د لاسرسي ځای

تازه خبر

عمران خان خپله کابینه اعلان کړه


د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر او نوی وزیر اعظم عمران خان
د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر او نوی وزیر اعظم عمران خان

اسلام اباد ـ د پاکستان وزیراعظم عمران خان د اګست په ۱۸مه د خپلې نوې کابینې د ځینو وزیرانو نومونه اعلان کړل.

تحریک انصاف ګوند په خپره کړې اعلامیه کې ویلي، په نوې کابینه کې یو شمېر وزیران او سلاکاران شامل دي چې وي چې د اګست پر ۲۰مه د خپلو عهدو لوړه کوي.

اعلامیه وايي، شاه محمود قریشي به د بهرنیو چارو، پروېزخټک به د دفاع، فواد چودري به د اطلاعاتو، اسد عمر به د مالي چارو، شیرین مزاري به د بشري حقونو، شفقت محمود به د تعلیم، شېخ رشید به د اورګاډو او نورالحق قادري به د مذهبي چارو وزیران وي.

په نورو وزیرانو کې عامر محمود کیاني ته د صحت، غلام سرور ته تېلو، طارق بشیر چیمه ته د سرحدونو او ریاستي چارو، فروغ نسیم ته د قانون او انصاف، خالد مقبول صدیقي ته د معلوماتي ټېکنالوژۍ، ډاکټرې فهمیدې مرزا ته د صوبو ترمنځ د همغږۍ او زبیدې جلال ته د دفاعي پیداوار مسوولیتونه سپارل شوي دي.

په پینځو سلاکارانو کې بابر اعوان، عشرت حسین، امین اسلم، محمد شهزاد او عبدالرزاق داوود شامل دي.

د سیاسي چارو ځېني کارپوهان وايي، د پخوانیو حکومتونو پرتله عمران خان مناسبه کابینه جوړه کړېده. ډاکټر فخرالاسلام وايي:

((دا ډېره د ستاینې وړ خبره ده چې په اول ځل وړه کابینه جوړه شوې. پخوا خو به د وزیرانو او مشیرانو شمېر له ۴۰ نیولې تر ۶۰ کسانو پورې وه. اوس به د دغې کابینې کار کردګي ګورو. کابینه وړه ده، خو پکې تجربه لرونکي کسان اخیستل شوي دي.))

خو بل پلو، په اسلام اباد کې مېشت د سیاسي چارو یو بل کارپوه احسان حقاني وايي، په کابینه کې هغه وزیران شامل دي چې په تېرو وختونو کې هم په حکومتونو کې پاتې شوي دي او په خپلو وختونو کې یې داسې بریالي کارونه نه دي ترسره کړي:

((د مثال په توګه، شېخ رشېد تر دې وړاندې هم د رېل ګاډو د چارو وزیر پاتې شوی خو څه ښه کارکردګي یې نه ده کړې. خو په دې کابینه کې یوه خبره ښه ده او هغه دا چې دا وړه ده. خو موږ پخوا هم لیدلي چې حکومتونه لومړیو ورځو کې وړه کابینه اعلان کړي بیا وروسته یې لویه کړي. زما په خیال که کابینه وړه وساتل شوه نو ښه به وي.))

بل پلو د پاکستان تحریک انصاف د ویاند فواد چودري په وینا، وزیراعظم عمران خان د پاکستان د نوي ولسمشر لپاره د ډاکټر عارف علوي د نوم منظوري ورکړې چې په سېپټمبر کې به د ولسمشرۍ په ټاکنو کې برخه اخلي.

XS
SM
MD
LG