د لاسرسي ځای

تازه خبر

په شمالي‌وزیرستان کې د يو ځوان تر وژنې وروسته خلکو احتجاج کړی


د تپې خلک مظاهره کوي
د تپې خلک مظاهره کوي

د شمالي وزیرستان د ميرامشاه په تپې سیمه کې خلکو تر هغې وروسته احتجاج پېل کړی چې د دوی په وېنا پوځيانو يو ځايي وګړو په ډزو وواژه.

ځايي خلک تور پوری کوي چی امنيتي ځواکونو د جنورۍ ۲۷مه د ضیا الرحمن په نوم یو ځايي ځوان ډزې وکړي او ځای پر ځای یې وواژه.

ځايي خلکو مشال راډيو ته ويلي چې ضياالرحمن په خپل پټي کې کار کاوه او تر اوسه معلومه نه ده چې پوځيانو پر هغه ډزې ولې کړې دي. د دوی په خبره پوځ پخپله د وژل شوي کس مړی قومي‌مشرانو ته سپارلی.

د شمالي وزیرستان د پولیسو مشر شفيع الله ګنډا پور د جنورۍ په ۲۸مه مشال راډیو ته وويل چې د پېښې لومړنی تحقیقاتي راپور د نامالومو کسانو خلاف درج کړل شوی دی او دوی یې په اړه نورې پلټنې کوي.

خو د پاکستان په پارليمان کې د شمالي وزیرستان استازي، محسن داوړ پر پوليسو نيوکې کړې چې ولې د پوځيانو په خلاف پرچه (ايف ايي‌ار) نه درجوي. نوموړي پر ټويټر ليکلي‌چې ضيا الرحمن له ۲۶ تر ۲۸ کلونو عمر درلود او د قبايلو سيمو بل ځوان دی چې د پوځ په دزو وژل کېږي.

د پاکستان پوځ په دې اړه تر اوسه څه نه دې ويلي. داسې پېښې پخوا هم شوې دي چې امنيتي ځواکونو بيا په جرګو او د کورنيوو ته د پېسو په ورکول حل کړې دي.

د شمالی وزیرستان په ډېری سیمو کې د جنورۍ پر ۲۰مه نېټه د پښتون ژغورنې غورځنګ پلویانو او عام ولس د ناامنیو، هدفي وژنو او د ولسي وګړو د ځورونو پرضد پیه هړتال او لاریون کړی وو. د دوی غوښتنه وه چې په سیمه کې دې هدفي بریدونه او د ناامنۍ پېښې ودرول شي.

XS
SM
MD
LG