پاکستان تحریک انصاف د خپل مشر او پخواني وزیراعظم عمران خان لا زندانه د خلاصون لپاره نن (ډېسېمبر اوومه) په پېښور کې ولسي غونډه کوي.
ټاکل شوې ده چې جلسې ته به د خیبر پښتونخوا د اعلا وزیر سهېل اپريدي ترڅنګ د دې ګوند نور مشران ویناوې کوي.
دا په داسې حال کې ده چې د سهېل اپريدي په وینا، هغوی ته اجازه نه ورکول کېږي چې د راولپنډۍ په اډیاله زندان کې له عمران خان سره ملاقات وکړي.
عمران خان د ۲۰۲۳م کال له اګسته د درغلیو په یو مقدمه کې عدالت بندي کړی دی خو هغه نه یوازې د درغلیو تورونه ردوي بلکې نېغ په نېغه تور پورې کوي چې دی د پوځ مشر جنرال عاصم منیر په امر بندي دی.
د پوځ د عامه اړیکو دفتر - ای اېس پي ار - مشر جنرال احمد شریف چودري د ډېسېمبر پر پینځمه په راولپينډۍ کې خبري غونډې ته په وینا کې وویل چې د عمران خان بیانیه د پاکستان "ملي امنیت ته ګواښ" ګرځېدلې ده.
جنرال شریف تور پورې کړ چې عمران خان هڅه کوي چې ولس د پوځ پرضد راپورته کړي.
تحریک انصاف په ګډون د پاکستان په ایین ساتنې غورځنګ (تحریک تحفظ ایین پاکستان) کې شاملو ټولو حکومت مخالفه ګوندونه تر دې مخکې هم په بیا بیا ویلي چې د مسلم لیګ (ن) په مشرۍ اوسنی وفاقي اېتلافي حکومت د پوځ په مرسته جوړ شوی او واکمن دی.
خو د پاکستان پوځ دا دعوه ردوي او جنرال چودري په خپله تازه خبري غونډه کې هم ټینګار وکړ چې پوځ په سیاسي چارو کې لاسوهنه نه کوي، ټولو سیاسي "شخصیتونو ته درناوی" لري او هغوی دې "خپل سیاست کوي" خو "پوځ دې ترې لیرې" ساتي.
د ایین ساتنې غورځنګ دا دریځ هم وړاندې کوي چې د راولپېنډۍ په اډیالې زندان کې له بندي عمران خان سره پر لیدو کتو بندیز د پوځ په امر لګول شوی دی.
خو د پاکستان حکومتي چارواکي وايي له عمران خان سره پر لیدو بندیز نه دی لګېدلی. د پاکستان د اطلاعاتي او خپرونو چارو وزیر عطا الله تارړ د نومبر پر ۲۸مه په اسلام اباد کې خبریالانو ته وویل، پاکستان تحریک انصاف ګوند دې د احتجاجونو پر ځای په خیبر پښتونخوا کې د امنیت ښه کولو لپاره لاس په کار شي.
د پاکستان تحریک انصاف ګوند بنسټګر عمران خان د ۲۰۲۳ز کال د مې پر نهمه د القادر ټرسټ په قضیه کې نیول شوی وو، خو سپريم کورټ یې ګرفتاري غیر قانوني ګرځولې وه او هغه یې خوشې کړی وو.
نوموړی وروسته د همهغه کال په اګست کې د درغليو په يوه قضيه کې بیا ونیول شو چې تر اوسه لا د راولپېنډۍ په اډيالې زندان کې بندي دی.
وروسته د هغه پرضد نورې قضيې هم جوړې شوې چې په ځينو کې يې عدالتونو د خوشې کولو امر کړی دی.
عمران خان، د هغه ښځه بشرا بي بي او تحریک انصاف پرهغوی لګېدلي تورونه ردوي او وايي چې پرضد یې دایرې شوې ټولې قضيې سياسي دي.