د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کې د جنسي تېري دوو ککړوکسانو ته د عمر قېد سزا


په پاکستان کې د ترهګرۍ ضد يوه عدالت د ماشومانو د جنسي ځورونې له کړيو سره د تړاو په تور دوو کسانو ته د عمر قېد سزا اورولې ده.

پر دغو کړيو تور دی چې د پاکستان په پنجاب صوبه کې يې د ماشومانو په جنسي ځورونه کې لاس درلود.

تېر کال د دغه کړيو له افشا کېدو سره ټول پاکستان ټکان وخوړ او په پايله کې پر يو شمېر پوليسو په خپلو دندو کې د بې غورۍ په خاطر بنديز ولګېدی. پر پولیسو تور وو چې دوی د ګڼ شمېر کورنيو شکايتونه له پامه غورځوي کله چې د يوې شتمنې کورنۍ د غړو له خوا يې زامن ځورول کيږي.

ځايي اوسېدونکو په حسېن خان واله کلي کې پر يوې مخورې کورنۍ تور پوري کړ چې تر پنځو کلونو عمر لرونکي کوچنيان يې په زوره جنسي عملونو ته اړ ايستلي وو او ويډیوګانې يې ځيني جوړې کړي وې.

ويډيو جوړوونکو وروسته دغه ويډيو ګانې پلورلې او يا يې د جنسي تيري د دغو قربانيانو له کورنيو د پیسو اخيستلو لپاره کارولې.

له دغه پيښې وروسته تېره مياشت يو قانون وضع شو چې له مخې يې د کوچنيانو جنسي ځورونه يا جنسي تېری جرم وبلل شو.

د رويټرز خبري اژانس د راپور له مخې، حصيم عامر او فيضان مجيد لومړي کسان وو چې مجرم وپېژندل شول او په دغه کېس کې په عمر بند سزا شول. حصيم عامر د يادې شوې همدې مخورې کورنۍ غړی دی او فيضان مجيد يې ملګری دی.

XS
SM
MD
LG