د لاسرسي ځای

تازه خبر

"د جنوبي وزیرستان مځکه لا هم له ماینونو ډکه ده"


پښتو ژغورنې وخت پر وخت په جنوبي ، شمالي وزیرستان او نورو قبایلي ضلعو کې د نورې بدامنۍ ترڅنګ هلته د ښخو ماینونو نه پاکولو پرضد اجتجاجونه کوي.
پښتو ژغورنې وخت پر وخت په جنوبي ، شمالي وزیرستان او نورو قبایلي ضلعو کې د نورې بدامنۍ ترڅنګ هلته د ښخو ماینونو نه پاکولو پرضد اجتجاجونه کوي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ د جنورۍ پر لومړۍ نېټه په جنوبي وزیرستان کې د ماینونو خلاف احتجاجي مظاهره کړې ده.

د خیبر پښتونخوا د ډېره اسماعیل خان په حق نواز پارک کې د احتجاج پر وخت له حکومته غوښتنه شوې چې په جنوبي وزیرستان کې په مځکه کې ښخ ماینونه دې پاک کړي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي اسحاق مسید مشال راډيو ته وویل چې د سیمې مځکه له بارودي موادو ډکه ده.

ده وویل چې تر اوسه لږ تر لږه ۲۵۰ ماشومان په مځکه کې د ښخو ماینونو چاودېدو معذوره کړي دي.

د احتجاج ګډونوالو وویل چې د یوازې په جنوبي وزیرستان کې تر اوسه د ماین چاودلو ۱۶۱ واقعات شوي دي.

دوی وویل له هم دې کبله له حکومتي او پوځي چارواکو غوښتنه کوي چې سیمه دې له ماینونو صفا کړي.

د جنوبی وزیرستان ایډیشنل ډپټي کمشنر فهیدالله مشال راډيو ته وویل چې په سیمه کې پوځي ټيمونو وار له مخه د ماینونو پر پاکولو کار شوروع کړی دی.

د مځکلاندې بمونو یا ماینونو پاکول د پښتون ژغورنې غورځنګ په بنیادي غوښتنو کې شامل وو.

پښتو ژغورنې وخت پر وخت په جنوبي ، شمالي وزیرستان او نورو قبایلي ضلعو کې د نورې بدامنۍ ترڅنګ هلته د ښخو ماینونو نه پاکولو پرضد اجتجاجونه کوي.

د پاکستان حکومت او پوځ تر دې وړاندې هم ویلي چې د ماینونو پاکولو لپاره یې ډلې جوړې کړې دي او هغوي پر دې کار کوي.

خو د حکومت او پوځ پر ادعاوو سربېره په بیا بیا په وزیرستان کې د ماین چاودنې کېږي چې له کبله یې زیاتره وخت کم عمره ماشومان د تل لپاره معذوره شي.

XS
SM
MD
LG