د لاسرسي ځای

تازه خبر

فضلي: ژر به فیصله وشي چې افغان کرکټ لوبډله به د کوم بیرغ لاندې لوبېږي


د افغانستان کرکټ بورډ‌ مشر، حاجي عزیز الله فضلي
د افغانستان کرکټ بورډ‌ مشر، حاجي عزیز الله فضلي

د افغانستان کرکټ بورډ مشر وايي افغان ملي لوبډله به په متحده عرب اماراتو کې د شل اووریز جام د کولو لپاره د اکتوبر په ۷مه له کابله روانه شي. دا نړیوال جام د اکتوبر په ۱۷مه پيليږي او د افغان لوبډلې لومړۍ سيالي د اکتوبر په ۲۵مه ده.

حاجي عزیز الله فضلي د اکتوبر په درېيمه مشال رېډيو سره په يوه ځانګړې مرکه کې وويل چې لوبډله یې د قطر له لارې اماراتو ته ځي. نوموړي زیاته کړه چې په راتلونکو څو ورځو کې به دا مسله هواره شي چې افغان ملي لوبډله به د کرکټ په دې شل اووریز نړيوال جام کې د طالبانو او که د افغانستان د تور، سور او زرغون بېرغ لاندې لوبېږي. هغه د زیاتو معلوماتو ورکولو پرته وويل چې د ملي سرود مسله به هم حل شي.

د يادونې ده چې د اګست په پينځلسمه کابل سقوط شو او طالبانو دغلته تر ننوتلو وروسته خپل حکومت اعلان کړ. تر دې لږ مخکې، ليری کړل شوی ولسمشر، محمد اشرف غني متحده عرب اماراتو ته ولاړ. خو د نړۍ هېڅ هېواد پر افغانستان د طالبانو واکمني لا په رسميت نه ده پيژندلې. له دې امله یې په نړيوالو سياليو کې د کرکټ ملي لوبډلې د ګډون په اړه ګڼې اندېښنې او پوښتنې راپورته شوې دي.

دا اندېښنې هغه وخت لا زیاتې شوې چې د اسټريليا کرکټ بورډ اعلان وکړ چې د افغان لوبډلې سره به د نومبر په ۲۷مه پلان شوې ټيسټ لوبه وځنډوي ځکه چې طالبانو په افغانستان کې د ښځو په لوبو کولو محدودیتونه عملي کړي دي. د همدې محدوديتونو او د سر پناه اخیستو لپاره د افغان مېرمنو د فټبال ملي لوبډله هم له افغانستانه وتلې او دا مهال په پرتګال کې ده.

طالبانو ويلي چې ټولې لوبې به د شريعت په چوکاټ‌کې کېږي خو په دې اړه یې نوره تشريح نه ده کړي چې له شرعي چوکاټ یې مقصد څه دی. البته د افغانستان کرکټ بورډ مشر عزیزالله فضلي مشال رېډيو ته وويل چې طالبانو ورته د ښځينه لوبغاړو په اړه څه نه دې ويلي. هغه ادعا وکړه چې دا مهال ۱۸ ښځينه لوبغاړي په کابل کې موجودې دي او زیاته یې کړه چې دوی به د شرعي احکامو دننه د لوبو اجازه ولري.

فضلي زیاته کړه چې د مشهور افغان لوبغاړي راشد خان سره یې څه خفګان نشته او هغه ورته ډاډ ورکړی چې د لوبډلې د يو غړي په توګه یې د نړيوال جام ګټل هدف دی. یاده دې وي چې راشد خان د سیپتمبر په نهمه له هغې څو شېبې وروسته د احتجاج په ډول استعفا ورکړه چې افغان کرکټ بورډ د نړيوال شل اووریز کرکټ جام لپاره لوبډله اعلان کړه. راشد خان هغه وخت ويلي وو چې بورډ ورسره د لوبډلې په غوره کولو کې مشوره نه ده کړې. کرکټ بورډ د هغه پر ځای محمد نبي د لوبډلې مشر وټاکه او په هغه اعلان کړې لوبډله کې یې بدلون ونه کړ چې ځيني داسې مشران لوبغاړي پکې ځای شوي چې ډيره موده یې کرکټ نه دی کړی.

خو مشال رېډيو سره په خبرو کې، حاجي عزیزالله فضلي له خپلو پرېکړو دفاع وکړه او ويې ويل چې په لوبډله کې د ځوانو لوبغاړو تر څنګ د مشرانو لوبغاړو تجربو ته ضرورت دی.

د عزیز الله فضلي سره د بشيرګواښ کړې بشپړه مرکه دلته واورئ:

نړیوال کرکټ کپ: د افغان لوبډلې د ګډون په اړه د عزیزالله فضلي سره مرکه
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:04:58 0:00

XS
SM
MD
LG