د لاسرسي ځای

تازه خبر

کرکټ: نن له جنوبي افریقا سره د افغانستان تمریني لوبه ده


افغان کرکټ لوبډله
افغان کرکټ لوبډله

افغانستان د ۲۰۲۱ز کال د کرکټ په نړیوال شل اووریز جام کې نن له جنوبي افریقا سره تمریني لوبه کوي.

دا لوبه د ماسپښین په دوه نیمو د ابوظبي په شیخ زاید لوبغالي کې پيلېږي.

په دې اړه د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک مشال راډیو ته وویل، د افغانستان کرکټ ملي ټيم لوبغاړي دغو لوبو ته پوره چمتووالی لري او هیله یې وښودله چې په نړیوال جام کې به ښه وځلېږي.

د افغانستان کرکټ بورډ له دوستانه لوبې یوه ورځ مخکې په خپل فېسبوک د لوبغاړو د یوه وروستي تمرین عکسونه خپاره کړي چې د ملي ټيم وتلی بالر راشد خان هم له ټیم سره یوځای شوی.

د کرکټ نړیوال شل اووریز جام دا وار د متحده عربي اماراتو او عمان په کوربه‌توب د اکتوبر له ۱۷مې پیل شوی او تمه ده د نومبر په ۱۴مه ختم شي.

د افغانستان لومړنۍ رسمي لوبه د اکټوبر په ۲۵مه ده چې لا یې سیال نه‌ دی معلوم، خو په ۲۹م تاریخ به له پاکستان سره مخ شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG