د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان: د جنسي تشدد په تور نیول شوي ۱۲ کسان خوشې شول


د پنجاب په قصور کې تر جنسي تیري وروسته د یوې وژل شوې ماشومې د ښخولو مراسم.
د پنجاب په قصور کې تر جنسي تیري وروسته د یوې وژل شوې ماشومې د ښخولو مراسم.

پراګ ـ د پاکستان یو عدالت د ماشومانو سره د زور زیاتي په یوه مقدمه کې ۱۲ کسان خوشي کړي دي.

دا مقدمه د ۲۰۱۵ کال راهېسې روانه وه چې پکې ګڼ کسان نیول شوي وو، په دغو کسانو د پنجاب په قصور کې دا تور لګول شوی وو، چې د ماشومانو سره د جنسي تېریو ویډیوګانې به یي جوړولې، او بیا به یې دغو ماشومانو ته ویل که چېرې کورنۍ ته یې حال وویلو نو دا ویډیګانې به یی په ډاګه کړي.

په دغو کې دوو کسانو ته د عمر قېد سزا ورکړل شوې ده. ای ایف پي خبري اژانس ته د عدالت یو چارواکي ویلي جج چودري الیاس دغه کسان خوشې کړي دي، په دوی تور وو، چې د یو ماشوم د جنسي تشدد او جنسي تیري ویډیو یې جوړه کړې وه، او د دغې ویډیو پر سر به یي ماشوم ته دړکې ورکولې.

د عدالت یو چارواکي اې ایف پي ته ویلي سرکاري وکیلانو د دغو کسانو خلاف عدالت ته ۱۶ ثبوتونه وړاندې کړل خو د دغې باوجو پر دوی لګیدلي تورونه ثابت نشول.

پاکستان کې پر ماشومانو د جنسي تشدد پېښې زیاتې شوې دي
پاکستان کې پر ماشومانو د جنسي تشدد پېښې زیاتې شوې دي

د قصور په حسن خانواله کلي کې د ۲۸۰ ماشومانو د جنسي تشدد ویډیو ګانې جوړې شوې وې، دغه ویډیوګانې یوې ډلې جوړې کړې وې، او بیا به یې پر دغو د ماشومانو کورنیو ته دړکې ورکولې.

خبري اژانس لیکي د دغو ماشومانو کورنیو په څو څو وارې پولیسو ته شکایتونه هم کړي وو، خو پولیسو دغه کسان ونه نیول.

د ۲۰۱۶م کال په مارچ کې د پاکستان سېنټ یو قانون منظور کړ چې له مخې یې اوس د ماشومانو سره د جنسي زیاتیو، د دوی د ناسمو او غیر اخلاقي ویډیوګانو جوړولو، د ماشومانو د سمګلنګ او د داسې نور ورته کارونو کې سزاګانې مقرر شوي دي.

خلک پر ماشومانو د تیري د ختمولو غوښتنه کوي.
خلک پر ماشومانو د تیري د ختمولو غوښتنه کوي.

دا په داسې حال کې ده چې تردې وړاندې به یوازې د جنسي تیریو او تشدد کې سزا ورکړل کېده. تېره اونۍ د پنجاب یو عدالت د زېنب انصاري په مقدمه کې تورن تن ته د څلور وارې د مرګ سزا واوروله. د زېنب پېښې په ټول پاکستان کې د خلکو غصه راپارولې وه، او خلکو د حکومت نه غوښتنه کوله چې د زېنب په پېښه کې ککړ تن ته دې سخته سزا ورکړل شي.

په دغه تن تور دی چې د نورو شپږو ماشومانو سره یې هم جنسي تېری کړی دی چې پکې پنځه وژل شوي دي. دغه تن چې عمران علي نومیږي پر خپل ځان لګیدلې ټول تورونه یې منلې دي چې پکې د زېنب وژنه هم شامله ده.

XS
SM
MD
LG