د لاسرسي ځای

تازه خبر

پېښور جلسه: پي ټي ايم وايي غړي يې نيول شوي، موبايل او انټرنیټ سرویس ځنډیدلی


دا تصویر پخوانی او د پي ټي ايم د باړې د جلسې دی. د غېب کړل شوو کسانو عدالت ته وړاندې کېدل د پي ټي ايم له غوښتنو يوه ده.
دا تصویر پخوانی او د پي ټي ايم د باړې د جلسې دی. د غېب کړل شوو کسانو عدالت ته وړاندې کېدل د پي ټي ايم له غوښتنو يوه ده.

په پېښور کې د فرورۍ په ۷مه، د پښتون ژغورنې غورځنګ جلسه په داسې حال کې روانه ده چې د دې غورځنګ د مشرانو په وېنا د دوی ګڼ کسان پوليسو نيولي دي.

د جلسې د ځای سره خوا او شا د موبايل فون سيګنلې او انټرنيټ پرې شوی دی.

د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي ايم) يو مشر او د پارليمان غړي، محسن داوړ نن د فرورۍ په ۷مه، پر ټويټر ليکلي چې په بنو کې پولیسو هغه کسان نيولي چې غوښتل يې دې جلسې ته ورشي.

مشال راډيو د پېښور پوليسو سره په دې اړه رابطه وکړه نو هلته ورته په کنټرول روم کې اپرېټينګ افیسر، صادق شاه د فرورۍ په ۷مه وويل چې دوی سره د پي ټي ايم د نیول شوو کسانو هيڅ راپور او نومونه نشته. هغه وويل په هره ضلعه کې چې پوليس څوک ونيسي، دوی ته یې اطلاع ورکوي خو تر اوسه ورته ځايي پوليسو هيڅ داسې راپور نه دی ورکړی.

د پي ټي ايم مشرانو پر سوشل ميډيا داسې تصويرونه او ويډيوګانې خپرې کړې چې پکې د دوی نیول شوي کسان ښکاري. په نیولو شوو کسانو کې د پي ټي ايم د مشرانو د کمېټۍ غړي ملا بهرام او زبیر شاه هم شامل دي.

پښتون ژغورنې غورځنګ د پېښور جلسه د ارمان لوڼي د دوهم تلين په مناسبت جوړه کړې. لوڼی دوه کاله مخکې په بلوچستان کې د يوې مظاهرې په مهال مړ شوی وو. هغه وخت پوليسو ويلي وو چې په ده د زړه حمله راغلې خو پښتون ژغورنې غورځنګ ادعا کړې وه چې هغه پوليسو وهلی ځکه مړی شوی دی.

پښتون ژغورنې غورځنګ د پاکستان ايين لاندې بشري حقونه، د غېب کړل شوو کسانو عدالتونو ته حاضرول، د وسله والو پر ضد يو شان عمليات، په خپلو وسايلو اختيار او په قبايلي ضلعو کې د پوځ واکونه کمېدل غواړي. خو پوځ وايي د ترهګرۍ په وړاندې جګړه کې يې د قربانيوو په برکت په ملک کې امن راغلی دی.

د جلسې منتظمې ثنا اعجاز د فرورۍ پر شپږمه مشال راډيو ته ويلي چې د پېښور ډپټي کميشنر ته یې د پېښور د سپیریر ساینس کالج په لوبغالي کې د جلسې درخواست کړی و خو هغوی اجازه ورنه کړه. تر دې وروسته د جلسې ځای رينګ روډ ته بدل کړل شو.

د خېبر پښتونخوا د لوبو او د ځوانانو اداره وايي، د لوبو میدانونه د سیاسي وجوهاتو لپاره کارول مناسب کار نه دی. د خیبر پښتونخوا د لوبو، کلتور او د ځوانانو د چارو د محکمې ډایریکټر اسفندیار خټک د فرورۍ پر شپږمه مشال راډیو ته وویل: "موږ ډپټي کميشنر ته یو لیک استولی چې پکې مو غوښتنه کړې چې د لوبو میدانونه دې د سیاسي هدفونو لپاره نه کارول کېږي، ځکه چې له دې سره د لوبغاړو ټاکلې لوبې اغېزمنې کېږي او میدان هم ورسره خرابېږي."

نوموړی وايي، جلسه کې د حکومت وي او که د مخالفو ګوندونو یا ډلو، پکار نه ده چې د لوبو په میدان کې دې ترسره شي.

XS
SM
MD
LG