د لاسرسي ځای

تازه خبر

کرکټ نړیوال کپ: ''د هندوستان ټيم په باولینګ او بیټینګ دواړو کې پیاوړی دی''


د هند کرکټ ټیم. انځور- ارشیف
د هند کرکټ ټیم. انځور- ارشیف

د کرکټ په روان شل اوریز نړیوال کپ کې هغه لوبډلې په دوو ډلو وېشل شوې دي چې دې کپ ته یې نېغ په نېغه لاره موندلې وه.

په لومړۍ ډله کې انګلستان، اسټرالیا، جنوبي افریقا او ویسټ انډیز دي. په دویمه هغه کې هند، پاکستان، نیوزي لېنډ او افغانستان دي.

په تېرو پینځو کالو کې دې نړیوال جام ته ډېری ټیمونو زیاته تیاري کړې ده خو د هند لوبډله یو له بېخي ډېرو پیاوړو هغو ګڼل کېږي.

اوس پوښتنه دا ده چې د هند په لوبډله کې هغه کوم څه دي چې له نورو هغو یې وړتیا زیاتوي.

د پاکستان د کرکټ پخوانی لوبغاړی ارشد خان وايي، هند دې نړیوال کپ ته داسې لوبډله لېږلې ده چې په هره برخه کې یې صلاحیتونه تر ډېری لوبډلو زیات او قوي دي.

"د هغوی بېټنګ او بالنګ دواړه ډېر قوي دي. په ځانګړې توګه جسپریت بومرا چې دی هغه نوی بال ډېره ښه استعمالوي او هم داسې یې سپین یا ورو بالینګ کوونکي هم ډېر ښه دي."

ارشد خان وویل، د هندۍ لوبډلې کپتان ویرات کوهلي بېټنګ ښايي په روان نړیوال کپ کې مهم رول ولري.

ویرات کوهلی
ویرات کوهلی

ویرات کوهلی د نړۍ په کچه د کرکټ په تاریخ کې په ډېر رنز جوړونکو کې پر اووم نمبر دی.

هغه تر اوسه په ټیسټ، یو ورځنیو او شل اوریزو نړیوالو لوبو کې په مجموعي توګه څه باندې ۲۳ زره زنزونه جوړ کړي دي چې ۷۰ سلیزې (سېنچریز) او ۱۱۷ پینځوستیزې (فیفټيز) پکې شاملې دي.

د سیمې پر کرکټ نظر لرونکی علي‌ هوتي وايي، د هند لوبډلې تل په بېټنګ لوبې ګټلې دي خو د ده په وینا، په دې نړیوال کپ کې د هغوی بالینګ تر بېټنګ لا زیات قوي دی.

"د بالینګ قوي کېده د هند لپاره یوه نوې نښه ده، تر دې وړاندې د هندي کپتانانو تګلاره دا اوسېدلې ده چې په بېټنګ یې لوبې ګټلې دي خو دا ځل یې بالینګ تر بېټینګ قوي دی خو ضروري دا ده چې کپتان به له بالینګ څخه څنګه ګټه اخلي؟"

د هند د کرکټ لوبډله د نړۍ له هغو لوبډلو ده چې ناڅاپي بدلونونه پکې نه کېږي بلکې تر ډېره حده د هر لوبغاړي د بېټینګ او بالینګ کولو خپل ځای معلوم دی.

د پاکستان د کرکټ پخوانی لوبغاړی او د سعودي عربستان د لوبډلې روزونکی کبیر خان وايي، هم دا د هند د لوبډلې تر ټولو مثبت اړخ دی.

د هند د کرکټ لوبډله
د هند د کرکټ لوبډله

د ده په وینا، ناڅاپي بدلونونه په لوبغاړو کې ویره خپروي او د لوبډلې پر یووالي او کارکردګۍ اغېز کوي.

"په یو لوبډله کې تر ټولو مهمه خبره هم دا ده چې لوبغاړي ته خپل ځای او رول معلوم وي. بالر ته معلومه وي چې دی به پر کوم ځای او څه وخت بالینګ کوي او بېټسمېن ته دا معلومه وي چې هغه به پر کوم نمبر بېټینګ کوي، دا ځکه چې دوی ټول کال د دې مطابق تیاري کوي. کرکټ د اعتماد لوبه ده او چې کله اعتماد کمزوری شي نو بیا لوبغاړي ښه کارکردګي نشي کولای."

د دې شل اوریز نړیوال کپ لپاره د هند په لوبډله کې د بېټینګ په برخه کې کپتان ویرات کوهلي، کې ایل راهول، روهیت شرما، ایشان کیشن او هردیک پانډیا په نړۍ کې له نومیالیو لوبغاړو دي.

د بالینګ په برخه کې یې جیپریت بومرا، راوي چندرن اشوین، بوهنیشور کمار او محمد شامي نړیوال شهرت لري.

هند به په دې نړیوال کپ کې خپله لومړۍ لوبه د اکتوبر پر ۲۴مه د پاکستان پر وړاندې د متحده عرب اماراتو په دوبۍ لوبغالي کې ترسره کوي.

XS
SM
MD
LG