د لاسرسي ځای

تازه خبر

احمدیان وايي تیر کال یې هم ځورونې روانې وې


پراګ - په پاکستان کې د اقلیتي ورورولۍ احمدي فرقه وايي په تیر کال کې هم د دوی خلاف د امیتازي چلند او تشدد پېښو دوام وکړ چې پکې څلور احمدیان وژل شوي دي.

د رویټرز خبري اژانس د خالي پر ورځ په خپور کړي رپورټ کې ویلي چې په ۲۰۱۷م کال کې له احمدي فرقې سره تعلق لرونکو ۷۷ کسانو پر ضد د مذهبي توپیر د قوانینو ترمخه رپورټونه درج شوي دي.

خو د مذهبي چارو او بېلا بېلو عقیدو ترمنځ د همغږۍ وزیر مملکت پیر امین الحسنات شاه وايي که څه هم د پاکستاني ایین له مخې احمدیان مسلمانان نه دي خو د دې دا معنا نه ده چې انساني حقونه یې د هېواد له نورو وګړیو کم دي. نوموړي د خالي په ورځ له مشال رېډیو سره خبرو کې وویل که په احمدیانو څوک ظلم زیاتی کوي نو د هغې پر ضد به حکومت چټک ګامونه پورته کوي، او داسې ډیر مثالونه شته چې پکې په احمدیانو د تشدد په ترڅ کې د مسلمانانو خلاف رپوټونه درج شوي او اقدامات شوي دي.

پیر حسنات شاه زیاته کړه چې د پاکستان ټول ولس دا مهال د مذهبي سخت دریځۍ او تشدد پېښو سره مخامخ دی او احمدیان هم د ټولنې برخه ده نو ځکه له دې متاثره کیږي.

خو په پاکستان کې د انساني حقونو د خپلواکه کمېشن د مرکزي شورا غړی شیر محمد خان وايي په دې هېواد کې مذهب د سیاسي مقاصدو لپاره کارول کیږي چې لوجې یې بیا د مذهبي توپیر په اساس قوانین جوړیږي او هغه نفرت سېوا کوي. نوموړي زیاته کړه چې په دې ملک کې یوه داسې وبا راغلې چې هرې خوا ته د مذهبي نفرتونو هواګانې الوځي. او په خاصه توګه اقلیتونه یې ډیر له مشکلاتو سره مخامخ کړي دي. بیا د احمدیانو غېر مسلمه ګرځولو قانون داسې دی چې سخت دریځه خلک ترې ګټه پورته کوي او د دوی پر ضد نفرت خوروي.

په رویټرز خبري اژانس کې خپور شوي د احمدیانو په دې رپورټ کې ادعا شوې چې په تیر کال کې د پاکستان د اردو ژبې په رسنیو کې د دوی پر ضد د مذهبي کرکې ډک په سلګونو خبري رپوټونه او اداریې خپرې شوي دي. احمدیان په ۱۹۷۴م کال کې د یو اییني بدلون ترمخه غېر مسلمه ګرځول شوي او د اسلامي علامتونو له استعمالولو منعې کړل شوي دي.

  • انځور سایز

    منور شاه

    منور شاه  له ۲۰۱۰ز کال راهيسې د مشال رېډیو همکار دی. هغه د تعلیم په هکله اوونيزه خپرونه روښانه مستقبل هم وړاندې کوي.  

XS
SM
MD
LG