د لاسرسي ځای

تازه خبر

پنجاب: ګجرات ښار کې پر درېو نجونو تېزاب شېندل شوي


تصویر له ارشیفه
تصویر له ارشیفه

د پاکستان يوشمير رسنۍ وايي چې د ډنګ په سيمه کې د ګجرات يونيورسټۍ ښځينه زدکوونکیو نن سهار (زیارت ورځ) پر بس سټاپ انتظار کاوه چې موټرسايکل سپرو درې کسانو ورباندې تېزاب وشېندل.

په دوی کې دوه خویندې او بله یوه يې ملګرې ده. دوی د علاج لپاره عزيز بټي شهيد هسپتال ته يوړل شوې.

مطبوعات وايي چې لارويانو يوکس نيولی او دوه نور په تېښته بريالي شوي دي. نيول شوی کس پوليسو ته سپارل شوی دی.

د پاکستان بشري حقونو کميشن د ګل پر ورځ ويلي چې په دې هېواد کې په ۲۰۱۷ز کال پر ۱۴۳ ښځو باندې تېزاب شېندل شوي يا سوځول شوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG