د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ږوب عيسويان وايي د هديرې ځمکه‌ يې قبضه شوې


د پاکستان د بلوچستان صوبې په ږوب ښارګوټي کې له اوږدې مودې راهيسې ګڼ عيسويان او هندوان ژوند کوي او کله چې يې خپل خپلوان مړه شي نو د دغه ښارګوټي په څنډه کې د مسلمانانو لويې هديرې ته څېرمه‌ يې په‎ خپله هديره کې ښخوي.

خو په وروستيو کلونو کې چې د ږوب ښار ابادي زياته شوې، د دوى هديره هم راتنګه شوې او ځايي خلکو ورباندې شااوخوا کورونه جوړ کړي دي.

اقبال مسيح هم د ږوب يو عيسوی دى، دى وايي دوى چې د اقليت په توګه ژوند کوي، که هر ډول ظلم ورسره کېږي نو هېڅوک‌ يې غږ نه‌ اوري.

اقبال مسيح وايي، پلار او نيکه‌ يې هم د ږوب په هديره کې ښخ دي، خو اوس‌ يې هديره ورځ په ورځ تنګېږي او په دې اړه‌ يې ځايي چارواکیو ته شکايت هم کړى، خو ستونزه‌ يې نه‎ده هواره شوې.​

"زموږ هديره دې محفوظه کړل شي، ځکه دا خو اوسنۍ هديره نه ‎ده، د انګرېزانو له وخته زموږ خلک پکې ښخ دي، له هغه وخته موږ خلک پکې ښخوو، هغه وخت نقشې نه‎ وې هغه مشران مو مړه شول موږ خو وروسته پيدا شوي يو، نو هغه وخت مو د هديرې څنګ ته خوړ وو، موږ به هڅه کوله چې مړي پاس ښخ کړو او له خوړه بچ شي، هغه خاکونه پاتې دي چې پاس او په منځ کې دي، کوم چې پر څنګ وو هغه خوړ وړي دي او کوم دېوال چې مو ورباندې راګرځولى هغه هم خلکو نړولى دى."

په ږوب کې د عيسويانو يو مشر جاويد مسيح چې د ښاروالۍ په شورا کې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د عيسويانو غړى هم دی وايي چې د خپلې هديرې د ځاى د نشتوالي په اړه‌يې په وار وار حکومت ته شکايتونه او احتجاجونه کړي، خو هديره‌ يې د ځمکې د مافياوو په قبضه کې ده او اوس دومره ځمکه ور پاته نه ‎ده چې خپل مړي پکې ښخ کړي.

"زموږ پر هديره خلکو ناجايزه قبضه کړې ده، حکومت دې له موږ سره مرسته وکړي او په ‎خپله دې وګوري چې خلکو بېخي زياتې قبضې کړې دي او د هديرې د نقشې په دننه ځاى کې کورونه جوړ کړي دي، موږ وزيرانو ته هم ويلي دي، عدالتونو ته هم تللي يو، احتجاجونه مو هم کړي دي خو له موږ سره هېڅ مرسته نه ‎ده شوې. دوه درې کاله وروسته به دومره ځاى نه‎ وي چې موږ خپل مړي پکې ښخ کړو، بيا به‌ يې يا سوځوو يا به تېزاب پرې اچوو يا به‌ يې د ږوب درياب ته اچوو، دلته دومره لوى درياب نه‌ شته چې مړي يوسي، مړي به مو په کوړمانو کې ګرځي، بله چاره نه‎لرو."

د ږوب ښارګوټي ښاروال عبدالسليم مندوخېل وايي، د عيسويانو د هديرې له ستونزې خبر دى، خو تور پورې کوي چې په دې کې خپله د دغو عيسويانو خلک هم د ځمکې له مافيا سره ملګري دي او پيسې اخلي.

سليم مندوخېل وايي، تر خپله وسه هڅه کوي چې عيسويانو ته د دوى د پخوانۍ هديرې ځمکه ورکړل شي.

"له زمانو چې زما يادېږي دغو عيسويانو ته ځمکه ورکړل شوې ده او دا ځمکه د ښاروالۍ ده، خو په ږوب کې د ځمکې مافيا ډېره زوروره ده، واقعي د دوى ځمکه قبضه شوه او دوى ما ته شکايت وکړ، بيا زه ورغلى يم ځمکه مې يې کتلې ده، د انتظاميې چارواکي مې وروستي دي، نو که دوى بيا راشي زه ورسره د ځمکې په ژغورلو کې ضرور ملګرتيا کوم."

د يادونې وړ ده چې د بلوچستان په اکثرو پښتني سيمو کې له اوږدې مودې راهيسې عيسويان او هندوان ژوند کوي چې ډېر لږ يې تجارت کوي، نور اکثر يې تر اوسه له ښارواليو سره د ښارونو د پاکۍ په چارو کې کار کوي، خو دوى وايي چې اوس نه د پخوا غوندې په ازادۍ سره خپل مذهبي مراسم تر سره کولاى شي او نه د عامو خلکو غوندې په هره برخه کې د ژوند اسانتياوې لري.

XS
SM
MD
LG