د لاسرسي ځای

تازه خبر

يوې نړيوالې څېړنيزې ادارې پاکستان د جمهوري هېوادونو له قطاره ايستلی


د پاکستان وزیر اعظم عمران خان او د پوځ مشر قمر جاوېد باجوه
د پاکستان وزیر اعظم عمران خان او د پوځ مشر قمر جاوېد باجوه

د نړۍ په بېلا بېلو هېوادونو کې د جمهوريت د ارزونې نړیوالې تحقيقاتي ادارې ((ايکانوميسټ اينټېليجنس يونټ)) د ۲۰۲۰ز کال په خپل راپور کې ويلي چې پاکستان يو له هغو هېوادونو دی چيرې چې جمهوري ارزښتونه په بشپړه توګه نه عملي کېږي.

دې ادارې د نړۍ ۱۶۵ هېوادونه او دوې خپلواکې سيمې پر څلورو برخو وېشلي دي.

په راپور کې ۲۳ هېوادونه بشپړ جمهوري، ۵۲ نيمګړي جمهوري، ۳۵ هايبريډ رژيمونه او ۵۷ امرانه رژيمونه بلل شوي دي. پاکستان په دې راپور کې هايبريډ رژیم بلل شوی او د جمهوريت له پلوه په ۱۰۵مه درجه کې نيول شوی دی.

په راپور کې د جمهوريت ارزونې پر مهال پينځه لويې برخې لکه انتخاباتي بهير، ولسي ازادي،‌ حکومتي فعاليت،‌ سياسي ګډون او سياسي کلتور په پام کې نيول شوي دي. بيا وروسته په دې پينځو برخو کې دننه ۶۰ نور عوامل هم ارزول شوي او پر بنسټ يې دا څېړنه تر سره شوې ده.

په پاکستان کې د قانون جوړونې پرمختګ او روڼتيا ادارې (پيلډاټ) مشر احمد بلال محبوب د فبرورۍ پر پينځمه مشال راډيو ته وويل چې هايبريډ يا مرکب رژیم د جمهوريت او امريت ترمنځ نظام ته ويل کېږي چې نه خو هلته بشپړ جمهوريت وي او نه هم بشپړ امريت. نوموړی زياتوی له ۲۰۰۶ز کال راهيسې چې ايکانوميسټ اېنټېليجنس يونټ د جمهوريت ارزونه پیل کړې، له همهغه راهيسې پاکستان د هايبريډ رژيم په ډله کې راروان دی.

"موږ ته تر ټولو کم نمبرونه د سياسي کلتور په برخه کې راکړل شوي دي. موږ که په حکومت کې يو يا اپوزيشن کې، يا که سياسي ګوندونو يا بله اداره کې يو، نو زموږ رويه جمهوري نه وي. بلخوا په سياسي ګډون کې موږ شاته پاتې يو. په انتخاباتو کې زموږ ګډون له نړۍ او سيمې په پرتله ډېر کم يعني ۴۰ يا ۴۵ فيصده وي."

نوموړی زياتوي دا او نور هغه وخت پرمختګ کولای شي چې جمهوري پروسه په پرلپسې توګه دوام وکړي ځکه د ده په وينا هلته جمهوري نظامونه په وار وار له منځه وړل شوي.

د نوموړي په باور يوازې د جمهوريت دوام او د پوځ عدم مداخلت د پاکستان په اوسني حالت کې بهتري راوستلی شي.

د پاکستان په څه باندې ۷۳ کلن تاريخ کې شاوخوا نيمه موده پوځ د مارشل لا يا امريت له لارې واک کړی دی. د شنونکو په باور نوره موده هم پوځ په سياسي چارو کې مداخلت کړی دی خو پوځ په وار وار د خپل مداخلت تورونه رد کړي دي.

په پاکستان کې د اپوزيشن ګوند عوامي نېشنل پارټۍ يو مشر سياستوال سردار حسېن بابک وايي چې په پاکستان کې له لومړۍ ورځې راهيسې د جمهوريت پرضد کارروايي روانه ده.

"د سياسي ګوندونو د کمزوره کولو، پر هغوی د حملې کولو او يا د هغوی د ماتولو سرکاري هڅې له يوې زمانې راهيسې کېږي. دلته د سياسي مشرانو بدنامي يا د ولس په نظر کې د هغوی راغورځول په سرکاري خزانه کېږي. دلته له مودو راهيسې د پارلمان بې توقيري روانه ده او ماورای ايين کارونه کېږي. د حکومتونو جوړولو يا نه جوړلو واک په ايين کې له ولس سره دی خو په پاکستان کې ولس دا واک نه لري."

د پاکستان اپوزيشن ګوندونه د هېواد پر واکمن پاکستان تحريک انصاف ګوند تور پورې کوي چې د ۲۰۱۸ز کال په پارلېماني ټاکنو کې يې پوځ او استخباراتي ادارې تر شا ولاړې وې او په ټاکنو کې پراخه درغلي وشوه خو پوځ او حکومت په بیا بیا دا ادعاوې رد کړې دي او انتخاباتي کمېشن هم ټاکنې پاکې او رڼې بللې وې.

بلخوا د دې هېواد له واکمن ګوند پاکستان تحريک انصاف سره اړه لرونکی د قامي اسمبلۍ غړی اقبال خان اپريدي وايي چې په پاکستان کې دا وخت بېسارې سياسی او ولسی ازادي شته.

"د پاکستان په موجوده جمهوريت کې چې سياسي کارکن، ګوندونو، انجمن سازيو يا جلسو جلوسونو ته کوم اجازت ورکړل شوی، هغه په تيرو ۷۳ کلونو کې چاته نه دی ورکړل شوی. تاسو د پاکستان جمهوري تحريک جلسې وېنئ چې په کورونا حالت کې يې هم کولې. همدا راز د پښتون ژغورنې غورځنګ جلسې کېږي. په قبايلي سيمو کې احتجاجونه کېږي چې پخوا یې اجازه نه درلوده."

نوموړی زياتوي چې په پاکستان کې د ټولو سيمو خلکو ته د خپلو حقونو او سياسي دريځ مخ ته وړلو اجازه شته.

اقبال اپريدي په داسې حال کې دا دريځ وړاندې کړی چې د پښتون ژغورنې غورځنګ يوشمېر غړي د رياست پرضد د بيانونو ورکولو په تور زنداني دي. خو غورځنګ بيا دا تورونه ردوي او وايي چې د خپلو بنيادي حقونو لپاره سوله ييزه مبارزه کوي.

د ايکانوميسټ اېنټېليجنس يونټ د راپور له مخې ناروې، ايسلېنډ، سويډن، سويټزرلېنډ او کاناډا د جمهوريت له پلوه په ترتيب سره په لومړۍ، دويمه، درېيمه، څلورمه او پينځمه درجه کې نيول شوي دي. خو شمالي کوريا او کانګو بيا په ۱۶۷مه او ۱۶۶مه درجه کې نيول شوي او د تر ټولو زيات امرانه رژيمونو په قطار کې درول شوي دي.

پر دې سربېره هند په ۵۳مه درجه کې د نيمګړو جمهوريتونو په قطار کې او افغانستان بيا په ۱۳۹مه درجه کې د امرانه رژيمونو په قطار کې راوستل شوی دی.

XS
SM
MD
LG