د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کې وسله والې ډلې په ریښتیا هم شتون نه لري؟


مټه سوات کې وسله وال: ۲۰۰۷ز کال
مټه سوات کې وسله وال: ۲۰۰۷ز کال

د پاکستان پوځ د عامه اړيکو څانګې (ايي اېس پي ار) وياند ميجر جنرل بابر افتخار د جنورۍ ۱۱مې په خبري کنفرانس کې د هېواد د امنيت ساتنې په برخه کې د پوځ د تېرو ۱۰ کالو کوښښونو يو جاج وړاندې کړ.

نوموړي وويل، د پوځ او هم د ولس د قربانيو په نتيجه کې د هېواد امنيتي حالت تر پخوا ښه شوی او دا وخت د پاکستان پر خاوره هېڅ يوه ترهګره ډله منظم وجود نه لري.

خو يو خبريال د پوځ وياند ته په وروستيو کې پر ټولنيزه ميډيا د خپرې شوې هغې يوې ويډېو حواله ورکړه چې پکې ليدل کېږي د خيبرپښتونخوا په يوه قبايلي ضلع کې له تحريک طالبان پاکستان څخه جلا شوي يو شمېر وسله وال بیرته له دې ډلې سره شاملېږي.

د خبريال د دې پوښتنې په ځواب کې چې پوځ د وسله والو دې فعاليتونو ته څنګه ګوري؟ جنرال افتخار وويل دا سمه ده چې اوس هم په سيمه کې د ناامنۍ پېښې کېږي خو تر پخوا يې زور ډېر کم شوی دی.

''پر ځمکه د ترهګرو ډلو کوم منظم وجود اوس نشته. له افغانستان سره پر پوله د اغزن تار لګولو چارې هم تقريباً په بشپړېدو دي، خو وسله وال اوس هم له هغه خوا دېخوا رااوړي. خو که دلته را هم شي نو په تېښته وي. او په قبايلي ضلعو کې د ناامنۍ پېښو خبره که وکړو نو هغه تر ډېره د قانون په سمه توګه د نه عملي کېدو له وجې کېږي. هغو ته ترهګر واقعات نه شو ويلای. قبايلي ضلعو ته اوس د پوليسو نظام غځېدلی، د هغوی د تربيې چارې روانې دي او پوليس د دې جوګه شوي چې مجرم پيدا کړي، بلکې ډېری يې نيولي او بندي کړي دي. تر کومه چې د وسله والو د وېډيوګانو خبره ده نو دا سوشل ميډيا ته د دې لپاره ورکول کېږي چې هغوی خپل شتون وښيي. خو زه تاسو ته ډاډ درکوم چې په پاکستان کې هېڅ يوه ترهګره ډله منظم وجود نه لري.''

خو په قامي اسمبلۍ کې د شمالي وزيرستان د خلکو استازي او د پښتون ژغورنی غورځنګ يو مخکښ محسن داوړ د جنوري پر ۱۲مه له مشال راډيو سره په خبرو کې د امن پر ځای کولو د پوځ دعوه بې بنياده وبلله او زياته يې کړه چې په هدفي بريدونو کې د دوید قومي مشرانو او فعالانو د وژنې لړۍ هم هغسې روانه ده او دا چې په سيمه کې د وسله والو ډلو او د هغوی د مشرتابه د شتون خبره هم له چا پټه نه ده.

''هره ورځ په هدفي او بمي حملو کې ځايي خلک وژل کېږي. څو ورځې مخکې مو په يوه وېډيو کې وليدل چې له تحريک طالبان پاکستان جلا شوي وسله وال بېرته دې ډلې ته ورغلل. دې ډلې په خپلې يوې وروستۍ خبرپاڼه کې د کړيو حملو بشپړ تفصيل هم ورکړی دی. اوس دوې خبرې دي. يا خو پوځد وسله والو د بريدونو د مخنيوي صلاحيت نه لري او يا بيا دا چې پوځ د هغوی ملګری دی. موږ ګورو چې د افغان طالبانو مشران په کوټه کې ناست دي. څه موده مخکې د هغوی د قطر د دفتر مشر ملا برادر کراچۍ او تر هغې وروسته کوټې ته ولاړ او له خپلو پلويانو سره يې وليدل. که د وزيرستان خبره وکړو نو هلته هغه وسله وال چې پاکستان به د خپلو دښمنانو په توګه يادول، خلاص مټ ګرځي.''

محسن داوړ همداراز وويل چې له تېر شاوخوا يو کال راهيسې د اسمبلۍ په غونډه کې د کړې خپلې هغې پوښتنې د ځواب په تمه دی چې حکومت دې د پخوانۍ فاټا په عملياتو کې د وژليو او يا هم نيوليو وسله والو شمېر، د هغوی نومونه او هويت ورته وښيي.

بلخوا په پېښور کې مشر خبريال او د سياسي او امنيتي چارو شنونکی رحيم الله يوسفزی که څه هم مني چې د پاکستان امنيتي حالت د تېرو کلونو پرتله ښه شوی، خو زياتوي چې په قبايلي ضلعو کې د وسله والو ډلو د شتون په خبرونو کې حقيقت شته او د دې مسالې غم بايد وخوړل شي.

''څو کاله مخکې خو حالات ډېر خراب وو. د پخوانۍ فاټا ځينې سيمې د وسله والو په کنټرول کې وې. خو اوس هم داسې ځايونه شته چې امنيت يې ښه نه دی. شمالي وزيرستان به ياد کړو چې هلتهوسله وال بريدونه دوام لري، امنيتي کسان هم پکې وژل کېږي. همداراز په جنوبي وزيرستان، باجوړ، مومندو او سوات کې هم وخت په وخت د ناامنۍ پېښې کېږي. په داسې کې چې پوځ د امن راوستو دعوه کوي نو خلک بيا په حقه دي چې په دې خبره اعتراض وکړي. له تحريک طالبان سره د ځينو ډلو د بېرته يوځای کېدو خبره هم سمه او د اندېښنې وړ ده. تر هغې چې د دې وسله والو پر ضد کار روايي نه وي شوي، سيمه نشي امن کېدای.''

د پاکستان پوځ وياند ميجر جنرل بابر افتخار د راولپنډۍ خبري کنفرانس ته ويلي چې د ۲۰۱۹ز کال پرتله دا وخت په هېواد کې کېدونکو ترهګر بريدونو کې ۴۵ فيصده کمی راغلی دی. بلخوا د مشال راډيو د شمېرو ترمخه، د تېر ۲۰۲۰ز کال د ډېسېمبر تر۲۴مې نېټې پورې يوازې په شمالي وزیرستان کې ۴۶ هدفي بریدونه شوي وو چې تر ۵۰ زیات ځايي مشران، ځوانان او هم سرکاري چارواکي پکې وژل شوي ول.

سرکاري شمېرې بيا ښيي چې هم تېر ۲۰۲۰ز کال په شمالي وزیرستان کې ۵۷ وسله وال بریدونه یا د وسله والو او امنیتې سرتېرو ترمنځ نښتې شوې وې چې لسګونه پوځیان پکې وژل شوي ول.

XS
SM
MD
LG