د لاسرسي ځای

تازه خبر

وزیرستان: د ایپي څلور تنه امنیتي ځواکونو وړي، ولس پر پرلت دی


د اېپي ولس پرلت د خپلو نیولو کسانو خوشېکېدل غواړي. ۲۰۲۱، ۱۳ جنوري
د اېپي ولس پرلت د خپلو نیولو کسانو خوشېکېدل غواړي. ۲۰۲۱، ۱۳ جنوري

د وزیرستان په میرلي کې د ایپي ولس مشرانو او ځوانانو له تیرو څو ورځو راهیسې پرلت پیل کړی، چې په وینا یې امنیتي ځواکونو یې د شک په بنیاد ۲۶ ورځې وړاندې څلور بې ګناه کسان نیولي دي.

دوي وايي نیول شوو کسانو کی یو ځايي پولیس اهلکار هم شامل دی. دوی وايي تر هغو به یې پرلت دوام لري چې نیولي کسان یې خوشې شوي نه وي.

امنیتي چارواکي ادعا کوي چې نیولي کسان له تره ګرو سره د اړیکو په تور نیول شوي، چې ګناه ګار نه وي پرېښول به شي.

روان پرلت ته په خپله وینا کی د شمالي وزیرستان یو سیاسي او سماجي کارکن جمال دوړ وویل چې هدفي بریدونو کې یېځوانان او مشران وژل کېږي، چی انصاف غوښتنې له راټول شي، نو مقدمې پرې جوړې شي. پرځای د دې چې انصاف ورکړل شي، پر دوی مقدمې جوړې شي او جیلونو ته یې ولیږي.

نوموړي وویل:’زموږ اواز بندول کېږي، پر خپله خاوره وژل کېږو او غږ پورته کولو ته مو هم نه پرېږدي. ‘

دی زیاتوي: د دومره دوړ وزیر وژل کېږي، نو ستا (پوځ) ذمه واري څه ده؟

د شمالي وزیرستان ځوانانو تنظیم مشر نور اسلام دوړ وویل چی د خپلو نیولو کسانو د خوشېکولو لپاره یېپرامنه لاریون پیل کړی، که ګناه ګار دي نو عدالت شته.

نوموړی زیاتوي چې د ایپي کلي څلور تنه له تېرو ۲۶ ورځو راهیسې لا درکه دي، له سرکاري او عسکري چارواکو سره یې د مشرانو جرګې هم شوې دي، ورته ویل کېږي چی خوشې به شي، خو لا هم هېڅ پرمختګ و نه شو، ځکه یېپرلت پیل کړی دی.

د نومړي په وینا که ګناه ګار وي نو عدالت ته دې وړاندی کړي، کله هم چې ناخوښه پیښه وشي، نو عام ولس ځورول کېږي، که غوښتنې یې ونه منل شي، نو پرلت به وغځوي، دغلته ګڼشمېر وزیر دوړ لادرکه دي، دغه ټول خلک به بیا پرلت ته ورځي، نو حکومت دې بې ګناه کسان خوشي کړي.

د دغه پرلت په اړه مشال راډيو له یو لوړپوړي امنیتي چارواکي سره خبرې کړې، هغه د نوم نه ښودلو په شرط مشال راډیو ته وویل، دوی نه غواړي چې عام ولس وځورول شي، که څوک ګناه ګار نه وي نو خوشې به شي، دوی عام کس تر دوو ورځو زیات نه ساتي، پر نیولو کسانو تور دی چې د امن له خرابه وونکو سره اړیکې لري.

له پرلتوالو سره د ځايي انتظامي هم خبرې روانې دي، خو لا یې هم څه نتیجه نه ده ورکړې.

XS
SM
MD
LG