د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پېښور کې چاودنې دوه ماشومان وژلي


د جنورۍ پر شپږمه په پېښور کې د لاسي بم په حمله کې دوه ماشومان وژل شوي دي.

د پاکستان حکومتي راډیو په خپله ویبپاڼه لیکلي چې دا پېښه له کوهاټ سړک سره نېږدې په ځنګلي سیمه کې شوې ده چې پکې پنځه تنه ټپیان شوي دي.

د پېښې په اړه نور معلومات مخې ته نه دې راغلي او نه هم کومې وسله والې ډلې یې ذمه واري منلې ده.

دا په داسې حال کې ده چې د اکتوبر پر ۲۷مه هم د پېښور په دیر کالونۍ کې د جامعه زبیریه په نوم یوه مدرسه کې بمي چاودنې له کبله لږ تر لږه اته کسان وژل شوي ول او تر ۹۰ زیات ژوبل ول.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG