د لاسرسي ځای

تازه خبر

میرلي کې اېپي ولس د غوښتنو تر منلو پس پرلت ختم کړ


د اېپي ولس پرلت تر غوښتنو پس ختم. د ۲۰۲۱ز کال پر ۱۳مه جنورۍ د پرلت تصویر
د اېپي ولس پرلت تر غوښتنو پس ختم. د ۲۰۲۱ز کال پر ۱۳مه جنورۍ د پرلت تصویر

د شمالي وزیرستان په میرلي کې د جنورۍ پر ۱۷مه(پرون) د ایپي سیمي احتجاجیانو او حکومت ترمینځ د کامیابه مذاکراتو وروسته له تېرو اوو ورځو راهیسي روان پرلت پای ته ورسېد.

احتجاجیانو دا پرلت له هغه وروسته پیل کړی وو چې د دوی په وینا پروسږکال (۲۰۲۰) په دسمبر کې پاکستانیو ځواکونو یې د شک په بنیاد څلور بې ګنا کسان نیولي وو.

د شمالي وزیرستان ځوانانو تنظیم مشر نور اسلام داوړ په اتوار (پرون( ناوخته مشال رېډیو ته وویل چې تر مذاکراتو وروسته یې دوه تنه په اتوار (پرون) ورپرېښول او چارواکو ورته د نورو هم د ژر خوشې کولو ویلي دي.

د روانې جنورۍ میاشتې پر ۱۳مه نېټه د شمالي وزیرستان یو سیاسي او سماجي کارکن جمال دوړ پرلتوالو ته په خپله وینا کې ویل چې په هدفي بریدونو کې یې ځوانان او مشران وژل کېږي، چی انصاف غوښتنې له ورټول شي، نو مقدمې پرې جوړې شي. پرځای د دې چې انصاف ورکړل شي، پر دوی مقدمې جوړې شي او جیلونو ته یې ولیږي.

نوموړي وویل:’زموږ اواز بندول کېږي، پر خپله خاوره وژل کېږو او غږ پورته کولو ته مو هم نه پرېږدي. د دومره دوړ وزیر وژل کېږي، نو ستا (پوځ) ذمه واري څه ده؟‘

څو ورخې وړاندې د دغه پرلت په اړه چې مشال راډيو له یو لوړپوړي امنیتي چارواکي سره خبرې کړې، هغه د نوم نه ښودلو په شرط مشال راډیو ته وویل، دوی نه غواړي چې عام ولس وځورول شي، که څوک ګناه ګار نه وي نو خوشې به شي، دوی عام کس تر دوو ورځو زیات نه ساتي، پر نیولو کسانو تور دی چې د امن له خرابه وونکو سره اړیکې لري.

XS
SM
MD
LG