د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خیبر پښتونخوا کې ۱۸ لاکه ماشومان ولې له سکولونو بهر دي؟


د خیبر پښتونخوا حکومتي چارواکي وايي‌ چې د دسمبر په ۲۲مه له وزیر اعلي محمود خان سره په دې اړه غونډه شوې ده او يو شمیر پريکړې پکې شوې دي.
د خیبر پښتونخوا حکومتي چارواکي وايي‌ چې د دسمبر په ۲۲مه له وزیر اعلي محمود خان سره په دې اړه غونډه شوې ده او يو شمیر پريکړې پکې شوې دي.

په پاکستان کې غیر حکومتي اداره - بليو وينز وايي - په خيبر پښتونخوا کې ۱۸ لاکه ماشومان له سکولونو بهر او له تعليمه بې برخې دي.

د خيبر پښتونخوا لپاره د دې ادارې کوارډينيټر قمر نسیم د جنورۍ پر دویمه مشال راډیو ته وویل چې په دې ماشومانو کې ۶۴ فيصده نجونه دي.

قمر نسیم وویل چې د دې تر شا د سکولونو کمښت او په کم عمرۍ کې د نجونو د ودونو تر څنګ معاشي او ټولنيز وجوهات هم شامل دي.

ده وویل، "په خيبر پښتونخوا کې ۶۴ فيصدي سکولونه د هلکانو او ۳۶ فيصده د نجونو دي او دغه تناسب په پرايمري ، مډل او هاي سکولونو کې هم دی."

د ده په وینا، د سرکاري شمیرو له مخه دا تناسب بیا په نوو ضم شوو قبايلي ضلعو کې ډیر زیات دی او ۷۰ فیصده نجونه له پرایمري صنفونو هاي سکولونو ته د انتقالۍ تر بهیر نه تيريږي.

قمر نسیم وویل، "چې کله هم په قبايلي ضلعو کې نجونه له پرایمري سکولونو فارغې شي نو بیا یا خو واده شي یا يې مور پلار مډل او هاي سکولونو ته نه استوي او یا ي معاشي وجوهات وي."

ده زیاته کړه چې د خيبر پښتونخوا په نورو ضلعو کې هم د تعليم په اړه صورتحال څه ډير ښه نه دی.

د خیبر پښتونخوا په اسمبلۍ کې د شمالي وزیر ستان یو استازی او د صوبایي اسمبلۍ د پرايمري او ثانوي تعليم په اړه د قايمه کميتۍ غړی ميرکلام وزیر وايي چې د بليو وينز ادارې دا رپورټ د کميټۍ له غړيو سره شریک شوی وو او هغه بیا په صوبایي اسمبلۍ کی وړاندې کړی هم وو.

میرکلام وزیر مشال راډیو ته وویل، "ما په اسمبلۍ کې پر دې خبره کړې هم ده، د دې رپورټ له مخه د قبايلي ضلعو په ۱۲۲ يونين کونسلونو کې د نجونه يو سکول هم نشته نو د يوې ستونزې په اړه چې د صوبې په يو ذمه وار فورم خبره وشي نو بیا خو حکومت له اقدامات پکار وو ، خو تر دا مهال په دې اړه څه ګام نه دی پورته شوی."

د ده په وینا، که څه هم حکومت دا ويلي ول چې په صوبه او په خاصه توګه په ضم شوو ضلعو کې به د تعلیم په اړه بېړنۍ حالت اعلانوي.

خو د میرکلام وزیر په وینا، دوی تر نن ورځې په دې اړه څه حکومتي هلې ځلې لیدلې دي.

په قبايلي ضلعو کې د حکومتي پروژو او د اصلاحاتو د کميټۍ غړي اقبال اپريدي د ۲۰۲۰م کال د دسمبر پر ۲۹مه د مشال راډیو د کرښې پر غاړه خپرونه کې ادعا کړې وه چې په قبايلي ضلعو کې د نجونو او هلکانو د نوو سکولونو جوړولو او موجوده سکولونو کې د بنیادي سهولتونو ورکولو لپاره ي څه کم پنځوس اربه روپۍ ځانګړې شوې دي.

د واکمن تحریک انصاف یو مخکښ او د پرایمري او ثانوي تعلیم په اړه د صوبايي اسمبلۍ د قايمه کميټۍ مشر پښتونیار د جنورۍ پر دویمه مشال راډيو ته وويل چې د دسمبر په ۲۲مه له وزیر اعلي محمود خان سره په دې اړه غونډه شوې ده او يو شمیر پريکړې پکې شوې دي.

ده وویل، "په هغه غونډه کې د تعلیم په اړه یو شیر سکيمونه منظور شوي دي خو په خاصه توګه د تعلیم په حواله زیاتې خبرې وې، په غونډه کې د تعلیم سیکرټري ته دا کار حواله شوی وو چې د صوبې په ټولو يونين کونسلونو کې د مډل ، پرايمري ، هايي او هاير سیکنډري سکولونو په اړه سروې وکړي."

د پښتونیار په وینا، د دوی وړاندیز دا دی چې د صوبې په هر يونين کونسل کې د نجونو او هلکانو یو یو پرایمري ، مډل ، هايي او هاير سیکنډري سکول جوړ شي.

د تعلیمي ودې لپاره کار کوونکې غیر حکومتي اداره - ډويلپمنټ ان ليټريسي - وايي چې د غربت ، د بنیادي سهولتونو د نشتوالي او د یو شمیر نورو روايتي او ټولنيزو خنډونو له امله په پاکستان کې هر کال یوازې ۱۴ فيصده ماشومان تر هاي سکولونو زده کړو ته رسېږي.

د یادې ادارې په وینا، د هيواد د ابادۍ شپيته فيصده ښځې لیک لوست نه شي کولای او یوازې د ابادۍ نيمايي نجونه سکولونو ته ځي.

XS
SM
MD
LG