د لاسرسي ځای

تازه خبر

نوی پاکستانی حکومت به اربونه ډالره پور اخلي


د عمران خان په مشرۍ تحریک انصاف ګوند په قامي اسمبلۍ کې زیاتې څوکۍ ګټلې دي
د عمران خان په مشرۍ تحریک انصاف ګوند په قامي اسمبلۍ کې زیاتې څوکۍ ګټلې دي

پراګ - د پاکستان تحریک انصاف ګوند سېنېټر لیاقت تره کی وايي، پاکستان تر ۱۲ اربه امریکايي ډالره پورې پور ته اړتیا لري چې د هېواد اقتصاد په پښو ودروي.

نوموړي د اګست پر پینځمه مشال راډیو ته وویل، د نوي حکومت هڅه به دا وي چې د چین په ګډون له نورو ملګرو څخه پور تر لاسه کړي:

((زما په فکر د تحریک انصاف حکومت به د دې پیسو انتظام وکړای شي. له ځېنو ملکونو لکه چین سره یې خبرې شوې دي. همداراز [حکومت] به له ترکیې، سعودي عرب او له ځېنو نورو سره هم خبرې کوي. زیات امکان دی چې د عمران خان په مشرۍ حکومت به د قرضو دا مسله حل کړي.))

تره کي دا څرګندونې تر هغې وروسته کړې دي چې د تحریک انصاف یوه مرکزي مشر اسد عمر د اګست پر درېیمه رسنیو ته ویلي ول چې هڅه کوي چې ژر تر ژره پورونه واخلي ځکه چې د اقتصاد بیارغونې لپاره پاکستان باید د یوې نیمې میاشت په موده کې پیسې تر لاسه کړي.

که د تحریک انصاف حکومت هم راشي نو زه فکر نه کوم چې اقتصاد به ډېر ښه شي. که ښه پلان ولري نو کېدایشي، خو ګرانه ده.
معراج حمید ناصري

د جولای پر ۲۵مه په پاکستان کې تر انتخاباتو وروسته ټاکل شوې چې تحریک انصاف نوی حکومت جوړ کړي ځکه چې د قامي اسمبلۍ زیاتې څوکۍ یې ګټلې دي.

نړیوالو رسنیو او پوهانو ویلي دي چې د تحریک انصاف حکومت ته خراب اقتصاد په میراث کې پاتې دی.

د مسلم لیګ (ن) په مشرۍ تېر وفاقي حکومت د خپلې واکمنۍ په پای کې له چینه یو میلیارد (ارب) امریکايي ډالر اخیستي ول.

چین د اقتصادي لار په پروژو کې د اربونو ډالرو د پانګونې هوکړه کړې
چین د اقتصادي لار په پروژو کې د اربونو ډالرو د پانګونې هوکړه کړې

هلته د اقتصادي چارو یو پوه ډاکتر مبارک زېب وايي، د تېرو پورونو د شرطونو، د سود ورکولو او د پورونو پرې کولو له کبله پر پاکستان قرضې زیاتې شوې دي: ((اوس له حکومت سره دوه لارې دي. یا به له ملګرو هېوادونو څخه قرضې اخلي او یا به [د پیسو نړیوال صندوق ای اېم اېف] ته ورځي. د دې پورونه اثر به پر ولس وي.))

د اسلام اباد د قایداعظم پوهنتون د اقتصادیاتو یو استاد معراج حمید ناصري وايي، فکر نه کوي چې راتلونکی حکومت به د خپلې واکمنۍ په لومړیو ۱۰۰ ورځو کې د هېواد اقتصاد سم کړای شي: ((که د تحریک انصاف حکومت هم راشي نو زه فکر نه کوم چې اقتصاد به ډېر ښه شي. که ښه پلان ولري نو کېدایشي، خو ګرانه ده. چین ویلي دي چې څلور اربه ډالره پور به ورکړي خو زیات امکان دی چې پاکستان یو ځل بیا له نړیوال بانک یا ای اېم اېفه قرضه واخلي.))

د اقتصادي چارو پوهان وايي، که پاکستان زیات پور اخلي نو په هېواد کې به ګراني زیاتېږي او ښايي پر خلکو نوې مالیې یا ټیکسونه هم ولګوي.

خو د تحریک انصاف مشر عمران خان د جولای پر ۲۵ تر انتخاباتو یوه ورځ وروسته په خپله وینا کې ټینګار کړی وو چې حکومت به یې د بې وزلۍ یا غربت کمولو او د روزګار زیاتو موقعو برابرولو هڅې کوي.

XS
SM
MD
LG