د لاسرسي ځای

تازه خبر

نړیوال کرکټ‌کپ: د پاکستان د ګټې چانس څومره دی؟


د پاکستان کرکټ لوبډله د تمرين په حال کې
د پاکستان کرکټ لوبډله د تمرين په حال کې

د کرکټ ۲۰ اوریز نړیوال کپ له نن (اکتوبر ۱۷مه) څخه په عمان او متحده عرب اماراتو کې پېلېږي.

لومړۍ لوبه کې عمان له پاپوا نیوګېني سره او په دویمه لوبه کې بنګلا دېش له سکاټ لېنډ سره سیالي کوي. ټاکل شوې وه چې دا نړیواله اتلولي تېر کال په هند کې شوې وای خو د کورونا وایرس جهاني وبا له کبله وځنډول شوه.

ټاکل شوې ده چې په دې ټورنمنټ کې د ۱۶ هېوادونو ترمنځ ټولې ۴۵ لوبې وشي. پایلوبه یا فاینل به یې د نومبر پر ۱۴مه په دوبۍ کې کېږي. پاکستان خپله لومړۍ لوبه د اکتوبر په ۲۴مه د هند او افغانستان خپله لومړۍسیالي د اکتوبر په پينځه ویشتمه کوي.

که څه هم پاکستانۍ لوبډلې په ۲۰۰۹ کال کې شل اوريزه نړيوال کپ ګټلی وو خو تر دې دمه يې د دې نړيوال جامونو په مېچونو کې يو مېج هم له هند نه دی ګټلی. د بابر اعظم په مشرۍ، پاکستانۍ لوبډله دا وخت د شل اوريزه کړکټ په نړيواله درجه بندۍ کې په دريم نمبر ده.

په شل اوريزه مېچونو کې د لوبغاړو په نړيواله درجه بندۍ کې په بېټڼګ کې بابراعظم په دويم ، محمد رضوان په اووم او بالنګ کې شاهين اپريدی په ۲۳ م او ال رونډرانو کې محمد حفيظ په ديارلسم نمبر دی.

د ۲۰۲۱ کال نړیوال شل اووریز کرکټ کپ لپاره اعلان شوې پاکستانۍ لوبډله کې دا ځل د شمالي وزيرستان محمد وسيم چې شا وخوا دوه مياشتې مخکې يې د ويسټ انډيز خلاف په لوبې کولو سره خپل نړيوال کرکټ پیل کړ، هم شامل کړل شوی دی. پر دې سربېره اصف علي چې په ۲۰۱۸ کال کې يې نړيوال کرکټ پیل کړی، خو تر دې دمه يې په ۲۹ نړيوالو شل اووریزو لوبو کې يوازې ۳۴۴ رنزونه جوړ کړي او په يو مېچ کې يې تر ټولو زيات رنزونه ۴۱ دي، هم د شل اوريزه نړيوال کرکټ کپ لپاره په ټيم کې شامل کړل شوی.

د پاکستان پخوانی ټسټ کرکټر رياض اپريدی وايي چې محمد وسيم د يو ښه بالر سره سره يو تېز بېټسمېن هم دی. هغه مشال رېډيو سره په خبرو کې زیاته کړه چې په اصف علي کې هم قابليت شته: (( د شل اوريزه نړيوال کرکټ لپاره په اعلان شوې پاکستانۍ لوبډله کې سينیر او ځوان دواړه لوبغاړي شته او دا د مېچ ګټلو لپاره ډېره ضروي وي.له نوو بدلونونو سره په لوبډله کې د مشرانو او نوو لوبغاړو ترمنځ توازن برابر شو.))

خو ځينو نورو مشهورو پخوانيو پاکستاني لوبغاړو د اعلان شوې لوبډلې په جوړښت نیوکې کړې دي. په دوی کې انظمام الحق، سکندر بخت، راشد لطيف او ځيني نور شامل دي. د دوی پر ټولنيزو رسنيو خپرو کړو ويډيوګانو کې ويلي‌ چې بايد تېز باولر وهاب رياض، د تېز بېټنګ لپاره مشهوره اوپنر شرجيل خان، الروانډر فهيم اشرف او ځينې نور لوبغاړي چې ډېر کرکټ يې کړې وې، بايد په لوبډله کې شامل کړل شوی وی.

د پاکستان کرکټ ټيم مشر سليکټر محمد وسيم د اکتوبر په اتمه په ټولنيزو رسنيو کې په خپله يوه ويډيو کې وويل چې په لوبډله کې يې بدلونونه د اکتوبر په ۱۳مه ختم شوي، د شل اوزيزه ملي کرکټ کپ مېچونو پر بيناد کړي دي. د هغه په وينا چې چا په دغو سیاليو ښه لوبه وکړه نو هغه يې په ټيم کې شامل او چې چا خرابه لوبه وکړه ،هغه يې لرې کړل.

په شل اوريزه نړيوال کرکټ کپ کې د پاکستان لوبډله پخپل ګروپ کې له افغانستان، هند، نیوزیلېنډ او دوو نور هغو لوبډلو سره لوبې لري چې له لومړی پړاوه به دې ګروپ ته ورځي. په لومړي پړاو کې د اته لوبډلو ترمینځ سیالۍ دي چې د اکتوبر له ۱۷مې تر ۲۲ مې پورې به دوام لري. له دې چې کومې څلور لوبډلې بريالۍ شي نو هغه به له وړاندې موجودو اتو غوره لوبډلو سره شاملې شي نو دا پړاو به سوپر ۱۲ يا غوره ۱۲ نومېږي. دا پړاو چې په ۲۳ م اکتوبر به پېليږي، پکې به د ۱۲ ټيمونو ترمینځ مقابلې وي.

سوپر ۱۲ پړاو چې د نومبر پر اتمه ختم شي او له دې کومې څلور لوبډلې بريالۍ شي نو د هغو ترمینځ به د نومبر پر ۱۰ او ۱۱مه نېټو سيمي فاينل مېچونه وي او په دوی کې چې کومې دوه لوبډلې بريالۍ شي نو د هغوی ترمینځ به د نومبر پر ۱۴مه فاينل مېچ يا پایلوبه وي.

XS
SM
MD
LG