د لاسرسي ځای

تازه خبر

د تعليمي ادارو تړل کېدو د زده کوونکو تعلیمي وړتیا اغېزمنه کړې


زده کوونکي وايي، د تعليمي ادارو تر تړل کېدو وروسته يې زده کړي شيان هېر شوي دي.
زده کوونکي وايي، د تعليمي ادارو تر تړل کېدو وروسته يې زده کړي شيان هېر شوي دي.

په پاکستان کې ډېری زده کوونکي وايي چې د تعليمي ادارو د تړل کېدو له کبله یې تعليمي قابليت اغېزمن شوی دی او د پخوا غوندې تکړه نه دي.

دې هېواد د کورونا وايرس مخنيوي په لړ کې په ۲۰۲۰ز کال کې دوه واره تعليمي ادارې تړل شوې وې.

حکومت اول ځل د ۲۰۲۰ز کال د مارچ پر ۱۶مه نېټه تعليمې ادارې بندې کړې وي چې د سپټېمبر په مياشت کې يې بیرته پرانستلې خو په هېواد کې د کورونا وبا د دويمې څپې له کبله يې د نومبر پر ۲۵مه بیا وتړلې.

اوس يو ځل بيا حکومت په مرحله واره توګه د جنورۍ پر ۱۸مه نېټه له نهمه تر ۱۲مه پورې تعليمي ادارې خلاصې کړې او اعلان يې کړی دی چې د فبرورۍ له لومړۍ نېټې څخه به له اوله بیا تر اتم صنفه او دارنګه کالجونه او يونيورسټيانې به خلاصوي.

د تعليمي ادارو تر تړل کېدو وروسته له حکومتي فیصلې سره سم زده کوونکيو ته د انټرنېټ له لارې زده کړې ورکول کېدلې خو د پاکستان د ليرې پرتو سيمو زده کوونکيو شکايت وکړ چې د انټرنېټ د نشتوالي له وجې له انلاين زده کړو محرومه دي.

خو د تېرو شاووخوا نهه مياشتو راهيسې د تعليمي ادارو بندېدل د زده کوونکيو په وينا د دوی د زده کړو پر صلاحيت او قابلیت هم ناوړه اغېز کړی دی.

د پېښور اسلاميه کالج يونيورسټۍ د پښتو څانګې زده کوونکی امين الله خان کنډی وايي چې د تعليمي ادارو تر تړل کېدو وروسته يې زده کړي شيان هېر شوي دي.

د ده په خبره، پخوا به په يونيورسټۍ کې د مخامخ زده کړو وروسته کور ته ولاړ او ويلی سبق به يې تکرار کړ خو اوس داسې نه شي کولای.

ده زياته کړه چې دوی اوس امتحانونو ته پرېشانه دي ځکه چې هېڅ يې زده نه دي نو په امتحاني پرچو کې به څه ليکي؟

په سوات کې هم زده کوونکيو ته انلاين زده کړې ورکول کېدلې خو د جهانزېب کالج د بی اېس زده کوونکې حمره فرحان وايي چې د ساینس تجربې خو د انټرنېت له لارې نه شي کولای.؟

دا د څارويو په کولمو کې د چراثیمو په شتون تحقيق کوي چې د دې په وينا دا کار يوازې په لېبارټريانو کې کېدای شي خو د کالج د بندېدو له وجې يې تحقيق نېمګړی پاته شوی دی.

کله چې حکومت د تعلمي ادارو د بندېدو وروسته زده کړو د انټرنېټ له لارې د ورکولو اعلان وکړ نو د بلوچستان او قبايلي سيمو زده کوونکيو احتجاح وکړ او ويل يې چې د انټرنېټ د نشتوالي له وجې دوی انلاین زده کړو ته لاس رسی نه لري.

محمد زعفران په بنو یونيورسټۍ کې درس وايي، او په خبره يې چې د کمزوري انټرنېټ له وجې يې له انلاين زده کړو هغسې ګټه نه ده اخيستې لکه چې به يې ورڅخه مخامخ اخيستله.

د کوتې د اېف جي کالج زده کوونکی محمد یاسين بيا د تعلیمي ادارو د بندېدو له کبله د حافظې د کمزوری کېدو شکايت کوي.

دی وايي چې کله کالج خلاص وو او مخامخ زده کړې وې نو د ذهن او حافظې يې یو قسم داسې تربيت شوی وو چې درسونه به يې په مغزو کې یاد پاته کېدل خو د ده په خبره د کالج د بندېدو له کبله يې د شیانو د یاد ساتلو صلاحيت متاثره شوی دی.

نوموړي د جنورۍ پر ۲۱مه نېټه مشال راډیو ته وويل چې پخوا به چې په څه پوه نشو نو استاد به يې پوښتنه وکړه او هغه به بیا په پوه کړ خو اوس دغسې موقع نه لري. بل د ده په خبره، د کتاب ويلو عادت يې هم پرې شوی دی.

له دې سربېره چې د تعلیمي ادارو له بندېدو سره د زده کوونکو تعلمي قابليت اغېزمن شوی خو بل خوا د نړيوال بانک تازه رپورټ دا وړاندوينه کوي چې په پاکستان کې ښايي د کورونا وايرس له وجې په زده کړو کې راغلي خنډونه د پرايمري او سکېنډري سکولونو نهه لکه او ۳۰ زره ماشومان دې ته مجبوره کړي چې سبق پرېږدي.

XS
SM
MD
LG