د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کې د ماشومانو ځورونه جدي ستونزه ګرځېدلې


اسلام اباد کې مدني فعالان زينب انصاري ته د انصاف رسولو لپاره راوتلي دي
اسلام اباد کې مدني فعالان زينب انصاري ته د انصاف رسولو لپاره راوتلي دي

پراګ: په لاهور کې د ترهګرۍ مخنيوي عدالت پر اووه کلنې ماشومې زېنب انصاري د جنسي تېري او د هغې د وژنې په تور نيول شوي ملزم عمران علي ته څلور ځله د مرګ سزا واورول.

د پنجاب حکومتي وکیل احتشام قادر شاه د فبروري پر ۱۷مه نېټه د عدالت له پریکړې وروسته له رسنیو سره په خبرو کې وویل چې ۲۳ کلن عمران علي ته په څلورو بېلا بېلو مواردو کې د مرګ سزاوې وارول شوې.

((عمران علي ته لومړی له دې کبله د مرګ سزا واورول شوه چې هغه یوه ماشومه وژلې وه. دویم ځل د مرګ سزا د ماشومې د تښتونې وه. دریم، هغه پر ماشومې جنسي تېری کړی و او څلورم دا چې هغه له ماشومې سره ناوړه چلن کړی و))

احتشام قادر وايي، د زینب قاتل پر نهو نورو ماشومانو نجونو هم جنسي تېرې کړی وو چې په هغوی کې دوې ژوندۍ دي او اووه وژل شوي وې. نوموړي د عمران علي د اپيل په اړه وویل چې قاتل د اپیل لپاره ۱۵ ورځې وخت لري.

له عدالتي پرېکړې وروسته د زينب مور نصرت بي بي غوښتنه وکړه چې قاتل دې پر هغه ځای په عام محضر کې په دار کړل شي چيرې چې د هغې لور وژل شوې وه.

په لاهور کې مظاهرچيان د زينب د قاتل نيولو غوښتنه کوي
په لاهور کې مظاهرچيان د زينب د قاتل نيولو غوښتنه کوي

زېنب انصاري د پنجاب په قصور ښار کې د روان کال [۲۰۱۸م] د جنورۍ پر څلورمه نېټه لادرکه شوه او د همدې مياشتې پر نهمه نېټه يې مړی پر يو ډېران وموندل شو. له پېښې وروسته په قصور کې قهرجنې مظاهرې وشوې او پر دې مهال د پوليسو په ډزو دوه مظاهرچيان هم ووژل شول. د قصور د خلکو په وينا د زينب پېښه په يوه کال د خپل ډول ۱۲مه پېښه ده. بلخوا په ټول پاکستان کې په ټولنیزو رسنیو پر دغې او ورته پېښو خلکو سخت غبرګون وښودی او له حکومته يې په داسې پېښو کې ککړو کسانو ته د سختو سزاګانو ورکولو غوښتنه وکړه.

له دې وروسته د پاکستان سپريم کورټ د دې پېښې ازخود نوټس واخیست او د پنجاب صوبايي حکومت ته يې د ککړو کسانو د ژر تر ژره نيولو امر وکړ.

د پوليسو او امنيتي ادارو لخوا د زينب د پېښې په تړاو د ۱۱۵۰ کسانو د ويني نمونې اخيستل شوې

د پوليسو او امنيتي ادارو لخوا د زينب د پېښې په تړاو د ۱۱۵۰ کسانو د ويني نمونې اخيستل شوې وې چې وروسته د تورن کس عمران علي وينه د پېښې له ځای سره د موندل شوې وينې له نمونې سره سمون خوړلی وو. د احتشام قادر شاه په وینا، دا لومړی ځل دی چې د پاکستان په تاریخ کې پر ساینسي بنیادونو یو کس مجرم پېژندل شوی او هغه ته سزا اورول شوې وي.

د پنجاب وزيراعلا شهباز شريف د جنورۍ پر ۲۳مه په لاهور کې د يوې خبري غونډې پر مهال د عمران علي د نيولو اعلان وکړ. عدالت د فبرورۍ پر ۱۲مې نېټې پر هغه فرد جرم ولګاوه او د همدې مياشتې پر ۱۵مې نېټه د دې مقدمې اورېدنه تکميل شوه چې پرېکړه يې پر ۱۷مه نېټه واورول شوه.

د پنجاب وزيراعلا شهباز شريف (ښي خوا ته) د زينب له پلار حاجي محمد امين سره د خبري غونډې پر مهال
د پنجاب وزيراعلا شهباز شريف (ښي خوا ته) د زينب له پلار حاجي محمد امين سره د خبري غونډې پر مهال

د زينب پېښه په پاکستان کې پر يوې ماشومې د جنسي تېري او وروسته د وژنې لومړۍ پېښه نه ده. له دې پېښې وروسته په جنوري مياشت کې د خېبر پښتونخوا په مردان او د بلوچستان په کوټه ښار کې په دوو جلا جلا پېښو کې ماشومانې نجونې له جنسي تېري وروسته ووژل شوې.

پاکستان کې په تېر يوه کال کې ۱۰۰ ماشومان له جنسي تېري وروسته وژل شوي دي.

په پاکستان کې د ماشومانو د حقونو لپاره کارکوونکی سازمان ((ساحل)) د کلني راپور له مخې په دې هېواد کې په تېر يوه کال [۲۰۱۷م] کې د ماشومانو د ځورونې ۴۱۳۹ پېښې رامنځ ته شوي دي چې د هغه بل کال پرتله ۱۰ فيصده زياتوالی پکې راغلی دی. د راپور له مخې په پاکستان کې هره ورځ ۱۱ ماشومان د ځورونې ښکار کېږي چې زياتره يې ماشومانې نجونې دي. د راپور له مخې په تېر يوه کال کې ۱۰۰ ماشومان له جنسي تېري وروسته وژل شوي دي.

که څه هم په پاکستان کې د ماشومانو د ځورونې پېښې تر دې څو چنده زياتې دي خو ځورول شوي ماشومان يا د هغوی کورنۍ يې حال نه وايي. د ساحل سازمان يو چارواکی حنيف پانيزی مشال راډيو ته وايي چې مخکې خلکو چوپتيا غوره کوله خو اوس په دوی کې تر ډېره حده زړورتيا راغلې چې دا ډول پېښې رپورټ کړي.

د بشري حقونو فعاله ثمر من الله وايي چې اوس په خلکو پوهه راغلې چې دا پېښه د دوی شخصي نه ده بلکې يو جرم دی چې له خلکو څخه يې په اړه مرسته بايد وغوښتل شي.

په پاکستان کې د ماشومانو د حقونو لپاره قوانين شته خو د ډېريو په باور عمل نه ورباندې کېږي. په خېبر پښتونخوا کې د ماشومانو د حقونو يو فعال ارشد محمود وايي چې مخکې حکومت په دې لړ کې جدي تګلاره نه خپلول خو اوس يو خوا ته پر حکومت د قانون عملدارۍ فشار زيات شوی او بلخوا داسې بحثونو ته لاره هواره شوې چې ماشومانو ته بايد د ځورونې په مقابل کې جنسي پوهه او د ژغورنې لارې چارې وښودل شي.

XS
SM
MD
LG