د لاسرسي ځای

تازه خبر

د شمالي وزیرستان په حيدرخيلو کې وسله والو يو ځايي تن وژلی دی


د پاکستان پوځ د ۲۰۱۴م کال په جون میاشت کې په شمالي وزیرستان کې د ضرب عضب په نامه د وسله والو ضد عملیات کړي وو.
د پاکستان پوځ د ۲۰۱۴م کال په جون میاشت کې په شمالي وزیرستان کې د ضرب عضب په نامه د وسله والو ضد عملیات کړي وو.

د شمالي وزیرستان د ميرامشاه او مير علي پوليسو او انتظامي چارواکي د نوم نه ښودو پر شرط د جنورۍ پر دویمه مشال راډيو ته وويل چې وسلوالو په حيدرخيلو کې د مرسلين په نامه يو تن د خپل کور مخې ته په ډزو وژلی دی.

د دوی په خبره بريدګر د پيښې له ځايه په تېښته بریالي شوي دي. ځای خلکو مشال راډيو ته وويل چې وژل شوی تن مزدور وو او له هيچا سره يې دښمني نه وه.

دا په شمالي وزیرستان کې د ۲۰۲۱م کال لومړۍ هدفي وژنه ده. په شمالي وزیرستان کې په تېر ۲۰۲۰م کال کې لږ تر لږه ۴۶ هدفي بريدونه شوي وو چې تر ۵۰ زيات کسان پکې وژل شوي وو.

د پاکستان پوځ د ۲۰۱۴م کال په جون میاشت کې په شمالي وزیرستان کې د ضرب عضب په نامه د وسله والو ضد عملیات کړي وو.

د دې عملیاتو له کبله نه یوازې تر یو میلیون زیات خلک بې کوره کړل شوي وو بلکې د دې ضلعې د میرامشاه ، میرعلي او نور ښارګوټې هم وران کړل شوي وو.

د پاکستان پوځ او حکومت ادعا کړې وه چې سیمه یې له وسله والو پاکه کړې ده او هلته اوس د دوی په وینا امن پر ځای شوی دی.

خو د دوی پر دې ادعاوو سربېره په شمالي وزیرستان کې د بدامنۍ پېښې روانې دي چې پرضد یې پښتون ژغورنې غورځنګ او ځايي خلکو په وار وار پراخ احتجاجونه هم کړي دي.

XS
SM
MD
LG