د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کې پروسږ کال ۶۰ کسان په دار شوي


د بخښنې نړيوال سازمان د زيارت پر ورځ په خپل تازه رپوټ کې ويلي دي چې په نړيواله کچه د مرګ په سزاګانو کې کمی راغلی خو بيا هم پاکستان يو له هغو پينځو هېوادونو دی چې پکې په ۲۰۱۷ ز کال کې زيات کسان په دار کړل شوي دي.

سازمان تایيد کړې چې په ۲۰۱۷ز کال په پاکستان ۶۰ کسان په دار ځړول شوي دي. رپوټ دا هم وايي چې په پاکستان کې د ۲۰۱۶ کال په پرتله په ۲۰۱۷ کال۳۰ فيصده کمې د مرګ سزاګانې ورکړل شوې وې.

خو د بخښنې نړيوال سازمان د مرګ سزاګانو مخنيوي څانګې مشاوره کيياره سنجورجيو د شورو پر ورځ له مشال راډيو سره په خبرو کې وويل که څه هم د ۲۰۱۶ کال په پرتله په پاکستان کې ۲۰۱۷ کال د مرګ سزاګانې کمې ورکړل شوې دي خو د دې باجود دوی ځکه اندېښمن دي چې دغه سزاګانې زياتره پوځي عدالتونو ورکړې دي:

''موږ د دې باوجود ځکه ډېراندېښمن يو چې زموږ د شمېرو ترمخه له نيمايي زيات هغه کسان پانسۍ کړل شوي چې پوځي عدالتونو ورته له ترهګرۍ سره په تړلیو جرمونو د مرګ سزاګانې اورلې وې.''

د پاکستان سپريم کورټ بار پخوانی مشر قاضي انور هم نن د زيارت پر ورځ له مشال راډيو سره په خبرو کې وويل چې په پوځي عدالتونو کې د انصاف تقاضې په سمه توګه ځکه نه پوره کېږي چې په دې عدالتونو کې د اورول شویو سزاګانو خلاف د پاکستان په اعلا عدالتونو کې اپيل نه شي کېدای او د دې سزاګانو توثيق به د پاکستان پوځ کوي.

نوموړی وايي له پاکستان پرته هېچرته داسې نه شته چې د انصاف دوه متوازي نظامونه وي. خو د ده په خبره پاکستاني پارلمان په ايين کې په ۲۱ ترميم کولو سره پوځي عدالتونه ځکه جوړ کړل چې په خبره يې سول عدالتونه ترهګرو ته سزا نه شي ورکولی.

قاضي انور وايي بايد په ملکي عدالتونو کې موجودې نيمګړتياوې لیرې کړل شي او د پوځي عدالتونو د کار موده نوره و نه غځول شي: ''د پوځ کار د ملک دفاع ده او خلکو ته انصاف ورکول د عدالتونو کار دی. په پوځي عدالتونو کې ججان او ګواهان خوندي وي او که په ملکي عدالتونو کې هم دا قسمه ګامونه پورته کړل شي نو بيا د پوځي عدالتونو د پاتې کېدو هېڅ جواز نه پاتې کېږي.''

په ۲۰۱۴ م کال کې په پيښور ارمي پبلک سکول تر بريد وروسته په پاکستان کې د دوو کالو لپاره پوځي عدالتونه جوړ کړل شول خو تيرکال بيا د دې موده د کال ۲۰۱۹ م پورې وغځول شوه. په دې پوځي عدالتونو کې پر پېښور ارمي پبلک سکول باندې د بريدګرو په ګډون نورو وسلوالو ته د مرګ او نورې سزاګانې اورولې دي.

د بخښنې نړيوال سازمان په خپل تازه رپوټ کې دا هم ويلي چې دا وخت په پاکستان کې لږ تر لږه ۷۰۰۰ کسان داسې دي چې د مرګ سزا ګانې ورته اورول شوي چې پکې شا خوا ۵۰۰۰ په پنجاب کې دي.

د بخښنې نړیوال سازمان د مرګ د سزاګانو په اړه په خپل راپور کې چې نن خپور شو، ویلي چې په ۲۰۱۷ کې په نړۍ کې ۹۹۳ کسانو ته د مرګ سزاګانې ورکړل شوې دي، چې نیمايي یې په ایران کې ترسره شوې دي. په سعودي عرب کې ۱۴۶، په عراق کې ۱۲۵ او په پاکستان کې ۶۰ کسانو ته د مرګ سزا ورکړل شوې ده.

په دې کې په چین کې د مرګ هغه په زرګونو سزاګانې شاملې نه دي، چې چین يي په اړه مالومات نه شریکوي او ریاستي راز يې بولي.

د راپورونو ترمخه په ۲۰۱۷ز کال په ایران کې لږ تر لږه ۵ کسان د داسې جرمونو لپاره د مرګ سزا ورکول شوې چې د اتلسو کالونو عمر ته تر رسېدو وړاندې يې کړي ول.

په راپور کې راغلي چې په پاکستان کې داسې یو شمېر قیدیان د مرګ د سزا په انتظار دي چې عمرونه يې اتلسو کلونو ته نه دي رسېدلي.

XS
SM
MD
LG