د لاسرسي ځای

تازه خبر

"بې ګناه" فلم پرماشومانو د زیاتي په اړه  د عامه پوهاوي ډېرولو کوښښ کړی


د بې ګناه فلم پوسټر
د بې ګناه فلم پوسټر

په خېبرپښتونخوا کې فلم جوړونکي او د ماشومانو حقونو مبارز، سکندر وینسینټ خان د ماشومانو لخوا د شوو مبینه جرمونو او د هغوی په ځانګړو عدالتونو یو فلم جوړ کړی دی.

دا فلم د ماشومانو لپاره په ځانګړو عدالتونو او هغوی ته د انصاف ورکولو پر موضوع راڅرخي چې د جنورۍ پر ۳۰ به پر یوټیوب او نورو ټولنیزو رسنيوو خپرېږي. فلم په دريو برخو ویشل شوی دی.

موږ په دې فلم کې دا ښودل غواړو چې د ماشومانو قضیې چې عدالتونو ته لاړې شي نو ایا عدالتونه یې اړونده پوهه لري؟
سکندر خان

سکندر خان د جنورۍ پر ۲۴مه مشال رېډیو ته وویل چې د فلم جوړولو مقصد یې په خلکو کې د ماشومانو لخوا د شوو مبینه جرمونو او د ماشومانو حقونو په اړه پوهاوی ورکول دي.

دی وايي د فلم قیصه داسې ده چې د ماشومانو ترمنځ په لوبو کې حادثه وشي. یو ماشوم بل ماشوم ډیر خوږ کړي.

((اکثره په ماشومانو کې یو داسې لږ د لوی عمر والا وي او هغه بیا نور ماشومان تنګوي نو دا هم داسې یو ماشوم وي. موږ دا ښودل غواړو چې اکثره داسې پیښه عدالت ته راشي خو عدالت یې په اړه روزنه نه لري. نو په ماشوم یې اثر څه وي او له ځانګړو عدالتونو څخه ماشومانو ته څومره ګټه رسیږي؟))

د دې اردو ژبي فلم نوم، بې ګناه دی او د ګروپ ډیولپمنټ پاکستان، سلګ لاینز فلم ادارې او د پاکستان د قانون او انصاف وزارت په مرسته جوړ شوی دی.

د ماشومانو لپاره عدالتونه

په خېبر یبربښتونخوا کې د ۲۰۱۹م کال په مارچ کې په لومړي ځل په پيښور کې د ماشومانو لپاره ځانګړی عدالت جوړ شو. تر هغه وروسته دا ډول عدالتونه په مردان، غلنۍ او ایبټ اباد کې هم جوړ شوي دي. د ۲۰۲۰م کال په اګست کې د ماشومانو د ځانګړو عدالتونو یو وکیل سعید عثمان مشال راډيو ته ويلي وو چې د ۲۰۲۰م کال ترجون پورې پيښور عدالت ته ۴۵، مردان هغه ته ۵۱ او د ایبټ اباد عدالت ته د ماشومانو ۶۰ مقدمې وړل شوي دي.

د بشري حقونو فعالان وايي، په پاکستان کې ګڼ ماشومان د جرایم پيشه خلکو د فشار، کورنیو یا مالي مسلو او له ناسمو خلکو سره د ناستې پاستې له وجې جرمونو کولو ته اړ شي. د ماشومانو د حقونو لپاره کارکونکې عمران ټکر وايي چې دا مهال د خیبرپښتونخوا په جیلونو کې شاوخوا ۳۳۰ ماشومان بندي دي خو له وخت تیریدو سره په دې کې ډیر کمی راغلی دی.

هغه مشال راډيو ته وويل: ((د یو راپور له مخې تېره ورځ هم یو ماشوم پر بل ماشوم سره جنسي تیری کړی دی. هره ورځ د موباییل تښتولو، سمګلینګ، مرګونو، غلاوو او د منشیاتو په کاروبار کې ماشومان کارول کېږي. مخکې به په جیلونو کې د ماشومانو شمیره شاوخوا دوه زره وه خو اوس حالت ښه شوی دی. د ماشومانو د ۲۰۱۸م قانون نه داسې څرګندیږي چې په یو وخت کې به یو ماشوم هم په جیل کې نه وي.))

عمران ټکر زیاته کړه چې د ۲۰۲۰ م کال د لومړیو اتو میاشتو د راپور ترمخه په خېبر پښتونخوا کې پر ماشومانو د جنسي تیریو ۱۸۰ کېسونه ثبت شوي دي.

د عامه پوهاوي لپاره کار

په پاکستان کې په دې وروستيوو کې په ټيليويژن چېنلونو د ډرامو له لارې پر ماشومانو د زیاتي پر مسله خبرې پېل شوي دي. د پاکستان په یو شخصي چینل، هم د اډاري په نوم يوې ډرامې کې یوې ماشومې سره میرنی پلار جنسي تیری کړی وي. کله چې د هغې کورنۍ خبره شي نو هغوی دا پيښه لومړی پولیس او بیا عدالت ته یوسي او په اخره کې غمجنې کورنۍ ته انصاف ترلاسه شي. دغسې د اې ار وايي ټيليويژن په ډرامه، بکری موتي کې هم له ماشومانو سره د جنسي تیري موضوع راخیستل شوې وه.

د ماشومانو د حقونو لپاره کارکونکي وايي په ماشومانو د جنسي تیریو پيښې اکثره نه رپوټ کېږي نو ځکه ضروري ده چې حکومت د عامه پوهاوي لپاره نورې داسې ډرامې هم جوړې کړي.

د ماشومانو حقونو لپاره کارکونکې ادارې، سپارک، مشر جهانزیب خان مشال راډېو ته وويل چې مخکې به د حکومت له اړخه د پوهاوې پروګرامونو ته خلکو زیات په ښه نظر نه کتل خو اوس خلکو ته معلومه ده چې دا پېښې زیاتې شوې نو ځکه عامه پوهاوی ګټور دی.

اکثره د عامه پوهاوي مواد په اردو ژبه خپريږي. د ماشومانو د حقونو لپاره کار کوونکی، عمران ټکر وايي، د پوهاوې پروګرامونه دې د اردو ترڅنګ په مورنیو ژبو هم وشي چې ډېر خلک ترې ګټه واخلي. ((په خپله ژبه کې فلمونه به موثره وي، خوند او مزه به یې هم ډيره وي او مثبته اغیز به یې هم زیات وي.))

XS
SM
MD
LG