د لاسرسي ځای

تازه خبر

د مېرمنو پرضد د زیات شوي تشدد مخنیوی څنګه کېدای شي؟


د کوهاټ پولېسو ویلي دي چې د مېډیکل د زده کونکې عاصمه راني په وژنه تورن د مجاهد اپریدي موټر چلونکی یې نیولی دی.

پولیس وايي دا کس له مجاهد اپریدي سره په دغه وژنه او د هغه له ملکه په بهر تللو کې مرسته کړې ده.

عاصمه راني تېره میاشت یو تن له رشتې پر انکار کولو ووژله او پر ټولنیزو رسنیو په خپره شوې ویډیو کې نوموړې تر مرګ وړاندې وویل چې پر دې برید مجاهد اپرېدي کړی وو.

بلخوا په خېبر پښتونخو کې د ښځو حقونو لپاره کارکونکي ادارې وایي د روان کال په جنورۍ میاشت کې د ښځو پر وړاندې د تشدد ۱۸ پېښې مخې ته راغلي دي.

په پېښور کې د غېر سرکاري ادارې عورت فاونډېشن کارکونکې صایمه منیر وایي اوس خلک د ټولنیزو رسنیو له وجې په داسې پېښو زیات خبریږي خو باید په داسې پېښو کې ککړو کسانو ته سزا ورکړل شي.

دی وویل ، “زیاتره په داسې پېښو لږ وخت خبرې وشي، خو بیا له پامه وغورځول شي، د زېنب تر پېښه وروسته اوس خلک په داسې او پر ښځو او ماشومانو د تشدد په پېښو خبرې کوي، خو داسې پېښې تر لږ وخت وروسته بیا ورکې شي ، لکه د ډېره اسماعیل خان هغه اوس له خلکو هېره ده، چې دا د افسوس خبره ده”.

غیر سرکاري ادارې وایي د جنورۍ پر نهمه نېټه یو تن د پېښور په یکه توت سیمه کې برېښنا او د هغې پلار له رشتې پر انکار ووژله .

هم داسې د مردان په طورو مایارو کې هم یوه جینۍ او سړی د کورنۍ د خوښې خلاف په واده کولو ووژل شول او بیا په مانسهره کې هم یوه ښځه د خوښې د واده پر سر ۱۵ کاله وروستو د کورنۍ لخوا ووژل شوه.

له دې وروسته په مردان ، دیر ، ډېره اسماعیل خان او کوهاټکې هم د غیرت په نامه په مختلفو پېښو کې څلور ښځې ووژل شوې.

د جنورۍ پر ۲۷ د اسما راني پېښه مخې ته راغله او له دغې وروستو په بټ خېله کې یو سړي پر خپلې ښځې تېزاب وپاشل.

د سوات د خویندو جرګې مشره تبسم عدنان وایی د داسې پېښو مخنیوی تر هغې نا ممکنه دی چې تر څو ککړو کسانو ته سختې سزاګانې نه وي ورکړل شوې.

دا وايي ، “ په اسمبلیو کې ناست خلک باید د قوانینو پر عملي کولو هم خبرې وکړي ، یوازې د قانون جوړول خو نه دي ، اوس هم ډېر خلک پر ښځو د تشدد کولو وروستو ښه په ازاده ګرځي ، ځکه چې قانون خو شته خو عمل پرې نشته”.

د جنورۍ پر ۲۷ د اېبټ اباد مېډیکل کالج زده کونکې عاصمه راني تر وژنې وروسته په ټولنیزو رسنیو خلکو سخت غبرګون وښود او له حوکمته یې د ککړو کسانو د زر تر زره نیولو غوښتنه کړې ده.

بلخوا سپریم کورټ د معاملې نوټس اخیستی او د پښتونخوا پولیسو مشر ته یې امر کړی چې د عاصمه راني په وژنه کې ککړ تن چې له ملکه بهر تښنېدلی دی، زر تر زره ونیول شي.

XS
SM
MD
LG