد خان ته یوازې ۵ ويکټې پاتې دي چې هغه پرې په نړيوالو شل اوریزو سیاليو کې ۱۰۰ ويکټې پوره کړي. د نوموړي په دې ويکټو کې د ايرلېنډ په خلاف په څلورو مسلسلو بالونو د هغه د څلورو لوبغاړو اوټول هم شامل دي.

راشد خان د ای ايس پي اين کريک اينفو ویب سایټ ته د اکتوبر پر ۱۹مه يوه مرکه کې ويلي چې که څه هم په شل اوریز نړيوال کپ کې افغانستان د سختو لوبډلو (پاکستان، هند او نيوزیلېنډ) په ګروپ کې دی خو که افغان بېټسمینان ښه وځلېدل نو په بالينګ کې افغان لوبډله هر ټېم ته ماتې ورکولی شي.

دا راپور په ږغیزه بڼه دلته واورئ:

په نړيوال کرکټ‌کپ کې د افغان لوبډلې د ګټې امکان څومره دی؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:05:48 0:00
XS
SM
MD
LG