د لاسرسي ځای

تازه خبر

ټي ۲۰ جهاني جام: سکاټ لېنډ، بنګله دېش مات کړ


سکاټ لېنډي لوبغاړي د کرکټ جهاني جام سیالیو کې بنګله دېشۍ لوبډلې ته په ماتې ورکولو خوښي کوي: ۲۰۲۱، ۱۷ اکتوبر
سکاټ لېنډي لوبغاړي د کرکټ جهاني جام سیالیو کې بنګله دېشۍ لوبډلې ته په ماتې ورکولو خوښي کوي: ۲۰۲۱، ۱۷ اکتوبر

د کرکټ ۲۰ اوریز نړيوال جام په دويمه لوبه کې سکاټلېنډ و بنګله دېش ته ماتې ورکړه.

د اکتوبر په ۱۷مه (پرون) د عمان په مسقط کې شوې دې لوبه کې لومړی بېټينګ سکاټلېنډ وکړ او د ۹ لوبغاړو په سوځېدو یې۱۴۰ منډې جوړې کړې. بنګله دېش په ټاکلي ۲۰ اورونو کې د اوو لوبغاړو په سوځېدو ۱۳۴ منډې جوړې کړي او مېچ يې وبايلو.

د اکتوبر پر ۱۸مه(نن) دوې لوبې کېدونکې چې پکې ایرلېنډ له نيدرلېنډز سره او سریلنکا له نمېبیا سره لوبېږي.

بلخوا په تمريني لوبو کې به نن پاکستان له ويسټ انډيز او افغانستان به له جنوبي افريقا سره مخامخېږي.

په دې ټورنمنټ کې د ۱۶ هېوادونو ترمینځ ټول ۴۵ مېچونه کيږي. فاینل لوبه به د نومبر پر ۱۴مه په دوبۍ کې کېږي.

پاکستان به خپله لومړۍ لوبه د اکتوبر په ۲۴مه د هند په وړاندې کوي او افغانستان خپله لومړۍ سیالي د اکتوبر په ۲۵مه کوي.

XS
SM
MD
LG