د لاسرسي ځای

تازه خبر

کرکټ جهاني جام: پاپوا نيو ګېني له سکاټلېنډه په ۱۷ منډو ماتې وخوړه


سکاټلېنډیان د  پاپوا نيو ګېني کرکټ لوبډلې پر ماته جشن کوي
سکاټلېنډیان د  پاپوا نيو ګېني کرکټ لوبډلې پر ماته جشن کوي

د کرکټ ۲۰ اوریز نړيوال کپ په پينځمه لوبه کې سکاټلېنډ پاپوا نيو ګېني ته په ۱۷ رنزونو ماتې ورکړه.

د اکتوبر په ۱۹ مه (نن) د عمان په مسقط کې شوې دې لوبه کې لومړی بېټينګ سکاټلېنډ وکړ او د ۹ لوبغاړو په سوځېدو یې ۱۶۵ رنزونه جوړ کړل. پاپوا نيو ګېني په ۱۹.۳ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو يوازې ۱۴۸ منډې جوړې کړې او مېچ يې وبايلو.

د اکتوبر پر ۱۹ مه(نن) دويم مېچ د عمان او او بنګلاديش ترمنځ دی.

بلخوا د شل اوريزه نړيوال کرکټ کپ په تمريني لوبو کې د اکتوبر په ۱۸ مه (پرون) پاکستان ويسټ انډيز ته په ۷ وکټو او جنوبي افرېقا افغانستان ته په ۴۱ رنزونو ماتې ورکړه.

په دې ټورنمنټ کې د ۱۶ هېوادونو ترمینځ ټول ۴۵ مېچونه کيږي. فاینل لوبه به د نومبر پر ۱۴مه په دوبۍ کې کېږي.

پاکستان به خپله لومړۍ لوبه د اکتوبر په ۲۴مه د هند په وړاندې کوي او افغانستان خپله لومړۍ سیالي د اکتوبر په ۲۵مه کوي.

په شل اوريزه نړيوال کرکټ کپ کې د پاکستان لوبډله په خپل ګروپ کې له افغانستان، هند، نیوزیلېنډ او دوو نور هغو لوبډلو سره لوبې لري چې له لومړی پړاوه به دې ګروپ ته ورځي. په لومړي پړاو کې د اته لوبډلو ترمینځ سیالۍ دي چې د اکتوبر له ۱۷مې تر ۲۲ مې پورې به دوام لري. له دې چې کومې څلور لوبډلې بريالۍ شي نو هغه به له وړاندې موجودو اتو غوره لوبډلو سره شاملې شي نو دا پړاو به سوپر ۱۲ يا غوره ۱۲ نومېږي. دا پړاو چې په ۲۳ م اکتوبر به پېليږي، پکې به د ۱۲ ټيمونو ترمینځ مقابلې وي.

سوپر ۱۲ پړاو چې د نومبر پر اتمه ختم شي او له دې کومې څلور لوبډلې بريالۍ شي نو د هغو ترمینځ به د نومبر پر ۱۰ او ۱۱مه نېټو سيمي فاينل مېچونه وي او په دوی کې چې کومې دوه لوبډلې بريالۍ شي نو د هغوی ترمینځ به د نومبر پر ۱۴مه فاينل مېچ يا پایلوبه وي.

XS
SM
MD
LG