د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کرکټ نړيوال کپ پيل: عمان پاپوانيوګېني ته ماتې ورکړه


د عمان او پاپوانيګېني لوبه
د عمان او پاپوانيګېني لوبه

د کرکټ ۲۰ اوریز نړیوال کپ د اکتوبر په ۱۷مه د عمان په مسقط کې پيل شو.

په دې سیالۍ کوربه عمان پاپوا نيوګېني ته شکست ورکړ. لومړی بېټينګ پاپوا نيوګېني وکړ او په شلو اورونو کې یې د نهو لوبغاړو په اوټ کېدو ۱۲۹ رنزونه وکړل. عمان دا هدف بغیر له کومې ويکټې غورځېدو پوره کړ او په دې توګه یې مېچ په لسو ويکټو وګاټه.

د عمان لوبډلمشر، ذېشان مقصود د پاپوانيوګېني ۴ لوبغاړي اوټ کړل او د سیالۍ غوره لوبغاړی ونومول شو.

ټاکل شوې وه چې دا نړیواله اتلولي تېر کال په هند کې شوې وای خو د کورونا وایرس جهاني وبا له کبله وځنډول شوه. اوس دا لوبې په دوه پړاوه کې په عمان او متحده عرب اماراتو کې کېږي.

په دې ټورنمنټ کې به د ۱۶ هېوادونو ترمنځ ټولې ۴۵ لوبې وشي. پایلوبه یا فاینل به یې د نومبر پر ۱۴مه په دوبۍ کې کېږي. پاکستان خپله لومړۍ لوبه د اکتوبر په ۲۴مه د هند په وړاندې کوي. افغانستان خپله لومړۍسیالي د اکتوبر په پينځه ویشتمه کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG