د لاسرسي ځای

تازه خبر

نړیوال کرکټ جام: افغان کرکټ ټیم له ویسټ انډیزه تمریني لوبه وګټله


د ویسټ انډیز لوبغاړی کریسټوفر ګېل او د افغانستان بېټسمېن محمد شهزاد په ۲۰۱۸ز کال په زمبابوې کې تر یوې لوبې وروسته
د ویسټ انډیز لوبغاړی کریسټوفر ګېل او د افغانستان بېټسمېن محمد شهزاد په ۲۰۱۸ز کال په زمبابوې کې تر یوې لوبې وروسته

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې په دوبۍ کې د اکتوبر پر ۲۰مه د شل اورونو نړیوال جام ته د تیارۍ لوبه کې ویسټ انډیز د ۵۶ منډو په توپیر مات کړ.

دا راز نن د اکتوبر پر ۲۱مه به یوه سیالۍ کې د بنګله دیش او پاپوا نیو ګیني ترمینځ او دویمه د عمان او سکاټلېنډ ترمینځ کېږي.

دا سیالۍ چې د اکتوبر پر ۱۷ مه پیل شوي پکې د پاکستان او افغانستان په شمول ۱۶ لوبډلې برخه اخلي.

پاکستان به خپله لومړۍ لوبه د اکتوبر پر ۲۴مه د هند په وړاندې کوي او افغانستان خپله لومړۍ سیالي د اکتوبر پر ۲۵مه کوي.

دا لوبې په متحد عربي امارات او عمان کې ترسره کېږي او پایلوبه به د نومبر پر ۱۴مه وي.

د شل اورونو نړیوال جام لومړی پړاو لوبې د یکشنبې په ورځ پیل شوې چې د دې مرحلې له اتو لوبډلو به څلور دوهم پړاو ته لاره کوي او بیا به د افغانستان په ګډون سر له شنبې له اتو نورو ټیمونو سره په دوو ګروپونو کې سیالۍ سره کوي.

XS
SM
MD
LG