د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان: د مذهب سپکاوي مجازاتو قانون او د لږکیو حالت


اسیه بي بي
اسیه بي بي

پراګ ـ د خالي په شپه د اټاليا په روم کې د هغه ښار زړې ودانۍ د دې لپاره په سرې رڼا سره روښانه کړل شوې چې په نړۍ کې د عيسايانو د ځورونو او وژنو پېښو پر ضد د اعتراض غږ پورته شي.

په احتجاج کې په پاکستان کې د اسيې بي بي د قضيې په يادولو سره د هغه هېواد د مذهب د سپکاوي د مجازاتو قانون غندنه وشوه.

سلګونه احتجاج کوونکي په روم کې د عيسايانو د وژنو د علامت په توګه د پېژندل کېدونکې يوې زړې ودانۍ مخې ته د اسيې بي بي د خاوند او لور خبرو اورېدو ته غونډ شوي ول.

د پاکستان عدالت دې عيسايي ښځې ته په ۲۰۱۰ م کال کې اسلامته د سپکاوي په تور د مرګ سزا اورولې.

د بشري حقونو نړيوالې ډلې، لکه ايمنسټي انټرنيشنل وايي، په پاکستان کې مذهبي سخت دريځه کسان او عام وګړي مذهب ته د سپکاوي د جزا قانون له يو چا څخه د غچ اخيستلو لپاره د يوې وسيلې په توګه کاروي.

د خېبرپښتونخوا په سوات کې نوميالی وکيل او د بشري حقونو فعال، شېر محمد خان اېډوکېټ وايي، حکومت بايد لږ تر لږه دا يقيني کړي چې له پوليسو سره د مذهب د سپکاوي دوسيې تر جمع کېدو مخکې پر يو چا د لګول شوي تور سمه څېړنه وشي.

((دا قانون زموږ د وطن لپاره ډېر تاواني شوی دی. موږ نړۍ ته دا ښودل غواړو چې په پاکستان کې د اوسيدونکو لږکيو واک اختيار له موږ سره دی. هغه وخت چې ابتدايي رپورټ جمع کيږي، پکار ده چې يوه کميټي وګوري چې په الزام کې حقیقت څومره دی؟ د خلکو ذاتي غرضونه پکې څومره دي؟ او بدنيتي پکې څومره ده؟ ځکه چې د رپورټ تر درج کېدو وروسته په ټولنه کې يو عمومي نفرت خپور شی، بيا وکيل وکالت او عدالت پر انصاف ولاړه پرېکړه نه شي کولی.))

د روم احتجاجي غونډې ته په وينا کې لوړپوړي پادري ننزيو ګالانتينو، چې د اټاليې د پادريانو د کنفرانس جنرل سيکرتري دی وويل، د مذهب د سپکاوي د جزا قانون جوړولو هدف همدا دی چې د مخالف سوچ او عقيدې لرونکي کسان وځورول شي.

د اسيې بي بي خاوند، عاشق مسيح د روم احتجاج کوونکو ته وويل، مېرمنې يې د اسلام مذهب هېڅ سپکاوی نه دی کړی. د نوموړي په خبره، پر هغې لګول شوي تورونه په پاکستان کې د عيسايانو پر ضد د موجود نفرت ښکارندويي کوي.

شېر محمد خان اېډوکېټ وايي، پاکستان ته له انګرېزانو څخه پاته شوی قانون هېڅ يوه مذهب ته د سپکاوي اجازه نه ورکوي.

خو نوموړی زياتوي، په پاکستان کې مېشت مذهبي لږکي د هغه هېواد د مذهب د سپکاوي د جزا قانون له لاسه کړيږي.

((موږ ته له انګرېزانو څخه په راپاتې پاکستان پينل کوډ کې دا ويل شوي چې هر مذهب ته سپکاوی کول قابل سزا جرم دی. زموږ په ټولنه کې اوسيدونکي اقليتي وګړي هم خپلو مذهبونه ته هغومره تقدس لري لکه چې موږ يې خپل هغه ته لرو. نو که يو څوک د هغوی د مذهبونو بې حرمتي کوي، بايد سزا ورکړل شي. خو په پاکستان کې موږ يوازې د خپل مذهب د تحفظ خبره خو کوو، د اقليتونو حقونه بيا نه منو.))

په پاکستان کې د اسيې بي بي قضيې هغه وخت نړيوال شهرت تر لاسه کړ چې د هغې په دفاع کې غږ پورته کوونکي دوه پاکستاني سياستوال ووژل شول.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG