د لاسرسي ځای

تازه خبر

عمان او متحده عرب امارات د ټي ۲۰ جهاني جام کوربه


دا نړيوال جام چې په ۲۰۲۰ز کال کې په هند کې کیدونکې وو د کورونا وبا له وجې وځنډول شو.
دا نړيوال جام چې په ۲۰۲۰ز کال کې په هند کې کیدونکې وو د کورونا وبا له وجې وځنډول شو.

ټاکل شوې ده چې د اووم نړيوال شل اوریزه کرکټ جام سيالۍ د اکتوبر پر ۱۷مه په عمان او متحده عرب اماراتو کې پیل شي.

په دې کې د پاکستان، افغانستان او هند په ګډون ۱۶ لوبډلې برخه اخلي. خو له نړيوال جام مخکې به هره لوبډله دوه تمریني یا وارمپ لوبې کوي.

د نړيوال جام تمريني لوبې

دا تمريني لوبې چې د اکتوبر پر ۱۲مه پیل شوې د اکتوبر تر ۲۰مې پورې به روانې وي. په دې لوبو کې د اکتوبر پر ۱۲مه سریلنکا، بنګله دېش ته او سکاټلېنډ بیا هالېنډ ته ماتې ورکړه. دا راز ایرلېنډ په تمریني (وارم اپ) لوبه کې د پاپو نیوګیني لوبډلې ته ماتې ورکړه. پاکستانۍ لوبډله به خپله لومړنۍ تمریني لوبه د اکتوبر پر ۱۸مه له ويسټ انډيز او دويمه به د اکتوبر پر ۲۰مه له جنوبي افرېقا سره کوي. دغه راز افغان لوبډله به لومړنۍ تمریني لوبه د اکتوبر پر ۱۸مه له سویېلي افرېقا سره او دویمه لوبه به له ویسټ انډیز سره د اکتوبر پر ۲۰مه نېټه ترسره کړي.

د پاکستانۍ لوبډلې تياری

د پاکستان لوبډله پخپل ګروپ کې له افغانستان، هند، نیوزیلېنډ او دوو نور هغو لوبډلو سره لوبې لري چې له لومړی پړاو به دې ګروپ ته ورځي.

د نړيوال شل اوريزه کرکټ جام لپاره پاکستان يو وار ټيم اعلان کړ خو بيا يې پکې ځينې بدلونونه وکړل لکه محمد حسنین، اعظم خان او صهېب مقصود يې لیرې کړل او د هغوی پرځای يې فخر زمان، سرفراز احمد او شعیب ملک د ۱۵ لوبغاړو په ټيم کې شامل کړل.د ملي لوبډلې روزونکو وقار يونس او مصباالحق هم په سېپټېمبر مياشت کې له خپلو دندو استعفا ورړه.

د پاکستان کرکټ ملي لوبډله
د پاکستان کرکټ ملي لوبډله

دا په داسې حال کې ده چې د شل اورېزه نړيوال کپ په سياليو کې د پاکستان کرکټ لوبډلې لومړی مېچ له خپل روايتي حريف هند سره د اکتوبر پر ۲۴مه دی. تر دې دمه پاکستان د شل اوریزه نړيوال جامونو په مېچونو کې له هنده يوه لوبه هم نه ده وړې. خو د اکتوبر پر ۱۳مه چې کله په انلاين غونډه کې د پاکستان کرکټ لوبډلې له کپتان بابر اعظم پوښتنه وشوه چې د هند خلاف به په پاکستانۍ لوبډلې څومره فشار وي نو په ځواب کې يې نوموړي وويل چې دوی پر ځان پوره باور لري: "ګوره چې لوی ايونټ ته ځي نو ستا باور او اعتماد ډېره مانا لري نو د يو ټيم او ډلې په حیث زموږ مورال او اعتماد ډېر لوړ دی او اميد کوم چې موږ به ډېر ښه کرکټ وکړو."

افغان لوبډله:

که يو خوا د نيوزيلېنډ او انګلېنډ ټيمونو د ممکنه امنيتي انديښنو له کبله په سېپټېمبر مياشت کې د پاکستان پر ځمکه له کرکټ کولو انکار وکړ نو بلخوا د اګست پر ۱۵مه د طالبانو لخوا د کابل تر نيولو وروسته د افغان کرکټ لوبډلې په سريلنکا کې له پاکستان سره د کرکټ سيالۍ هم ونه شوې.

دغه راز راشد خان هم د لوبډلې له کپتانۍ استعفا ورکړه او محمد نبي د شل اوريزه کرکټ ټيم کپتان وټاکل شو. دا راز عزيزالله فضلي د افغان کرکټ بورډ نوی سرپرست مشر وټاکل شو.

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله

البته افغان کرکټ لوبډله چې د اکتوبر پر ۱۲مه په قطر کې وه او د دې هېواد په کرکټ میدان کې يې د شل اوريزه نړيوال کپ لپاره پريکټس کاوو، نو د لوبډلې اوپنر بېټسمېن عثمان غني په يوه ويډيو کې ویلي چې بشپړ تياری يې نيولی دی:" تاسو دعا کوئ موږ بشپړ تياری نيولی دی.که ژوند وو نو ډېره ښه لوبه به وکړو."

افغان لوبډله پخپل ګروپ کې له پاکستان، هند، نیوزیلېنډ او دوو نور هغه لوبډلو سره لوبې لري چې له لومړي پړاو به دې ګروپ ته راځي. افغان لوبډله به د اکتوبر پر ۲۵مه په نړیوال جام کې خپله لومړنۍ لوبه له ګروپ 'بي' راغلې لوبډلې سره کوي.

د ۲۰۲۱ز کال نړيوال شل اوريزه کپ سیالۍ

د شل اوریزه نړيوال کرکټ کپ په راونډ ون کې به د اته لوبډلو ترمینځ سیالۍ وي چې لومړی مېچ به يې د اکتوبر پر ۱۷مه د عمان او پاپوا نيوګېني ترمینځ وي.

دا پړاو چې د اکتوبر پر ۲۲مه ختمېدونکی دی او له دې چې کومې څلور لوبډلې بريالۍ شي نو هغه به له وړاندې موجودو اتو غوره لوبډلو سره شاملې شي نو دا پړاو به سوپر ۱۲ يا غوره ۱۲ نومېږي. په سوپر ۱۲ کې به د ۱۲ ټيمونو ترمینځ مقابلې وي چې لومړنۍ به يې د اکتوبر پر ۲۳مه د اسټراليا او جنوبي افرېقا ترمینځ وي. دا پړاو چې د نومبر پر اتمه ختم شي او له دې کومې څلور لوبډلې بريالۍ شي نو د هغو ترمینځ به د نومبر پر ۱۰ او ۱۱مه نېټو سيمي فاينل مېچونه وي او په دوی کې چې کومې دوه لوبډلې بريالۍ شي نو د هغوی ترمینځ به د نومبر پر ۱۴مه فاينل پایلوبه وي.

دا مېچونه د پاکستان په پي ټي وي سپورټس، ټن سپورټس پاکستان، جيو سپورټس او په افغانستان کې يې په ار ټي اې سپورټ کتلای شئ.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG