د لاسرسي ځای

تازه خبر

عدالت د علي وزیر ضمانت و نه مانه


علي وزیر په کوټه کې د پي ټي اېم جلسې ته وینا کوي
علي وزیر په کوټه کې د پي ټي اېم جلسې ته وینا کوي

د کراچۍ د ترهګرۍ مقدمو عدالت د قامي اسمبلۍ غړي او پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ علي وزير د ضمانت خواست رد کړو او له هغه سره د بندي نورو پينځو کسانو ضمانت يې ومانه.

د قامي اسمبلۍ غړي او پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) د مخکښ علي وزير او د هغه د نورو ملګرو وکيل قادر خان اېډوکېټ د ډیوه راډیو له خبریال فضل عزیز سره په خبرو کې وويل، د کراچۍ په مرکزي زندان کې دننه د ترهګرۍ 12م نمبر عدالت نن د شورو/ چارشنبې په ورځ د ضمانت په خواست فېصله محفوظ کړې او ناوخته يې واوروله.

"د علي وزير او د هغه د نورو ملګرو د ضمانت درخواست وو چې پر هغه دلايل محفوظ کړل شول او جج ارډر وکړو چې د علي وزير درخواست یې مسترد کړو او د نورو پينځو ملګرو ضمانت منظور شو."

قادر خان اېډوکېټ وویل د عدالت څخه ورته تفصيلي فیصله نه ده ترلاسه شوې، له هغې څخه به مالومه شي چې د ضمانت خواست بې ولې رد کړل شو.

هغه زياته کړه اوس به د علي وزير د ضمانت لپاره سيند هاي کورټ ته خواست کوي.

عدالت نن د علي وزير پرته د پي ټي اېم د کراچۍ د مشرانو او غړو نورالله ترين، محمد شېر مسيد، شېر ايوب، حسن الله او بصير الله ضمانت منظور کړی دی.

په کراچۍ کې پولیسو د پي ټي اېم د غړو په ګډون نور 33 کسان په 31م جنورۍ هغه وخت نيولي ول چې د پي ټي اېم د غړو په وینا دوی د ارمان لوڼي او نقيب مسيد د تلين په مناسبت غونډه تابيا کړې وه. پوليس تور لګوي چې احتجاج له راغلو کسانو غټ سړک بند کړی او په پولیسو يې ګوزارونه کړي وو، خو د پي ټي اېم غړو دغه تورونه رد کړي وو او پر هغه ورځ پر فېسبوک د پي ټي اېم د غونډې بهیر ژوندی خپرولو پر مهال د ډزو غږونه اورېدل کېږي او د پي ټي اېم دوه کسان هم ښودل کېږي چې په خېټه او پښه کې په مرمۍ ویشتل شوي ول.

قادر خان وايي په دغو کسانو کې پينځه تنه د علي وزير او له نورو سره د اووم دسمبر په مقدمه کې عدالت ته وړاندې کړل شوي او په نورو د اړي ګړي جوړولو او په پوليسو د حملې د مادو لاندې مقدمه درج کړی شوې او جېل ته لېږل شوي دي.

پي ټي اېم په شپږم دسمبر په کراچۍ کې جلسه کړې او په اووم دسمبر د کراچۍ په سهراب ګوټ تاڼه کې د دوی پرضد مقدمه درج شوې چې پکې ويل شوي جلسې ته په وینا کې د پي ټي اېم مشر منظور پښتين، علي وزير، محسن داوړ او نورو ویناګانې کړې او د رياستي ادارو، پوځ، پوليس او رېنجرز پرضد ناوړه ژبه کارولې وه.

په ياده مقدمه کې علي وزیر په 16م دسمبر پولیسو ونیاو، په دغه ورځ نوموړی د پېښور ارمي پبلیک سکول د خونړۍ پېښې لمانځلو ته ورغلی وو چې له نیولو پس کراچۍ ته ولېږدول شو.

د علي وزیر د ګرفتارۍ پرضد چې پي ټي اېم په 18م دسمبر احتجاجي مظاهرې اعلان کړې وې د دغو مظاهرو په مهال په کراچۍ کې د پي ټي اېم مشر نور الله ترين او وروسته بيا نور درې کسان نيول شوي ول.

محمد شېر مسيد بيا په 20م دسمبر نيول شوی وو.

XS
SM
MD
LG