د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستانیو نجونو لپاره د 'امریکا ملاله سکالرشیپ اېکټ' ته د ملالې هرکلی


ملاله یوسفزۍ د امریکا کانګرس له مشرې نېنسي پېلوسي سره د لیدو پر مهال.
تصویر له ارشیفه
ملاله یوسفزۍ د امریکا کانګرس له مشرې نېنسي پېلوسي سره د لیدو پر مهال. تصویر له ارشیفه

د سولې نړيواله جايزه ګټونکې ملاله يوسفزۍ وايي چې د امريکا کانګرس له خوا د هغې په نوم د قانوني مسودې منظوري خوشاله کړې ده چې له دې سره به د ګڼو نجونو مستقبل روښانه شي.

د امريکا کانګرس د « ملاله يوسفزۍ سکالرشپ اېکټ« منظور کړی چې دا د پاکستانیو ښځو لپاره د شته سکالرشپونو (وظيفو) شمېر زياتوي. دا قانوني مسوده د ۲۰۲۰م کال د مارچ په مياشت کې استازو جرګې منظور کړی وو چې سېنېت هم د جنورۍ پر لومړۍ نېټه ومنلی.

ملالې يوسفزۍ د جنورۍ پر څلورمه نېټه مشال راډيو په لېږلي غږيزه پيغام کې ويلي، خوشاله ده چې د امريکا کانګرس د دې په نوم قانوني مسوده منظور کړ چې د دې په خبره دا به د هغو په تېره بیا د بې وزلو نجونو د لوړو زده کړو خوب پوره کړي.

د دې په وينا، هيله لري چې له دې وظيفو سره به د ډېرو نجونو مستقبل روښانه شي.

دا قانون د امريکا پرمختيايي ادارې پو اېس اېډ څخه غوښتنه کوي چې د پاکستان لپاره د لوړو زده کړو پروګرام لاندې دې د ۲۰۲۰ او ۲۰۲۲ کال په موده کې لږ تر لږه ۵۰ فيصده سکالرشپې پاکستانۍ ښځو ته ورکړي.

دا وظيفې به د لوړو زده کړو په برخه کې د قابليت او ضرورت په اساس ورکول کېږي. د تعليم مبارز او د ملالې يوسفزۍ پلار ضیاوالدين يوسفزۍ وايي چې قانوني مسوده به د پاکستان د ليرې پرتو سيمو نجونو ته موقع ورکړي چې لوړې زده کړې وکړای شي.

د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو سازمان يونيسېف په ۲۰۲۰م کال کې پاکستان د نړۍ په هغو هېوادونو کې ياد کړی وو چې پکې ۲۲ اشاریه اته ملينه ماشومان له سکولونو بهر دي.

يونيسېف او د تعليم لپاره کارکوونکې ادارې وايي چې د بې وزلۍ، د تعليم اسانتياوو د نشتوالي او د وديزه سوچ له وجې ماشومان په تېره بيا نجونه تعليم په نيمه کې پرېږدي.

د جنورۍ پر څلورمه له مشال راډيو سره د خبرو پر مهالضياوالدين يوسفزي وويل چې د نړيوال بانک له مخې په پاکستان کې يوازې نهه فيصده نجونه داسې وي چې لوړې زدکړې وکړای شي او نورې ټولې نجونه تر پرايمري، مډل، ميټرک يا دوولسم صنف وروسته تعليم په منځ کې پرېږدي.

د ده په خبره، له امريکايي سکالرشپونو څخه په ګټو اخيستو سره به دغه نجونه د لوړو زدکړو کولو جوګه شي.

د ده په وينا، تر لوړو زده کړو بشپړولو وروسته به دغه نجونه نه یوازې له ټولنې څخه د بې وزلۍ په ختمولو بلکې د جنسي امتياز له منځه وړلو کې هم رول ولوبوي.

ملاله يوسفزۍ د ۲۰۱۲م کال د اکتوبر په مياشت کې په سوات کې هغه مهال وسله والو طالبانو پر سر په ډزو وويشتله چې کله له سکول څخه کور ته په ګاډي کې روانه وه. له دې وروسته هغه د علاج لپاره د برتانيې پرمنګهم ښار ته يووړل شوه چې داوخت هم هلته ژوند کوي.

هغې د ماشومانو د حقونو لپاره په مبارزه کولو په ۲۰۱۴م کال کې د سولې نړيواله جايزه ورکړل شوه. هغه د ملاله فنډ په نوم د ماشومانو د زدکړو او حقونو لپاره اداره چلوي.

ولسمشر ټرمپ چې کله پر ملاله يوسفزۍ سکالرشپ اېکټ/بل (قانوني مسوده) باندې لاسلیک وکړي نو بیا به قانون بڼه خپله کړي. په قانوني مسوده کې ويل شوي چې يو اېس اېډ به هرکال امريکايي کانګرس ته مالومات ورکوي چې څومره سکالرشپونه يې ورکړل، څومره يې ښځو او څومره يې سړيو ته ورکړل، او په کومو مضمونونو کې یې ورکړل؟

XS
SM
MD
LG