د لاسرسي ځای

تازه خبر

عمران خان وايي، قبایلي اصلاحات ژر عملي کوي


خلک د عمران خان لومړۍ وینا اوري
خلک د عمران خان لومړۍ وینا اوري

اسلام اباد - په خیبر پښتونخوا د قبایلي سیمو د ورګډولو انتقالي بهیر ګړندي کول، د هېواد د بېوزلۍ ضد اقدامات، د تعلیم او روغتیا په څانګو کې پانګونه، د پاکستان پورونه پرې کول، پراخ اقتصادي او مالیاتي اصلاحات، د ترهګرۍ ضد ګامونه او له ګاونډیو هېوادونو سره د اړیکو ښه کول هغه څه ول چې د پاکستان نوي وزیراعظم عمران خان یې د اګست ۱۹مې پر ماخوستن ولس ته په وینا کې ذکر وکړ.

دا د وزیراعظمۍ تر څوکۍ سمبالولو وروسته د نوموړي لومړۍ وینا وه چې پیل یې د هېواد له خراب اقتصادي حالته وکړ.

عمران خان وویل، هېواد یې ۲۸ زره اربه (۲۸ ټرېلیینه) روپۍ پوروړی دی چې د پرې کولو لپاره به یې نه یوازې د مالیو یا ټیکس نظام سموي بلکې د درغلیو ضد به اقدامات کوي او په بهرنیو هېوادونو کې د پاکستانیانو ناقانونه پیسې به هېواد ته وروړي.

پورونه او اقتصادي اصلاحات

د پاکستان د تېر حکومت د مودې په پای کې چین هغه هېواد ته تازه پور ورکړ.

د جولای پر ۲۵مه تر انتخاباتو وروسته، د تحریک انصاف په مشرۍ په نوي جوړېدونکي حکومت کې د مالي چارو نومولي وزیر اسد عمر رسنیو ته ویلي ول چې پاکستان په سمدستي توګه ۱۲ اربه امریکايي ډالرو ته اړتیا لري چې اقتصاد یې وژغورل شي.

خو عمران خان وویل، پاکستان له یو شمېر مسلو سره مخامخ دی چې پکې تر ټولو لویه هغه یې پور دی.

ده وویل، له شتمنو خلکو به مالیې یا ټیکسونه اخلي چې دا ستونزه هواره کړي.

د ماشومانو صحت او تعلیم

عمران خان وویل، په پاکستان کې دوه کروړه ۲۵ لاکه ماشومان ښوونځیو ته نه ځي او ۴۵ فیصده ماشومانو ته سم او متوازن خواړه نه رسي چې له کبله یې نشوونما اغېزمنېږي.

دی وايي، د دې مسلې د هواري لپاره به په هېواد کې غربت یا بېوزلي کموي، د هسپتالونو حالت به سموي او د تعلیم ترویج ته به توجه ورکوي.

یو خبریال پر موبایل تېلېفانه د عمران خان وینا ویني
یو خبریال پر موبایل تېلېفانه د عمران خان وینا ویني

د ترهګرۍ ضد اقدامات

پاکستان له څه د پاسه یوې نیمې لسیزې راهیسې د ناامنۍ ښکار دی او د هېواد پوځ په ټولو قبایلي سیمو کې، د خیبر پښتونخوا، پنجاب، بلوچستان او سېند په ځېنو برخو کې عملیات هم کړي دي.

عمران خان ترهګري د هېواد دویمه لویه مسله یاده کړه او ویې ویل چې د ترهګرۍ ضد قامي تګلاره (نیشنل اېکشن پلان) به په بشپړه توګه عملي کوي.

د ۲۰۱۴ز کال د ډېسېمبر پر ۱۶مه، وسله والو په پېښور کې پر ارمي پبلېک سکول برید وکړ چې پکې له ۱۴۰ څخه زیات کسان ووژل شول چې زیاتره یې زده کوونکي ول.

تر دې وروسته، د پاکستان پارلېمان د ۲۰۱۵ز کال په جنورۍ کې د ترهګرۍ پر ضد یوه ۲۰ نکاتي تګلاره اعلان کړه چې پکې د وسله والو پر ضد د عملیاتو دوام، د سختدریځۍ مفکورې یا نظریې او افکارو پر ضد اقدامات، د پوځي عدالتونو جوړول او د مرګ د سزاګانو بیا پیل شامل ول.

عمران خان په هېواد کې د ماشومانو د خوارځواکۍ او غربت ذکر وکړ
عمران خان په هېواد کې د ماشومانو د خوارځواکۍ او غربت ذکر وکړ

پاکستان له ۲۰۰۸ز کال راهیسې، د مجرمانو اعدام ځنډولی وو چې له نیشنل اېکشن پلان سره یې د دې سزا د عملي کولو اعلان وکړ.

تر دې وروسته حکومت سلګونه کسان اعدام کړل چې د بشري حقونو کورنیو او نړیوالو ادارو د اندېښنې وړ عمل وباله او پر اسلام اباد یې د دې سزاګانو د درولو غږ وکړ.

له ګاونډیو سره ښه تعلقات

عمران خان په خپله وینا کې د بهرنۍ تګلارې لنډ ذکر وکړ او ویې ویل چې د پاکستان د ګاونډیو هېوادونو له مشرانو سره غږېدلی دی او اړیکي به ورسره ښه کوي.

ده البته بهرنۍ تګلاره له بېوزلۍ یا غربت سره وتړله او ویې ویل چې له ګاونډیو هېوادونو سره به د اړیکو په بهترولو د غربت کمولو او د امنیتي حالاتو سمولو هڅه کوي.

بلوچستان او قبایلي سیمې

عمران خان د بلوچستان مسله هم یاده کړه او ویې ویل چې هغه صوبه وروسته پاتې ده نو ځکه یې د پرمختیا لپاره هلې ځلې کوي.

ده په بلوچستان کې د بلوڅ بېلتونپالو پر موضوع وویل چې د مرورو بلوڅانو د پخلا کولو لپاره به کوشش کوي.

په بېلتونپالو کې د بلوچستان لېبرېشن فرنټ ډلې مشري ډاکتر الله نظر بلوڅ کوي چې وايي د سیمې د ازادۍ پورې به جنګېږي
په بېلتونپالو کې د بلوچستان لېبرېشن فرنټ ډلې مشري ډاکتر الله نظر بلوڅ کوي چې وايي د سیمې د ازادۍ پورې به جنګېږي

په بلوچستان کې د بېلتونپالو ډلو د وسله والې مبارزې وروستۍ لړۍ شاوخوا یوه نیمه لسیزه مخکې پیل شوې او د پاکستان پوځ په صوبه کې پراخ عملیات هم کړي.

بلوڅ فعالان او د بشري حقونو ادارې تور پورې کوي چې د پاکستان امنیتي او استخباراتي ادارو زرګونه ملتپاله فعالان ورک کړي، ورباندې یې تشدد کړی او ځېنې یې وژلي هم دي.

خو د پاکستان پوځ دا تورونه رد کړي او ملتپاله وسله وال د ترهګرو په نوم یادوي.

عمران خان د قبایلي سیمو د اصلاحاتي بهیر د ګړندي کولو ذکر هم وکړ او ویې ویل چې په هغو سیمو کې حالات زښت خراب دي، د ناامنیو له کبله پکې تباهي شوې نو هڅه کوي چې په پښتونخوا د هغو سیمو د ورګډولو انتقالي بهیر ژر تر سره شي.

اړوند موضوعات:

د عمران کابینه کې "پخواني" وزیران او د "نوي" بدلون تمه

عمران خان او د ترهګرۍ د مخنیوي پلان

عمران خان خپله کابینه اعلان کړه

د عمران خان وینا څه د پاسه یوه ګېنټه اوږده وه چې پکې نوموړي په هېواد کې د چاپېریال ستونزې هم یادې کړې. ده وویل، پاکستان د اوبو له کمښت سره مخامخ دی، نو ځکه به د ګېلګېت دیامیر باشا بند جوړوي.

نړیوالې ادارې وايي، پاکستان یو له هغو هېوادونو څخه دی چې د اقلیم یا اب و هوا بدلون او د تودوښي د درجې زیاتېدل یې زښت ځپلای شي.

عمران خان په خیبر پښتونخوا کې د تحریک انصاف په مشرۍ د خپل تېر حکومت یادونه وکړه او زیاته یې کړه چې د صوبې په څېر به د ټول پاکستان پر کچ د پولیسو په اداره کې اصلاحات کوي او ورسره به په عدالتونو کې د مقدمو یا قضیو ژر ختمولو لپاره هم اقدامات کوي.

نړیوالې ادارې وايي، د اقلیم بدلون پاکستان ګواښلی دی
نړیوالې ادارې وايي، د اقلیم بدلون پاکستان ګواښلی دی

د پاکستان نوي وزیراعظم په خپله وینا کې ژمنه وکړه چې د وزیراعظم له کوره به پوهنتون جوړوي او د صوبو والیان یا ګورنران به هم د ګورنرانو په کورونو کې نه اوسي.

د عمران خان پر وینا شننه

په اسلام اباد کې خبریال او د سیاسي چارو شنونکی هارون رشید وايي، د عمران خان لومړۍ وینا هیله بښونکې ده خو دا نشي ویلای چې هغه به د هېواد لویې مسلې هسې هوارې کړای شي لکه څنګه یې چې ذکر کوي او که نه؟

د ده په خبره، پاکستان پیسې نه لري او له پیسو بغیر د هېواد اقتصادي، پرمختیايي او نورې ستونزې نشي هوارېدای.

رشید زیاتوي، راتلونکې به دا روښانه کړي چې د عمران خان کابینه څه ډول تګلارې جوړوي او په عملي توګه د یادو مسلو حل څنګه او په څومره وخت کې پیدا کوي.

XS
SM
MD
LG